نومونپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترمينالوژى انگریزي کلمه ده په پښتو کي نو موني او په عربي کي اصطلاحات ورته وائي . هغه کلمې چي د هيواد په ټولو ژبو کي يو ډول کارول کيږي ملي ټرمينالوژي گنل کيږي . ملي ټرمينالوژي ديوه هيواد له نامه نه نيولې تر ټولو لويو او وړو چارو پوري تثبيتيږي او د يوملت د ملي مشخصاتو بڼه غوره کوي . د يادوني وړ ده چي د ملي ټرمينالوژي بنښټ د هر هيواد ملي ژبه وي او د يو ملت ملي ژبه ددې ملت د اکثريت ژبي ته وائي يا په بله وينا ملي په قوم او ملت پوري اړوند ده .