Jump to content

د سکاټلنډ ملکه، ماري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سکاټلنډ ملکه، ماري
د سکاټلنډ ملکه، ماري

د شخص مالومات
پيدايښت ۸ ډيسمبر ۱۵۴۲
مړینه
استوګنځای سکاټلينډ (–۱۵۴۸)

پاريس (۱۵۴۸–۱۵۶۱)  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ

تابعیت برېتانيا [۴]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه سکواټي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۵]،  سکواټي ژبه ،  فرانسوي ژبه ،  لاتيني ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
د سکاټلنډ ملکه، ماري

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

د سکاټلنډ ملکه، ماري (زوکړه: د ۱۵۴۲ زکال د ډسمبر ۸ مه – مړینه: د ۱۵۸۷ زکال د فبروري ۸ مه) چې د مري ستورات او د سکاټلنډ د لومړۍ ماري په نومونو هم پېژندل کېږي د ۱۵۴۲ زکال د ډسمبر له ۱۴ مې نېټې څخه په ۱۵۶۷ زکال کې په اجباري ډول تر ګوښه کولو پورې د سکاټلنډ ملکه وه. [۶][۷]

نوموړې د سکاټلنډ د پنځم جیمز یوازنۍ مشروعه ماشومه وه او هغه مهال چې یوازې شپږ ورځې عمر یې درلود پلار یې ومړ؛ په دې سره هغې ته د سکاټلنډ تاج او تخت په میراث پاتې شو. د نوموړې د ماشومتوب پر مهال سکاټلنډ د نایب السلطنتانو له خوا؛ په پیل کې د سکاټلنډ د تاج او تخت د وارث جیمز همیلټون له خوا چې د آرن ارل و او بیا وروسته د هغې د مور ماري ګایز له خوا اداره کېده. په ۱۵۴۸ زکال کې هغه د فرانسې له دوفین فرانسېس سره کوژده شوه او د را لوی کېدو په موخه فرانسې ته ولېږل شوه چې په دې سره د انګلیسانو له روګ ووېنګ سختې جګړې څخه خوندي پاتې شوه. ماري په ۱۵۵۸ زکال کې له فرانسېس سره واده وکړ له دې امله نوموړې له ۱۵۵۹ زکال څخه په ۱۵۶۰ زکال کې د خپل مېړه د مړینې تر مهاله د فرانسې ملکه شوه. کونډه ماري د ۱۵۶۱ زکال په اګست میاشت کې سکاټلنډ ته راوګرځېده. له سکاټلنډي اصلاحاتو وروسته هغه مذهبي او سیاسي کړکېچن حالت چې ماري، سکاټلنډ ته د راګرځېدو پر مهال ورسره مخ شوه نوموړې ډېره وځوروله؛ آن یو شمېر مخکښو سکاټلنډي وګړو لکه جان ناکس په ښکاره توګه دا پوښتنه کوله چې ایا د هغې کسان دا مسئولیت لري چې پیروي یې وکړي. د نوموړې د شخصي حکومت لومړني کلونه په عمل پالنې، زغم او اعتدال سره ځانګړي شول. نوموړې په سکاټلنډ کې د مذهبي ښارګوټو د منلو اعلامیه صادره کړه، هماغه ډول چې په راګرځېدو کې یې درک کړې وه؛ یو شمېر سلاکاران لکه د موري ارل جیمز ستورات او د لیټینګټون ویلیام میټلنډ یې له ځان سره وساتل او یوه پروتستانت پاچاهي یې د کاتولیک سلطنت په توګه اداره کړه.

