سید الرحمن قريشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد الرحمن قریشي د افغانستان د هغو ليکوالانو له جملې څخه وه چې ليکلي آثار يې مخکې له دې چې چاپ شي ځان سره يې گور ته يوړل. هغه د حبيب الرحمن مهدي قريشي زوی، د حضرت گل قریشي لمسی او د محمد گل قریشي کړوسی وه. په ۱۳۰۸ لمريز کال کې د لغمان وﻻيت د مهترلام ولسوالۍ د هرمل (ارمل) د قريې په لعل کلا سيمه کې زيږيدلی وه.

زده کړې[سمول]

ښاغلي سيد الرحمن قريشي د يو لړ سياسي بدلونونو او کشمکشونو له امله ونشوای کړای چې لوړو زده کړو ته لاره پيدا او هم خپلې زده کړې پر مخ يوسي خو بيا يې هم د ترگړيو په لومړنۍ ښوونځۍ کې تر ۹ ام ټولگي پورې زده کړې وکړې. د زده کړې سره د زياتې مینې له وجهې يې زيات شمېر کتابونه ولوستل او د خپلې علاقی سره سم يې سياسي کشمکشونه د زده کړو د نه کولو دليل ونه باله او په ډېرو برخو کې يې پراخه مطالعه وکړه.

دندې[سمول]

ښاغلی سيد الرحمن قريشي په ۳۱ کلنۍ کې په کال ۱۳۳۹ هـ.ش د ننگرهار په کانال کې چې نوی جوړ شوی وو، د مأمور په توگه مقرر شو د خپلې دندې سره د ډېرې علاقې، مینې او د وطن دوستۍ د احساس لمخې يې د تقاعد تر وخته په همدې کانال کې دندې ته ادامه ورکړه.

آثار[سمول]

لکه مخکې چې وويل شول ښاغلی سيد الرحمن قريشي د يو لړ سياسي بدلونونو او کشمکشونو قرباني شو، وې نشوای کړای چې د خپل شوق او مينه (زده کړې کول) تر سره کړي خو سره لدې چې زده کړې يې پوره نشوای کړای بيا يې هم پراخه مطالعه وکړه او وروسته يې په ډېرو برخو کې پراخ مطالب او په زړه پوري اثار وليکل، خو وې نشوای کړای چې چاپ او يا يې هم تر نورو ورسوي د ځينو ثبوتونو لمخې ښاغلي قریشي تر ۵ زيات با اهميته آثار ليکلي وو چې اوس يې هم د ځينو نسخو ځينې برخې د کورنۍ د غړيو لخوا ساتل کېږي. چې ډېر مشهور يې د (خواب نامې) په نوم وه.

مړينه[سمول]

سيد الرحمن قریشي د ۷۸ کلنۍ په عمر په ۱۳۸۶ هـ.ش کال خپل روح حق ته وسپاره چې وروسته بيا په ډېرو لوړو مراسمو او په ډېر عزت سره په خپلې پلرنۍ هديره (د ارمل يا هرمل په هديره) کې خاورو ته وسپارل شو.

دا هم وگورئ[سمول]

حيات الله قريشي