شپږم او اول جېمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شپږم او اول جېمز
(انګلیسي: James I (VI) د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
شپږم او اول جېمز
شپږم او اول جېمز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ جون ۱۵۶۶[۱]
ایدینبرګ[۲]
د اډېنبوګ کلا  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 27 مارچ 1625 (59 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ملاريا  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د انګلستان لومړی چارلز[۳]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور د سکاټلنډ ملکه، ماري[۳]  د (P25) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده شاعر
ليکوال[۴]
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
شپږم او اول جېمز
شپږم او اول جېمز

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شپږم او اول جېمز (جېمز چارلز ستوارټ؛ د ۱۵۶۶ ز کال د جون له ۱۹ – د ۱۶۲۵ ز کال د مارچ تر ۲۷) د ۱۵۶۷ ز کال د جولای له ۲۴ نېټې د شپږم جېمز په توګه د سکاتلنډ پاچا او د ۱۶۰۳ کال د مارچ په ۲۴ د سکاتلنډ او انګلیستان د سلطنتونو له یووالي د اول جېمز په توګه په ۱۶۲۵ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او ایرلنډ پاچا و. د سکاتلنډ او انګلستان سلطنتونه بېل خپلواکه دولتونه وو، چې خپل پارلمانونه، قضا او قوانین یې درلودل، که څه هم دواړه د جېمز په شخصي یووالي تر واک لاندې وو.  

جېمز د سکاتلنډ د ملکې، د ماري زوی  او د انګلستان د پاچا او د ایرلنډ لارډ او هم د هینري د کړوسي زوی و او په دې توګه د ټولو دریو تختونو احتمالي ځایناستی و. نوموړی د دیارلس میاشتو په عمر، وروسته له هغه چې مور یې د هغه په ​​​​ګټه استعفا ته مجبوره شوه، د سکاتلنډ د تخت ځایناستی شو. د نوموړي په کوچنیوالي کې څلور بېلابېل د سلطنت نایبینو حکومت وکړ، چې په رسمي توګه په ۱۵۷۸ ز کال کې پای ته ورسېد، که څه هم هغه تر ۱۵۸۳ ز کال پورې د خپل حکومت بشپړ کنټرول ترلاسه نه کړ. نوموړي په ۱۶۰۳ کال کې د انګلستان او ايرلنډ ټودور د کورنۍ د وروستي واکمن، لومړۍ اليزبېت چې بې اولاده مړه شوه، ځایناستی شو. هغه د ۲۲ کلونو لپاره په ټولو دریو سلطنتونو کې واکمن و، چې دا دوره د هغه تر مړینې پورې د جیکوبیان دورې په نوم یادېيږي. نوموړي د سلطنتونو له یووالي وروسته، له ۱۶۰۳ ز کال نه په انګلستان کې (چې د دریو هېوادونو ترټولو لوی و) مېشت شو، په ۱۶۱۷ ز کال کې یوازې یو ځل سکاتلنډ ته راستون شو او ځان یې د "لویې برتانیا او ایرلنډ پاچا" په توګه په جامو کې جوړ کړی و. هغه د انګلیستان او سکاتلنډ لپاره د واحد پارلمان لوی مدافع و. د هغه په ​​واکمنۍ کې، د کرنې له لارې د السټر استعمار او امریکا انګلیسي استعمار پیل شو.  