ماري له خپل میرني تره زوی هنري ستورات سره چې د ډارنلي ارباب و په ۱۵۶۵ زکال کې واده وکړ او د ۱۵۶۶ زکال په جون میاشت کې د جیمز په نامه د دوی زوی وزېږېد. د ۱۵۶۷ زکال په فبروري میاشت کې د ډارنلي استوګنځای د چاودنې پر مټ ړنګ ګړای شو او د همدغه استوګنځای په باغ کې ووژل شو. په بشپړ ډول باور پر دې دی چې د باثویل څلورم ارل جیمز هپبورن د ډارنلي د وژنې پلان جوړ کړی و، خو د ۱۵۶۷ زکال په اپرېل میاشت کې یې له دغه تور څخه برائت ترلاسه کړ او راتلونکې میاشت یې له مري سره واده وکړ. د دغې جوړې پر وړاندې له پاڅون وروسته، مري په لوچ لیون قلا کې بندي کړای شوه. د ۱۵۶۷ زکال د جولای په ۲۴ مه نوموړې اړ کړای شوه څو د خپل یو کلن ماشوم په ګټه له پاچاهۍ لاس واخلي. د واکمنۍ د بېرته نیولو له یوې ناکامې هڅې وروسته سوېل ته وتښتېده او هڅه یې وکړه څو د خپلې تره لور، د انګلستان د لومړۍ الیزابت ملاتړ ترلاسه کړي (الیزابت د انګلستان د اووم هنري لمسۍ وه او ماري هم د هغه مشره لمسۍ وه).

ماري یوځل ادعا کړې وه چې د الیزابت تاج او تخت دې ته اړوند دی چې ډیری انګلیسي کاتولیکانو، له دې ډلې د شمال په پاڅون کې ګډون کوونکو ټولو غړو نوموړې د انګلسان مشروع حاکمه بلله. الیزابت د یو ګواښ په توګه د ماري له ګڼلو وروسته د انګلیس په قلمرو کې دننه په بېلابېلو قلا ګانو او نورو کورونو کې محدوده کړه. له ۱۸ نیمو کلونو وروسته، ماري په ۱۵۸۶ زکال کې د الیزابت د ترور په توطئه کې د لاس لرلو په تور مجرمه وپېژندل شول او راتلونکی کال په فوتورینګهای ماڼۍ (Fotheringhay Castle) کې ترې سر غوڅ کړای شو. د ماري ژوند، واده، اصل او نسب، د الیزابت د ترورو په توطئه کې پر هغې د لاس لرلو ادعا او بیا یې اعدام لامل وګرځېدل چې نوموړې د پېړیو لپاره په کلتوري ډګر کې د نفاق اچونکي او تر ډېره عاشقانه تاریخي شخصیت په توګه وپېژندل شي.

په سکاټلنډ کې بندي کېدل او له واکه ګوښه کول

[سمول]

د ۱۵۶۷ زکال د اپریل له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۳ مې نېټې پورې ماري د وروستي ځل لپاره خپل زوی په سټرلینګ کې ولید. د اپرېل په ۲۴ مه ایډنبورګ پر لار په زړه نا زړه توګه د لارډ باثویل او د هغه د کسانو له خوا وتښتول شوه او دانبار قلا ته یې یووړه، چېرې چې دا احتمال هم شتون لري چې پرې جنسي تېری شوی. د مۍ په ۶ مه ماري او باثویل ایډنبورګ ته راوګرځېدل. د مۍ په ۱۵ مه هغوی په هولیروډ ماڼۍ یا هولیروډ صومعه کې د پروتستانتانو له رواج سره سم واده وکړ. باثویل خپله لومړنۍ مېرمن، ژان ګوردون چې د لارډ هانټلي خور وه ۱۲ ورځې وړاندې طلاقه کړې وه. [۸][۹][۱۰]

په اصل کې ماري دا باور درلود چې ډېری اشراف به له باثویل سره د هغې له واده ملاتړ وکړي، خو له باثویل (چې د اورکني دوک یې کړ) او نورو پخوانیو سیالانو سره یې اړیکي په چټکۍ سره ترینګلې شوې او دغه واده په کلکه سره منفور شو. کاتولیکانو دغه واده ناقانونه باله، ځکه هغوی د باثویل طلاق او یا هم په هغو کې د پروتستانتي رسومو اعتبار په رسمیت نه پېژاند. هم پروتستانتان او هم کاتولیکان له دې څخه چې ماري د خپل مېړه په وژنه کې له تورن کس سره واده کړی؛ حیران پاتې شوي و. دغه واده ورته د یو طوفان په شان و چې ماري یې ناهیلې کړه. [۱۱][۱۲]

