تقاعد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تقاعد (/ˈpɛnʃən/ د لاتین له pensiō، «تادیه») نه اخیستل شوی او هغه فنډ دی، چې د کارکووونکي د کار په کلونو کې یوه اندازه پیسې اضافه کېږي او د هغه له کار نه د دورې د تادیاتو په بڼه د شخص د تقاعد د ملاتړ لپاره تادیات اخیستل کیږي. تقاعد ښايي د «تعریف شویوګټو پلان» وي، چې یوه کس ته په منظمه توګه ثابتې پیسې ورکول کیږي یا د «تعریف شوې ونډې پلان» چې پر اساس یې په ثابته اندازه پانګونه کېږي، چې بیا د تقاعد په عمر کې شته. تقاعد باید د جلا کېدو له معاش سره ګډوډ نه شي؛ پخوانۍ پیسې معمولاً له تقاعد وروسته د ژوند لپاره په منظم مقدار کې تادیه کېږي، په داسې حال کې چې وروستنی پیسې معمولاً له تقاعد مخکې د دندې له غیر ارادي پای ته رسېدو وروسته د یوه ثابت مقدار په توګه ورکول کېږي.[۱]

د «د تقاعد پلان» او «تقاعد» اصطلاحات هغه تقاعد ته اشاره کوي، چې د فرد د تقاعد په وخت کې ورکول کېږي. د تقاعد پلانونه ښايي د کار ګمارونکو، بیمې شرکتونو، حکومت یا نورو ادارو لکه د کارپنځوونکو اتحادیویا سوداګریزو اتحادیوله خوا ترتیب شي. په متحده ایالاتو کې د تقاعد پلانونو په نوم یادېږي، دوی عموماً په انګلستان او ایرلېنډ کې د تقاعد سکیمونو او په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې د تقاعد پلانونو (یا سوپر) په نوم پېژندل کېږي. د ریټایرمنټ تقاعد عموماً د تضمین شوي ژوند کلنۍ په بڼه وي، په دې توګه اوږد عمر د خطر په وړاندې بیمه کوي.[۲][۳]

یو تقاعد چې د یوه کارپنځوونکي له خوا د کارکوونکي د ګټې لپاره رامنځته شوی، معمولاً د حرفوي یاګمارونکي تقاعد په نوم یادېږي. کيدای شي د کارګرانو اتحادیې، حکومت یا نور سازمانونه  هم تقاعد ورکړي. حرفوي تقاعد د ځنډول شوي جبران یوه بڼه ده، معمولاً د مالې دلایلو لپاره د کارکوونکي او کارپنځوونکي لپاره ګټور وي. زیاتره تقاعدونه د بیمې اضافي اړخ هم لري، ځکه چې دوی ډیری وختونه ژوندي پاتې شوي یا معیوبوګټه اخیستونکو ته ګټې ورکوي. نور وسایط (د بېلګې په توګه د لاټرۍ ځینې تادیات یا کلنۍ) ښايي د تادیاتو ورته جریان وړاندې کړي.

د تقاعد د اصطلاح عام استعمال د هغه تادیاتو تشریح کول دي، چې معمولاً د مخکې ټاکل شوي قانوني یا قراردادي شرایطو لاندې یې یو شخص د تقاعد پرمهال ترلاسه کوي. د ریټایرمنټ تقاعد ترلاسه کوونکی د تقاعد اخیستونکي یاریټري په توګه پېژندلکېږي.

ډولونه[سمول]

د کار پر بنسټ تقاعد[سمول]