د جېمز واکمنۍ چې ۵۷ کاله او ۲۴۶ ورځې وه، په سکاټلنډ کې د سکاتلندي واکمنانو له ډلې تر ټولو اوږده پاچاهي وه. په ​​سکاتلنډ کې هغه خپل زیاتره موخې ترلاسه کړې خو په انګلیستان کې د لویو ستونزو، لکه په ۱۶۰۵ ز کال کې باروتو له دسیسې او د انګلیسي پارلمان سره دوامداره شخړې، سره مخ شو. د الیزابېت د ادبیاتو او ډرامو "طلایی دورې" د جېمز تر واکمنۍ لاندې دوام درلود، چې لیکوالانو لکه ویلیم شکسپیر، جان ډون، بین جونسن او سر فرانسیس بیکن د دې ادبي دود په وده کې مرسته وکړه. جېمز په خپله یو تکړه لیکوال و او د ډیمونولوژي یا دیو پېژندنې (۱۵۹۷)، د ازادو سلطنتونو ریښتیني قانون (۱۵۹۸) او باسیلیکان ډورون یا شاهي ډالۍ (۱۵۹۹) تر نومونو لاندې یې اثار لیکلي دي. په ​​انګلیسي کې نوموړي د انجیل د ژباړې ملاتړ وکړ چې وروسته، د واکمن پاچا جېمز مجازه نسخه تر نوم لاندې د هغه په ​​نوم ونومول شوه. ښاغلي انتوني ویلډن ادعا وکړه چې جېمز ته "په عیسویت کې تر ټولو هوښیار احمق" ویل شوی و، چې دا نوم له هغه وخت راهیسې د نوموړي د شخصیت سره تړلی دی. د شلمې پېړۍ له وروستۍ نیمې را په دې خوا،  تاریخ پوهانو د جېمز د شهرت بیاکتنه کړې ده او نوموړی ېې د یو جدي او هوښیار پاچا په توګه بللی دی. هغه د سولې سیاست ته کلک ژمن و او هڅه یې کوله چې په مذهبي جګړو کې د ښکېلتیا مخه ونیسي، په ځانګړې توګه د هغه دېرش کلنې جګړې چې د منځنۍ اروپا لویه برخه یې ویجاړه کړه. نوموړي هڅه وکړه چې په انګلیسي پارلمان کې د هغو جګړه مارو عناصرو د زیاتېدو مخه ونیسي چې له هسپانیې سره یې جګړه غوښته، خو په دې کې پاتې راغی. د نوموړي دویم زوی، چارلز د هغه ځایناستی شو. [۵][۶][۷][۸][۹]

ماشومتوب[سمول]

زېږون[سمول]

جېمز د د سکاټلنډ د ملکې، ماري او د هغې د دویم مېړه، هنري ستوارټ، لارډ ډارنلي یوازینی زوی و. ماري او ډارنلي دواړه، د اتم هنري د مشرې خور مارګاریت تودور له لارې، د انګلیستان د اوم هنري کړوسیان وو. په سکاتلنډ کې د ماري واکمني ناامنه وه او نوموړې له خپل مېړه سره، چې رومي کاتولیکان وو، د پروتستانت اشرافو له خوا د بغاوت سره مخ شول. د ماري او ډارنلي د ستونزمن واده په اوږدو کې، ډارنلي په پټه د یاغیانو سره یوځای شو او د جېمز له زیږون څخه یوازې درې میاشتې مخکې، نوموړي د ملکې د ځانګړي منشي، ډېوېډ ریزیو د وژنې دسیسه جوړه کړه.  [۱۰][۱۱]

جېمز د ۱۵۶۶ ز کال د جون په ۱۹ نېټه د اډینبورګ په ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د مشر زوی او وارث په توګه په سمدستي ډول د روتیسي د ډوک، شهزاده او د سکاتلنډ د لوی خادم لقبونه ترلاسه کړل. کله چې یو انګلیسي ډیپلوماټ هنري کیلیګریو پنځه ورځې وروسته ملکه ولیده، هغه په بشپړه توګه روغه شوې نه وه او یوازې کمزورې خبرې یې کولې. ماشوم "د خپلې دایې شېدلې رودلې" او "غوره بدن یې درلود او د یو ښه شهزاده په بڼه ښکارېده". نوموړي د "چارلز جېمز" یا "جېمز چارلز" تر نوم لاندې د ۱۵۶۶ ز کال ډسمبر په ۱۷ نېټه په سټرلینګ ماڼۍ کې په کاتولیک مراسمو کې د تعمید غسل ترلاسه کړ. د فرانسې د نهم چارلز (چې د براین د اشرف، جان له خوا یې استازیتوب کېده)، د انګلیستان لومړۍ الیزابېت (چې د بیډفورډ د اېرل له خوا یې استازیتوب کېده) او د ساوای ډوک ایمانویل فیلیبرت (چې د سفیر فیلیبرټ دو کروک له خوا یې استازیتوب کېده)، د نوموړی منل شوي میندي او پلرونه وو.  ماري د سینټ انډریو روحاني ته، چې هغې ته یې د "ناپوه روحاني" په سترګه کتل، اجازه ورنکړه چې د ماشوم په خوله کې تو کړي چې هغه وخت دا یو رواج و. ورپسې د فرانسوي باستیان پیجز له خوا میله جوړه شوې وه چې کسانو په کې د نیمه وزې او نیمه انسان په توګه جامې او د لوبو لکۍ اغوستې وې، چې انګلیسي مېلمنو یې پر وړاندې برید وکړ، ځکه دوی فکر کولو چې دا نیمه انسان او نیمه وزه بڼه "د دوی پر ضد ترسره کېده".[۱۲][۱۳][۱۴]