شپږویشت سکاټلنډي سیالان، چې د کنفدراسیون د لارډانو یا اربابانو په نوم هم پېژندل کېدل، د ماري او باثویل پر وړاندې ودرېدل او خپل پوځونه یې د هغوی پر وړاندې جګړې ته چمتو کړل. ماري او باثویل د جون په ۱۵ مه له دغو لارډانو سره په کاربرې هېل کې مخ شول، خو د دوی ترمنځ جګړه وه نه شوه؛ ځکه چې د ماري ځواکونو د مذاکرې پر مهال ورسره خیانت وکړ او یوازې یې پرېښوده. باثویل ته اجازه ورکړل شوه څو له دې ځایه لاړ شوي، خو دغو لارډانو ماري له ځان سره ایډنبورګ ته یووړه چېرې چې پریمانه نندارچیانو هغه په زنا او قتل تورنه کړه. راتلونکې شپه د لوچ لیون ټاپو په منځ کې په لوچ لیون قلا کې بندي کړای شوه. د جولای د ۲۰مې او ۲۳ مې ترمنځ مري خپل دوه غبرګلوني ماشومان سقط کړل. د جولای په ۲۴ مه هغه اړ شوه د خپل یو کلن زوی جیمز په ګټه له واکه لاس پر سر شي. ماري یې نایب السلطنت شوه او باثویل تبعید کړای شو. باثویل په ډنمارک کې بندي کړای شو، همالته لیونی شو او په ۱۵۸۷ زکال کې ومړ. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اعدام

[سمول]

په فوتورینګهای کې د بند پر مهال د ۱۵۸۷ زکال د فبروري په اوومه ماري ته وویل شول چې په پام کې ده راتلونکی سهار اعدام شي. هغې د خپل ژوند وروستي ساعتونه په عبادت تېر کړل او د خپل کور وسایل یې د هغه کور په اوسېدونکو ووېشل، خپل وصیت یې ولیکه او همدارنګه یې د فرانسې پاچا ته یو لیک ولیکه. د اعدام ځای وسایل یې چې په لوی تالار کې برابر شوي و په توره تکه کې پوښل شوي و چې دوه یا درې زینې پورته ورختلې وې. د لرګیو څخه په جوړ شوي دغه ځای کې یو بالښت د دې لپاره اېښودل شوی و چې هغه پرې ګونډې ووهي او درې څوکۍ د هغې او د شراوزبري او کنت د ارلانو لپاره اېښودل شوې وې چې هغوی دواړه د دې د اعدام شاهدان و. [۲۰][۲۱][۲۲]