د تقاعد پلان یو داسې ترتیب دی، چې خلکو ته هغه وخت د تقاعد پرمهال عاید چمتو کوي، کله چې دوی نور له دندې ثابت عاید نه ترلاسه کوي. ډېری وختونه د تقاعد پلانونه کارپنځوونکي او کارکوونکي دواړو ته اړتیا لري، چې د دوی د کار په جریان کې فنډ ته پیسې ورکړي، ترڅو د تقاعد په وخت کې تعریف شوېګټې ترلاسه کړي. دا د مالیې دځنډول شوې سپما وسیله ده، چې د تقاعد د عاید په توګه وروسته د کارولو لپاره د فنډ له مالې نه په پاک ډول جمع کولو ته اجازه ورکوي. تمویل له نورو لارو لکه د کارګرانوله اتحادیې، دولتي ادارویا د ځان تمویل شوي سکیمونونه چمتو کېدای شي. له همدې امله د تقاعد پلانونه د «ځنډول شوي جبران» بڼه ده. ای ایس ایس ای ایس په انګلستان کې د کار پر بنسټ د تقاعد یوډول دی. 401 (k) د ځان تمویل شوي تقاعد یو مشهور پلان دی، چې زیاتره امریکایان د هغوی د تقاعد د عاید لپاره ورباندې تکیه کوي؛ په دې کې ځینې وختونه د پراخ سکیم په کارولو سره د یوه کارکوونکي پیسې شاملېوي؛ خو تر ډېره یا په بشپړه توګه د انفرادي له خواتمویلېږي، چې د کارکوونکي له معاش نه پیسې د دوی په لارښوونو کې ساتل کېږي، ترڅو د کارمند په پلان کې د دوی د کارپنځوونکي له خوا مرسته وشي. د دې پیسو ځنډ د مالې له مخې د پلان په دقیق ماهیت پورې اړه لري.

ځینې هیوادونه پوځي تجربه لرونکو ته تقاعد هم ورکوي. پوځي تقاعد د حکومت له خواڅارلکېږي، د ولاړې ادارې یوه بېلګه د متحده ایالاتو د پخوانیو سرتېرو د چارو وزارت دی. ښايي اډ هاک کمیټې هم د ځانګړو دندو د څېړنې لپاره امنځته شي لکه د امریکا د تجربه کارانو د تقاعد کمېسیون په ۱۹۵۵-۵۶ (په عمومي ډول د «برادلي کمېسیون» په نوم پېژندل کېده). ښايي تقاعد پخپله له پخوانیو سرتېرو له مړینې تېر شي، کونډې ته د پیسو په ورکړه کې دوام ورکول کېږي.

ټولنیز او دولتي تقاعد[سمول]

ډېرو هیوادونو خپلو اتباعو او اوسیدونکوته فنډونه رامنځته کړي،څو د تقاعد کېدو ( یا په ځینو مواردو کې د معیوب کېدو) پر وخت ورته عاید چمتو کړي. معمولاً دا د اتباعو د کاري ژوند په اوږدو کې تادیاتو ته اړتیا لري، چې وروسته د ګټو لپاره وړتیا ولري. د دولت اساسي تقاعد د «ونډې پر بنسټ»ګټه ده او د یوه فرد د ونډې په تاریخ پورې اړه لري. د بېلګو په توګه په انګلستان کې ملي بیمه یا په متحده ایالاتو کې ټولنیز امنیت وګورئ.

ډېرو هیوادونو د «ټولنیز تقاعد»ځای هم نیولی دی. دا منظم، د مالې تمویل شوي بې مرستې نغد لیږدونه دي، چې زړو خلکو ته ورکول کېږي. له ۸۰ډېر هیوادونه ټولنیز تقاعد لري. ځینې یې نړیوالې ګټې دي، چې د عاید، شتمنیویا د کار ریکارډله پام کې نیولو پرته ټولو زړو خلکو ته ورکول کېږي. د نړیوال تقاعد په مثالونو کې د نیوزیلینډ سوپرانیویشن او د موریشیس بنسټیز تقاعد شامل دي. که څه هم ډېری ټولنیز تقاعد د وسیلوازموینې دي، لکه د امریکا په متحده ایالاتو کې اضافي امنیتي عاید یا په سویلي افریقا کې«د زړو کسانو مرستې».[۴][۵][۶][۷]

د معلولیت تقاعد[سمول]

په هغه حالت کې چې دوی معلولیت ولري،د تقاعد ځینې پلانونه به ورته د غړو لپاره چمتو شي. دا ښايي د عادي تقاعد  له عمر نه د کم عمر لرونکي معلول غړي لپاره د تقاعد پلان ته د لومړنۍ داخلې بڼه ورکړي.