د ۱۵۶۸ ز کال د فبروري په ۱۰ نېټه د جېمز پلار، ډارنلي، د اډینبورګ په کرک فیلډ کې ووژل شو، چې شاید د ریزیو د وژنې په غچ کې وژل شوی وي. جېمز د خپل پلار د الباني ډوک او د راس اېرل لقبونه په میراث یوړل. ماري له وړاندې غوره شهرت نه درلود او د ۱۵۶۷ ز کال د می په ۱۵ نېټه یې د بوتویل د څلورم اېرل جېمز هپبورن سره واده وکړ چې په پراخه کچه د ډارنلي په وژنه کې شکمن ګڼل کېده او دې کار د نوموړې په وړاندې پراخ بد لیدلوری نور هم زیات کړ. پروتستانت یاغیانو ماري و نیوله او په لاچ لیون مانۍ کې یې زنداني کړه چې نور یې هېڅکله خپل زوی ونه لید. د ۱۵۶۷ ز کال د جولای په ۲۴ نېټه هغه مجبوره شوه چې د ماشوم جېمز په ګټه استعفا ورکړي او خپل نامشروع ورور، د موري اېرل جېمز سټیوارت، د نایب السلطنه په توګه وټاکي.  [۱۵]

نایب السلطنه[سمول]

جېمز پالنه د مار اېرل او کاونټیس ته وسپارل شوه تر څو د سټرلینګ ماڼۍ په امنیت کې " وساتل شي پالنه یې وشي او وروزل شي". جېمز د ۱۵۶۷ ز کال د جولای په ۲۹ نېټه په سټرلینګ کې د مقدس روډ په کلیسا کې د اورکني د روحاني، ادم بوتویل له خوا د دیارلس میاشتو په عمر د سکاتلنډ پاچا وټاکل شو. د تاج اېښودنې خطبه د جان ناکس له خوا ولوستل شوه. د زیاتره سکاتلنډي واکمنې طبقې د مذهبي عقیدې سره سم، جېمز د سکاتلنډ د کلیسا، د کېرک پروتستانت په توګه لوی شو. د سکاتلنډ ځانګړې شاهي شورا جورج بوکانان، پیټر یانګ، اډم ایرسکین (د کمبوسکنیت غیر روحاني راهب) او ډېوېډ ایرسکین (د ډریبورګ غیر روحاني راهب) د جېمز د لارښود یا ښوونکو په توګه غوره کړل. بوکانن چې د ځوان پاچا جګپوړي ښوونکی و، جېمز یې په دوامداره توګه وهلو، خو نوموړي ته یې د ادب او زده کړې اوږدمهاله لېوالتیا هم وښودله. بوکانان هڅه وکړه چې جېمز له خدایه وېروونکي، پروتستانت پاچا په بڼه وروزي چې د پاچاهۍ حدود یې ومنل، لکه څنګه چې د De Jure Regni apud Scotos تر نوم لاندې د هغه په مقاله کې دا څرګند شوي دي.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ماري په ۱۵۶۸ ز کال کې د لاچ لیون د مانۍ له زندان نه په تېښته بریالۍ شوه، چې د څو کلونو ناڅاپي تاوتریخوالي لامل شوه. د موري اېرل د لانګسایډ په جګړه کې د ماري ځواکونو ته ماتې ورکړه او هغه یې انګلستان ته تېښتې ته مجبوره کړه، چې په هغه ځای کې د الیزابېت له خوا په بند کې وساتل شوه. ماري د ۱۵۷۰ ز کال د جنوري په ۲۳ نېټه د بوتویل هاګ د جېمز همیلټون له خوا ووژل شوه. د جېمز بل نایب د هغه پلارنی نیکه د لینکس څلورم اېرل، متیو سټیوارت و، چې یو کال وروسته د ماري د ملاتړو له خوا د سټرلینګ په مانۍ له برید ورسته سخټ ټپي شو. د هغه ځای ناستی، د مار اېرل، "سخته ناروغي" درلوده او د ۱۵۷۲ ز کال د اکتوبر په ۲۸ نېټه په سټرلینګ کې مړ شو. جېمز میلویل لیکلې چې د مار ناروغی د ډیلکیت په ماڼۍ کې د مارټن د څلورم اېرل جېمز ډګلاس له میلمستیا وروسته را منځ ته شوه.  [۲۲][۲۳][۲۴]