اعدام کوونکي او د هغه مرستیال د دې پروړاندې په ګونډو شول او بخښنه یې ترې وغوښته، ځکه دا معموله وه چې جلاد له هغو کسانو بخښنه غوښته چې واژه به یې. ماري ځواب ورکړ، «په ټول وجود سره ما تاته بخښنه کړې، اوس مهال زه هیله لرم چې زما ټولو ستونزو ته پای ټکی کېږدې». د هغې خادمینو جین کندي او الیزابت کرل او همدارنګه جلادانو له ماري سره مرسته وکړه څو خپلې اضافي جامۍ وباسي څو د هغې بخملي لباس چې په قهوه يي رنګ لستوڼي او تور رنګه بالاتنه یې لرله چې په تور رنګ نور تزئینات په کې شوي و راڅرګند شي؛ هغه جامې چې د کاتولیکې کلیسا د شهادت په مراسمو کې اغوستل کېږي. هغه مهال چې د هغې جامې یې ویستلې وه یې خندل او وه یې ویل، «تر اوسه مو داسې کومه ناوې لرلې ... چې په دغه ډول بیروبار کې یې جامې ویستلې وي». کندي د هغې په سترګو باندې سپینه ټوټه بنده کړه چې طلا په کې کارول شوې وه؛ هغې په بالښت ګونډې ووهلې څو سر یې ووهل شي. د نوموړې وروستۍ خبره دا وه، («خدایه زه خپله روح تاته سپارم»). [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ماري سر په یوه ضربه غوڅ نه شو. په لومړي ګزار د هغې سر شاته ولوېد خو په دویمه ضربه یې غاړه بشپړه غوڅه شوه یوازې د غاړې د عضلې له لږ برخې پرته چې جلاد په تبر غوڅه کړه. وروسته له هغې جلا د نوموړې سر راپورته کړ او غږ یې وکړ، (خدای دې ملکه وساتي). [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ماري دغه غوښتنه چې په فرانسه کې دې خښه کړای شي د الیزابت له خوا رد شوه. د نوموړې جسد مومیايي شو او په یوه خوندي سرپي تابوت کې کښودل شو تر هغه چې د ۱۵۸۷ زکال د جولای په وروستیو کې د پروتستاني مراسمو په ترڅ کې د پیټربورګ په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. [۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60p0wxk — subject named as: Mary, Queen of Scots — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4171 — subject named as: Mary Stuart — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. subject named as: Mary Stuart (Queen of Scots) — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Stuart_(Queen_of_Scots),_Mary — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  4. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118577808 — د نشر نېټه: ۱۳ اپرېل ۲۰۲۴
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/46819171
  6. Also spelled as Marie and as Steuart or Stewart
  7. "National Records of Scotland; Hall of Fame A-Z - Mary Queen of Scots". NRS. نه اخيستل شوی 2022-09-30.
  8. James Melville of Halhill, who was in the castle, wrote that Bothwell "had ravished her and lain with her against her will" (quoted in Fraser 1994, pp. 314–317). Other contemporaries dismissed the abduction as bogus (Donaldson 1974, p. 117; Fraser 1994, p. 317). See also Guy 2004, pp. 328–329; Weir 2008, pp. 351–355; and Wormald 1988, p. 163.
  9. Weir 2008, pp. 367, 374
  10. Fraser 1994, p. 319; Guy 2004, pp. 330–331; Weir 2008, pp. 366–367
  11. Weir 2008, p. 382
  12. Fraser 1994, pp. 322–323; Guy 2004, pp. 336–337
  13. Weir 2008, pp. 383–390; Wormald 1988, p. 165
  14. Weir 2008, pp. 391–393
  15. Fraser 1994, p. 335; Guy 2004, p. 351; Weir 2008, p. 398
  16. Weir 2008, p. 411
  17. Guy 2004, p. 364; Weir 2008, p. 413; Wormald 1988, p. 165
  18. Fraser 1994, p. 347; Guy 2004, p. 366; Weir 2008, p. 421; Wormald 1988, p. 166
  19. Weir 2008, pp. 422, 501; Wormald 1988, p. 171
  20. Fraser 1994, p. 531; Guy 2004, p. 498; Weir 2008, p. 508
  21. Fraser 1994, pp. 533–534; Guy 2004, p. 500
  22. Fraser 1994, p. 537; Guy 2004, p. 4
  23. Guy 2004, p. 7; Lewis 1999, p. 118
  24. Fraser 1994, p. 538; Guy 2004, p. 7; Weir 2008, p. 209; Wormald 1988, p. 187
  25. Morris, John (ed.) (1874). Letter Book of Amias Paulet, pp. 368–369
  26. Guy 2004, p. 7; Lewis 1999, pp. 41, 119
  27. Guy 2004, pp. 7–8
  28. Fraser 1994, p. 540; Guy 2004, p. 9
  29. Fraser 1994, p. 539; Guy 2004, p. 8
  30. Tomascon, Emanuel (1924). "79. Execution of Mary Stuart". In von Klarwill, Victor (ed.). The Fugger Newsletters. London: John Lane The Bodley Head. pp. 97–105.
  31. Fraser 1994, p. 540
  32. Guy 2004, p. 497
  33. Hutchinson, Robert (2006). Elizabeth's Spy Master: Francis Walsingham and the secret war that saved England. London: Weidenfeld & Nicolson. pp. 196–201. ISBN 978-0-297-84613-0.
  34. Fraser 1994, p. 541