عبدالهادي عطايي
عبدالهادي عطايي (د ل کال زوکړه، کندهار) د افغانستان يو پښتو ژبی شاعر دی.
مخينه
[سمول]عبدالهادي عطايي (عبدالهادي عطايي ملا) د ملا عطا محمد اخوند (چې په حاجي اخوند نامتو وو) زوی دی، د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې خرقې شريفې ته نزدې په خپله پلرنۍ مېنه کي زېږېدلی دی. کورنۍ يې د پوهنې او فضل برخه درلوده او پلار يې د خپل وخت پوه سړی وو چې له خطي کتابونو سره يې مينه درلوده. د عبدالهادي عطايي مشر ورور محمد ابراهيم عطايي نوميږي چې د افغانستان له نامتو ليکوالو او پېښليکونکو څخه دی.
عبدالهادي عطايي د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي فارغ او د پښتو ژبي په معاصرو شاعرانو کې د ډېر ښه کچ يو نازکخيال شاعر دی. د نامتو ليکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک په وینا «له شهرته يې ښه نه راځي او له بده مرغه لږ شعر وايي.»
دندې
[سمول]کډوال کېدل
[سمول]چاپ شوي نښيرونه يې
[سمول]د شعر څو بېلگې يې
[سمول]غزل
ساقي واخله پیاله واخله، نور دي خوم رانذرانه کړه
زما تنده د عمرونو، یو دریـــاب را پیـــمانه کړه
د مـــــکار زاهــــد پر قبر، بدمستان سره ټول سوي
انتـــقام له ژونده اخلي، هدیره یــــــې میخانه کړه
د گمراه عقل ځنځیر مي، د گلرخ په پښو کي توی کړ
د پایزېب له هــــره شرنگه، جوړه مسته ترانه کړه
د خزان زخــــــمي بلبله، پســـــــرلی دي مبارک سه
د سرو گلـــــــو په بسترکي، هېره تېره افسانه کړه
بیا بې گورو چــــــي شیخ څنگه، لنډوي د جنت لاره
ستا مستي یې په سر بار کړه، زما جنون یې زولانه کړه
چـــې فتــوا د ملایانو، بیا ســــزا نه کړي واجبه
د قـــــضا د مسند مهر، د مینـــوشــو حواله کړه
د ۱۹۷۹ ز کال مارچ، کابل