منځپانگې ته ورتلل

عبدالکلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالکلام
ابولفقير زين العابدين عبدالکلام

د هند نهم هېوادمشر
مرستيال [[ ]] او [[ ]]
[[ ]]
[[ ]]
د شخص معلومات
پيدايښت ٢٤ ډېسمبر، ١٩٥٧
[[ | ]], هند
مړینه 27 جولای 2015 (84 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت P27
پلرنی ټاټوبی تاميل ناډو   ويکيډاټا کې (P66) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۷]،  شاعر [۸]،  ساينسپوه [۹]،  ښوونکی   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه تاميلي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي) تاميلي ژبه ،  تېلوګو ژبه [۱۰]،  انګليسي ژبه [۱۱][۱۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه د هوا فضا انجینري ،  شعر [۱۳]،  سياست [۱۳]،  پوهنه [۱۳]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
 بهارت رتنا (۱۹۹۷)[۱۴]  پدما بهوشن [۱۵]  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
عبدالکلام
عبدالکلام

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ډاکټر ابولفقير زين العابدين عبدالکلام (تاميل: அ.ப.ஜ. அப்துல் கலாம்; په هندي: अवुल् फ़किर् ज़य्नुल् अबिदीन् अब्दुल् क़लाम; په ١٥ د اکتوبر، ١٩٣١ کال کې د هندوستان په تاميل ندو کې زېږېدلی دی. نوموړی چې په لنډه توگه د A.P.J. Abdul Kalam په نامه سره هم يادېږي د هندوستان ولسمشر دی. د ولسمشرۍ سره سره هغه يو ډېر نوميالی ساينسپوه او انجنير دی چې د خلکو په مېنځ کې د هندوستان توغوندی سړی يا the Missile Man of India په نامه هم يادېږي.

کاري ژوند

[سمول]

عبدالکلام د تاميل ندو په رامسوارام دهنوشکودي کې په يوې کاريگرې مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپل بری ليک د اېروناټېکل انجنيرۍ کې د مدراس تخنيکي انسټېټيوټ نه په ١٩٥٨ کال کې ترلاسه کړی. د فراغت نه وروسته نوموړی د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم کې د هوورکرافټ پروژې کې د کار لپاره وگومارل شو. په ١٩٦٢ کال کې عبدالکلام د هندوستان هوايي څېړنيز تنظيم ته ولاړ او د مصنوعي سپوږمکيو په جوړولو او توغولو کې يې کاميابه ونډه درلوده.

د هندوستان د لومړنۍ سپوږمکۍ د توغولو گاډۍ (Satellite Launch Vehicle]] (SLV-III]] پروژه کې د لارښود په توگه ده ډېره اهمه ونډه درلوده او په کاميابۍ سره يې دا پروژه سرته ورسوله، او همداسې د جولای په مياشت، کال ١٩٨٠ کې د روهيني سپوږمکۍ د زمکۍ نژدې مدار کې د ځای پر ځای کولو کاميابه کړنه هم دده له برکته وه.

په ١٩٨٢ کال کې يو ځل بيا عبدالکلام د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم ته د لارښود په توگه راستون شو، او دا ځل يې د توغنديو په جوړولو غور وکړ. هغه د آگني او پرېتوي نومي توغنديو د پرمختگ او اداره کولو مسول وه او همدا ددې سبب وگرځېده چې د ښه کار په پايله کې د هندوستان د توغندي سړي نوم ورکړ شو.

د ١٩٩٢ کال د جولای په مياشت کې عبدالکلام د هندوستان د دفاع وزارت ساينسي سلاکار شو. د هندوستان د حکومت د اهم ساينسي سلاکار په توگه د وزيرانو د کابينې په رتبه کې پاتې شو. د هغه کارونه ددې لامل وه چې هندوستان د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٨ کال کې د پوخران-II کاميابه هستوي ازمېينه ترسره کړه او په همدې توگه هندوستان د نړۍ د هستوي وسلو په هېوادونو کې وشمېرل شو. ډاکټر کلام د کابينې د ساينسي کوميټې سلاکارانو مشر هم پاتې شوی او د هندوستان د ميلېنيم مېشن ٢٠٢٠ يا د زرکلنې مقصد ٢٠٢٠ لارښوونه يې هم کړې.