مارټن د مار ځایناستی وټاکل شو او د نورو په پرتله یې ځان له ډېرو اړخونو د جېمز د اغیزمن نایب په توګه ثابت کړ، خو هغه د خپلې بې رحمۍ له امله دښمنان وموندل. نوموړی هغه وخت له پامه وغورځول شو چې فرانسوی اسمي سټوارت، سیور دي اوبګني، د جېمز د پلار ډارنلي د تره لومړی زوی او د لینکس راتلونکی اېرل، سکاتلنډ ته راغئ او په چټکۍ یې ځان د جېمز د ځواکمنو غوره کسانو په توګه راپورته کړ. جېمز د ۱۵۷۹ ز کال د اکتوبر په ۱۹ نیټه اډینبورګ ته د ننوتلو په مراسمو کې یو بالغ واکمن اعلان شو. مارټن چې د ډارنلي د وژنې تور پرې لګېدلی و، د ۱۵۸۱ کال د جون په ۲ نټه اعدام شو. جېمز د اګست په ۸ نېټه، لینکس ته په سکاتلنډ کې د یوازینی ډوک لقب ورکړ. پنځلس کلن پاچا وروسته د نږدې یو بل کال لپاره د لینکس تر اغېز لاندې پاتې شو.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. https://rkd.nl/explore/artists/492524 — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۲
  2. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Яков I — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ سرليک: Kindred Britain
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  5. Fischlin & Fortier 2002, p. 39
  6. Rhodes, Richards & Marshall 2003, p. 1: "James VI and I was the most writerly of British monarchs. He produced original poetry, as well as translation and a treatise on poetics; works on witchcraft and tobacco; meditations and commentaries on the Scriptures; a manual on kingship; works of political theory; and, of course, speeches to parliament ... He was the patron of Shakespeare, Jonson, Donne, and the translators of the "Authorized version" of the Bible, surely the greatest concentration of literary talent ever to enjoy royal sponsorship in England."
  7. Smith 2003, p. 238: "The label 'the wisest fool in Christendom', often attributed to Henry IV of France but possibly coined by Anthony Weldon, catches James's paradoxical qualities very neatly"; Sir Anthony Weldon (1651), The Court and Character of King James I, quoted by Stroud 1999, p. 27: "A very wise man was wont to say that he believed him the wisest fool in Christendom, meaning him wise in small things, but a fool in weighty affairs."
  8. Croft 2003, p. 6: "Historians have returned to reconsidering James as a serious and intelligent ruler"; Lockyer 1998, pp. 4–6; Smith 2003, p. 238: "In contrast to earlier historians, recent research on his reign has tended to emphasize the wisdom and downplay the foolishness".
  9. Davies 1959, pp. 47–57
  10. Guy 2004, pp. 236–237, 241–242, 270; Willson 1963, p. 13.
  11. Guy 2004, pp. 248–250; Willson 1963, p. 16.
  12. Joseph Bain, Calendar State Papers Scotland, vol. 2 (Edinburgh, 1900), p. 290.
  13. Thomson 1827، صص. 171–172.
  14. Donaldson 1974، ص. 99.
  15. Guy 2004, pp. 364–365; Willson 1963, p. 19.
  16. Stewart 2003, p. 33; Willson 1963, p. 18.
  17. Letter of Mary to Mar, 29 March 1567, quoted by Stewart 2003, p. 27: "Suffer nor admit no noblemen of our realm or any others, of what condition soever they be of, to enter or come within our said Castle or to the presence of our said dearest son, with any more persons but two or three at the most."
  18. Willson 1963، ص. 19.
  19. Croft 2003، صص. 12–13.
  20. Croft 2003، صص. 13, 18.
  21. Croft 2003، ص. 11.
  22. Thomson 1827، صص. 248–249.
  23. Spottiswoode, John (1851), History of the Church in Scotland, Edinburgh: Oliver & Boyd, vol. 2, p. 120.
  24. Croft 2003، ص. 13.
  25. Stewart 2003, p. 45; Willson 1963, pp. 28–29.
  26. Lockyer 1998, pp. 11–12; Stewart 2003, pp. 51–63.
  27. Martin Wiggins & Catherine Richardson, British Drama 1533–1642: A Catalogue: Volume II: 1567–1589 (Oxford, 2012), pp. 242–244.
  28. Lockyer 1998, pp. 13–15; Willson 1963, p. 35.
  29. David Calderwood quoted by Stewart 2003, p. 63: "So ended this nobleman, one of the chief instruments of the reformation; a defender of the same, and of the King in his minority, for the which he is now unthankfully dealt with."
  30. Stewart 2003، ص. 63.
  31. Croft 2003، ص. 15.