ګټې[سمول]

د تقاعد پلانونه د ګټو له ټاکلو سره سم ښايي د تعریف شویوګټو، تعریف شوې ونډې یا تعریف شوې لېوالتیا/ هدف د ګټې په توګه طبقه بندي شي د ګټو تعریف شوی پلان د تقاعد په وخت کې له یوه ثابت فورمول سره سم یوه ټاکلې تادیه تضمینوي، چې معمولاً د غړو په معاش او په پلان کې د غړیتوب د کلونو په شمېر پورې اړه لري. د ونډې یو تعریف شوی پلان به د تقاعد په وخت کې تادیه چمتو کړي، چې د مرسته شویو پیسو په کچه او د کارول شوې پانګونې د وسایطو په فعالیت پورې اړه لري. له همدې امله د ونډې له تعریف شوي پلان سره خطر او مسؤلیت له کارمند سره دی، چې تمویل به د تقاعد له لارې کافي وي، په داسې حال کې چې د ټاکل شویو ګټوله پلان سره خطر او مسؤلیت د کارپنځوونکي یا د پلان له مدیرانو سره دی.[۸]

د تقاعد د پلانونوځینې ډولونه لکه د نغد بیلانس پلانونو، د تعریف شویوګټو او تعریف شوې مرستې پلانونوځانګړتیاوې سره یوځای کوي. دوی ډېری وختونه د هایبرډ پلانونو په نوم يادېږي. د دې ډول پلان ډیزاینونه په متحده ایالاتو کې د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې خورا مشهور شوي. په مثالونو کې د نغد بېلانس او د تقاعد د برابري پلانونه شامل دي.

د مشخصو ګټو پلانونه[سمول]

دمشخصې ګټې (DB)د تقاعد پلان هغه پلان دی، چې پر اساس یې کارکوونکي په یوه شرکت کې د خپل وخت په لړ کې د تقاعد حقونه ترلاسه کوي او د تقاعد پرمهال شرکت دوی ته هغه ګټه ورکوي، چې په شرکت کې د اړوندو کارکونکو د دندې او د دوی د عایداتو فعالیت دی. په بله ویناDBپلان یو پلان دی، چې په هغه کې د تقاعد ګټه د پانګې اچونې د بېرته راستنېدو پر ځای د یوه ټاکل شوي فورمول له خوا ټاکل کېږي. د امریکا په متحده ایالاتو کې دولتي تقاعد لکه ټولنیز امنیت د ګټو د تقاعد د پلان یوډول دی. په دودیزډول د کارپنځوونکو لپاره د ګټو تعریف شوي پلانونه د هغو موسسو له خوا اداره کېږي، چې د لویو کاروبارونو یا د حکومتي کارکوونکو او یا پخپله د حکومت له خوا د دې هدف لپاره ځانګړې دي. د تعریف شویوګټوپلان دودیزه بڼه د معاش وروستی پلان دی، چې له مخې یې د تقاعد تادیه د کار د کلونو له شمېرسره مساوي وي، د تقاعد په وخت کې د غړي له معاش سره ضربېږي، د یو فکتور له خوا ضربېږي، چې د عاید د نرخ په نوم پېژند لکېږي؛ خو معمولاً میاشتنۍ وروستۍ راټولې شوې پیسې د میاشتني تقاعد یا یو واحد رقم په توګه شته.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. Thomas P. Lemke, Gerald T. Lins (2010). ERISA for Money trasfer sbi 0016615. Thomson Reuters. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780314902023. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "WordNet Search - 3.1". princeton.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Industry SuperFunds - Home". industrysuper.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Country map". pension-watch.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. webcoordinator@msd.govt.nz. "New Zealand Superannuation". workandincome.govt.nz. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Willmore, Larry (April 2003). "Universal Pensions in Mauritius". SSRN = 398280 398280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  7. "Old age pension". GCIS. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Private Pensions/Les pensions privées" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gruber, J. (2010) Public Finance and Public Policy, Worth Publishers. G-3 (Glossary)