هارون باچا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هارون باچا
زېږون نوم هارون باچا
زېږېدنه جولای 20, 1972(1972-07-20)
صوابۍ, خيبر پښتونخوا
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

هارون پاچا (۲۰ د جولای، ۱۹۷۲ ز. - ) (په انگرېزي: Haroon Pacha) يو نامتو پښتون سندرغاړى دی.

هغه د خيبر-پښتونخوا د صوابۍ په پنج پير کلي کې زېږېدلى دى. دی په صوابۍ کې د يوې دوديزې او روڼ اندې کورنۍ غړی دی . څه موده کېږي چې د ځينو سخت دريځو لخوا کال ۲۰۰۳م زېږدي کې کډوالۍ ته اړشو او لومړی امريکا ته کډوال شو بيا په کال ۲۰۰۸م زېږدي کې اروپا ته د چک هېواد ته کډه وکړه او هلته د ازادۍ راډيو سره په کار بوخت دی .

زده کړې

خپلې لومړنۍ زده کړې يې د پنج پير په دولتي ښوونځي کې پيل کړې، منځنۍ زده کړې يې د لسم ټولگي پورې د پېښور لومړني ۱ـ شمېرې لېسې کې وکړې. بيا يې خپلې لوړې زده کړې د F.S.C او لسانس درجو پورې په کال ۱۹۹۲م زېږدي کې په اډوارډز کالج پېښور کې بشپړې کړې. هغې څخه وروسته يې په ۱۹۹۴م زېږدي کې خپله ماسټري د تولنپوهنې په برخه کې د پېښور پوهنتون کې ترلاسه کړه او هماغه پوهنتون کې اوس خپل په درېمې درجې لوړو زده کړو د ډاکټرۍ په تيزس بوخت دی .

هنري ژوند

هارون باچا هم لکه د نورو افغان ، پښتنو سندرغاړو پشان دوديزه سندريزه پېلامه لري ، په لومړي سر کې يې د دود له مخې کورنۍ لخوا د قرات اجازه ورکړل شوه بيا يې چې د هغه استعداد وليد د سندرو ويلو اجازه بشپړه ورکړه. هارون باچا د هغه وخت د پېښور څانگې ټلويزيون پي ټي وي ته مشهوره لوبگر پروفيسر ضيا القمر ورواسته او د هغه له لومړني سندريزې ټولگې (د رنگونو ماښام ) څخه سندرې ووېلې.. هارون هغه وخت مشهور شو، چې کله په لومړي ځل د لنډيو (ټپو) په يوې بې جوړې نوي طرز (اول به کله- کله غم و...) سندرې پیل وکړ . نوموړي پښتو ټپو ته نوی غږيز طرز او خوند ورکړ . همدارنگه يې لنډۍ په مختلفو کمپوزونو ويلې دي. په دې برخه کې يې نوښت د ولسونو لخوا پښتونخوا ،افغانستان او هند کې ډېر وستايل شو. سندره له پښتو نه هندي ژبې ته پخپل طرز ورننوته او د هندي سندريزې ژبې ځان کې ونغاړله . دغه سندره يې د دوهم سندريز البم (غنچکونه) څخه ده چې په کال ۱۹۹۶م زېږدي کې بشپړ شو. هارون باچا د پیر سره سم سندريزه بدلونونه ازمويلي دي او نه يوازې دا چې ولسي سندرې يې هوبه هو ويلې دي بلکه ځانته يې د غزل په ډگر کې ځانگړی ځېل پنځولی او ولسي بدلې ، چاربيتې ، ټپې ، لنډۍ ، او داسې نورو يې ډېر ځوان سندرغاړي په سندرو راوستلي . نوموړی د پښتو تکړه غزلبول خيال محمد څخه په سندريز ډگر کې اغېزمن شوی او د هندي » اوردو ژبې غزلبولانو لکه استاد غلام علي ، مهدي حسن ، جگجيت سنگ، آشابوسلې ، لتا او داسې نورو مينه وال دی . هارون باچا د شعر په غوراوي کې د پښتو ادب په پخوانيو او اوسينيو نوموتو شاعرانو کې د پښتونخوا له اړخه ډېرو شاعرانو شعرونه په سندرو کې کارولي همدا رنگه د غني خان ، رحمت شاه سايل ، ډاکټر اسرار ، شمس القمراندېش ، صاحب شاه صابر، عزيز منيروال، منير حمزه خان شينواري شعرونه د يادولو وړ دي ، د لوی افغانستان د ادب ځلانده ستورو لکه د خوشال خان خټک ، او رحمان بابا شعرونه يې هم سندريز کړي . د هارون باچا له خولې چې وايي ٫٫سندرو په جوړولو کې ورسره صاحب گل مرسته کړې او ډېر څه يې ورڅخه زده کړي ٬٬.

لاسته راوړنې

نوموړی د خپلواکو ټولنو لخوا هر ځای ډېر ستايل شوی ، خو په ځانگړي توگه يې د پښتونخوا ځايي ټلويزیون څخه په کال ۲۰۰۱ م ز کې د ښو ولسي سندرو ويلو له کبله جايزه ترلاسه کړې . اوسمهال د چک هېواد پلازمېنې پراگ کې ژوند کوي او هلته د سندرو اميل په نوم خپرونه د آزادۍ راډيو څخه وړاندې کوي .

د سندرو ټولگې

  1. د رنگونو ماښام (مجلسي) (۱۹۹۶ز)
  2. غنچکونه (۱۹۹۶ز)
  3. پرخه په لمبو کې (۲۰۰۳ز)
  4. ياقربان ()
  5. ولولې ()
  6. نظرمات ()
  7. چورلکونه ()
  8. قدمونه ()
  9. تماشې ()
  10. لاله زار ()
  11. درمان (۲۰۱۲ز)
  12. نوی مجلسي غزل(۲۰۱۲م.ز)
  13. نوی مجلسي غزل (۲۰۱۳م.ز)
  14. ولس جانان کړه (۲۰۱۳م.ز)

سرچينې

هارون باچا ته ځانگړې شوې يادښتپاڼه (http://haroonbacha.blogspot.no/)