عبدالرحیم روغاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالرحیم روغاني (زوکړه د ۱۹۵۰ زېږدي کال د جنوري ۱۵، پښتونخوا، د سوات ولسوالۍ - مړینه د ۲۰۲۱ زېږدي کال د فبرورۍ ۲۳، د سوات ولسوالۍ) د لوی افغانستان يو پښتو ژبې شاعر او ليکوال دی.

مخينه[سمول]

عبدالرحیم روغاني په خټه روغاني محمودخېل او د ۱۹۵۰ زېږدی کال د جنورۍ پر ۱۵ د پښتونخوا د سوات ولسوالۍ په مټه کلي کې زېږېدلی وو. روغاني صاحب لومړنۍ زده کړې پخپله سیمه د سوات په مټه تحصیل کې کړې وې او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ بری ليک اخیستې وو، چې بیا یې د ښووند (استاد) په توگه دنده ترسره کړې وه.

عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو شاعرانو وو چې ډېرې قطعې یې لیکلې دي، ځکه خو هغه ته په ادبي نړۍ کې «بابای قطعه» هم ویل کېدل. لیکوال امان الله نصرت د ښاغلي روغاني په اړه پخپله یوه مقاله کې لیکي: «روغاني صېب له خيال او مضمون دواړو سره له انصاف نه کار اخيستی او هر وخت ېې د نوښت، ابتکار او د يوه نوی خيال او نوي مضمون د راوړلو شعوري هڅه کړې ده.»

د روغاني په شاعرۍ کې ولسي رنگ ډېر دی، هرگوره همدا لامل به وي چې ډېری شعرونه يې نامتو سندرغاړو لکه هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي. یوه غزل یې ډېره مشهوره شوې چې سربيت یې داسې دی:

بيا چې شي تازه زاړه يادونه روغاني ته - خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه

د عبدالرحیم روغاني په شاعرۍ کې له هېواد او خاورې سره د مینې تر څنگ پر ملایانو او خانانو تنقید او طنز هم موندل کېږي او شاعري یې ډېره عام فهمه، وه ځکه خو په عامو خلکو کې ډېر مشهور وو.

د شعر بېلگې يې[سمول]

ستوری د سبا په راختو ښکاري - دور د تيارو په تېرېدو ښکاري

فتح به رڼا په تيارو ومومي - تندر په تورتم د پرېوتو ښکاري

      *  *  * 

تل مخامخ د حادثو سره يو - چې اوده شوي د اودو سره یو

حمزه خو وایي د جنت ژبه ده - موږ په دوزخ کې د پښتو سره یو

       *  *  *  

د دار په سر به روغانی د مرگ په خوب اوده وي - ته چې راځې او بیا راځې او لا راځې سپرلیه

مړينه[سمول]

د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۲۰۲۱ ز کال د فبرورۍ پر ۲۳ له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- نوې نغمه، د شعرونو ټولگه.

۲- ځورېدلي احساسات، د شعرونو ټولگه.

۳- سندریز احساس، د شعرونو ټولگه.

۴- خودغرض، نثر. دا کتاب يې په انگرېزي ژبه هم د «The Sacred Spirit of Selfishness» په نوم ژباړل شوی او پر ۲۰۱۹ ز کال په لندن کې چاپ شوی دی.

۵- د رڼا څاڅکي، شعري ټولگه.

۶- سندرې او خبرې، منظوم او منثور.

۷- کوربانه خیالونه، نثر.


اخځليک[سمول]

۱- https://www.voadeewanews.com/a/5790124.html

۲-