ډاکټر عبدالکلام د اکاډميکو زده کړو پسې روان شو او په آنا پوهنتون، چېنای کې د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتې نه د تخنيک او ټولنيز بدلونونو پروفېسر شو او په همدې توگه د درس ورکولو سره سره په ډېرو څېړنيزو کارونو باندې بوخت وه. په هر صورت دده ترټولو غوره او اصلي مقصد دا وه چې د هېواد د لا پرمختگ لپاره د ځوانانو په ماغزو کې ډيوې بلې کړي او هغوی وروزي.

اوس ډاکټر کلام هندوستان د يوولسم ولسمشر دی او د ٢٠٠٢ کال د جولای د ٢٥ نېټې راهيسې پخپلې دندې بوخت دی.

ستاينې

[سمول]

ډاکټر عبدالکلام يو بې جوړې سړی دی چا چې تر اوسه پورې د دېرشو پوهنتونونو نه دوکتوراگانې ترلاسه کړي دي او په همدې توگه د هندوستان درې لويې ملکي جايزې هم ترلاسه کړي. د پدما بهوشان جايزه يې په ١٩٨١ کال کې ترلاسه کړه، د پدما وبهوشان جايزه يې په ١٩٩٠ کال کې او په هندوستان کې تر ټولو لويه ملکي جايزه چې د هېواد کې د اعلی چوپړ په پايله کې ورکول کېږي د بهارت راټنا جايزه ده چې نوموړي په کال ١٩٩٧ کې لاس ته راوړه. پدې لنډو وختونو کې يې د يو بل پوهنتون نه د ستاينزي دوکتورا د اخيستلو نه لاس په سر شو او دا ادعا يې لرله چې دی د همدومره لاس ته راوړنو نه ډېر راضي دی چې په ژوند کې د ډېر زيار په گاللو ور په برخه شوي.

په اوبتل کې سفر

[سمول]

ډاکټر عبدالکلام د هندوستان په تاريخ کې لومړنی ولسمشر دی چې په اوبتل کې يې سفر کړی دی. په ١۴ د فبروري ۲۰۰۶ کال عبدالکلام د (آی ان اس سندهوراکشاک)(INS Sindurakshak) يو روسي جوړ شوی اوبتل ته د ويشاکاپتانام سمندري بېړۍ اډې نه وخاته. د هغه د سفر موده څه کم درې نيم ساعته وه. چې په دغه مهال کې د هندوستان ولسمشر د بېړۍ املې سره غرمنۍ هم يوځای وخوړله.

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/A-P-J-Abdul-Kalam — سکالو پېژند: A.P.J. Abdul Kalam — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/149930341 — سکالو پېژند: Avul Pakir Jainulabdeen Abdul Kalam — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. President APJ Abdul Kalam Dies at 83 — خپرېدونېټه: ۲۱ فېبروري ۲۰۱۸
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kalam-avul-pakir-jainulabdeen-a-p-j-abdul — سکالو پېژند: Avul Pakir Jainulabdeen (A. P. J.) Abdul Kalam — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  5. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000024157 — سکالو پېژند: Abdul Kalam — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Dr. A.P.J. Abdul Kalam Biography — خپرېدونېټه: ۲۱ فېبروري ۲۰۱۸
  7. Abdul Kalam, Indian aeronautical engineer and president, 1931-2015 — خپرېدونېټه: ۲۱ فېبروري ۲۰۱۸
  8. Poetry — خپرېدونېټه: ۲۱ فېبروري ۲۰۱۸
  9. APJ Abdul Kalam: Great scientist, extraordinary human being — خپرېدونېټه: ۲۱ فېبروري ۲۰۱۸
  10. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13756488m — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  11. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191046986 — خپرېدونېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  12. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/281936227
  13. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20191046986 — خپرېدونېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  14. https://www.news18.com/news/india/apj-abdul-kalams-list-of-awards-and-honours-1026484.html — خپرېدونېټه: ۵ جولای ۲۰۱۸
  15. https://economictimes.indiatimes.com/news/politics-and-nation/kalam-leaves-on-two-nation-tour/articleshow/1949281.cms?from=mdr