عبدالحميد بهيج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالحمید بهیج

ډاکټر عبدالحميد بهيج (په انگرېزي: Abdul Hamid Bahij) يو افغان ډاکتر، ليکوال، ژباړونکی او قاموس ليکونکی دی.

مخينه

عبدالحميد بهيج عثماني د غلام حبيب زوی او د خوشدل لمسی دی. نوموړی د ۱۳۵۷ ل. کال د کب په ۱۵ مه نېټه د وردگو ولايت د جغتو ولسوالۍ په بېدمشک کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په پېښور کې سر ته رسولې دي. بيا يې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې سر ته ورسولې او همدغه پوهنځي يې پر ۱۳۸۵ ل. کال په بري سره پای ته رسولی دی. بهپج اوسمهال د گوېته په انستيتيوت کې د آلماني ژبې زد کړيال دی.

دندې

چاپ شوي آثار

تر اوسه يې ۱۴ کتابونه ليکلي چې له هغه ډلې څخه يواځې د چاپ شويو هغو نومونه په دې توگه دي:

  1. بهيج طبي سيند ( Bahij’s Medical Dictionary) :په ۲۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی طبی قاموس دی چې څه د پاسه ۱۲۰۰ مخونه لري .
  2. بهيج سياسي قاموس ( Bahij’s Political Dictionary) : په ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی قاموس دي چې ۴۱۱ مخونه لري او د افغانستان د کولتور وزارت له اړخه د هېواد د خپلواکۍ د ۸۷ مې کليزې په وياړ په ترسره شوي کانکور کې يې د ادبي او فرهنگي څیړنو په برخه کې لومړۍ جایزه گټلې ده.
  3. انگلیسی ـ پښتو فلسفي قاموس ( English - Pashto Philosophical Dictionary ) : په ۱۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی سیند دی چې ۳۲۲ مخونه لري او په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د هیواد د خپلواکۍ د ۸۶ مې کلیزې په ویاړ د فرهنگ او کلتور وزارت له اړخه په جوړ شوي ادبي کانکور کې د څېړنې په برخه کې لومړۍ جایزه گټلې ده.
  4. طبي ترمنیولوژي ( Medical Terminology) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوې طبي نومونپوهنه ده چې ۳۶۰ مخونه لري.
  5. د باران په ژبه : د جبران خلیل جبران د غوره ویناوو غورچاڼ دی چې په ۱۰۰۰ ټوکو کې چاپ شوی دی.
  6. د دولسم ټولگي لپاره د ریاضي د تمرینونو حل.
  7. د یوولسم ټولگي لپاره د مثلثات د تمرینونو حل.
  8. د یوولسم ټولگی لپاره د ریاضي د تمرینونو حل.
  9. بهیج پښتوـ انگليسي قاموس (Bahij’s Pashto-English Dictionary)
  10. بهیج انگلیسي ـ پښتو سیند.
  11. د باران په ژبه ــ د جبران خلیل جبران د غوره ویناوو غورچاڼ.
  12. د کابل طبي پوهنتون د ۱۳۸۶ ل کال د فارغانو یادښتی
  13. نبوي خویونه، (ژباړه).

ناچاپه آثار

  1. د تذکرة الاولیا پښتو ژباړه، د شیخ فریدالدین عطار لیکنه، (۱۴۰۰) مخه.
  2. د حیأ العلوم پښتو ژباړه، د امام محمد غزالي لیکنه، ۴ ټوکه، شاوخوا (۵۰۰۰) مخه.
  3. د کیمای سعادت پښتو ژباړه، د امام محمد غزالي لیکنه، شاوخوا (۱۸۰۰) مخه.
  4. د جبران خلیل جبران کلیات، پښتو ژباړه، شاوخوا (۱۶۰۰) مخه.
  5. د طبي فزیولوژي پښتو ژباړه، د ویلیام اف گانونگ لیکنه (۱۹۰۰) مخه.
  6. مینه ناک لیکونه، ژباړه او خپل (۲۰۰) مخه.
  7. د هغه تر سیوري لاندې پښتو ژباړه، د جې پې واسواني لیکنه، (۱۸۰) مخونه.
  8. د «بهیج پارسي ـ پښتو سیند» لیکنه چې شاوخوا ۴ ټوکه دی او (۱۰۰۰۰۰) ويي به ولري.