سکېلر کولفاکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سکېلر کولفاکس
سکېلر کولفاکس
سکېلر کولفاکس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ مارچ ۱۸۲۳[۱][۲][۳][۴]
نيويارک   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 13 جنوري 1885 (62 کاله)[۱][۲][۳][۴] او 13 جنوري کال 1885 (61–62 کاله)[۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
سکېلر کولفاکس
سکېلر کولفاکس

ځوان سکېلر کولفاکس (د ۱۸۲۳ ز کال د مارچ له ۲۳ مې نه د ۱۸۸۵ ز کال د جنوري تر ۱۳مې پورې) یو امریکایي خبریال، سوداګر او سیاستوال و چې د متحده ایالاتو د اولسم مرستیال و لسمشر پوړته یې له ۱۸۶۹ ز کال نه تر ۱۸۷۳ ز کال پورې دنده ترسره کړه او له دې وړاندې د استازو د مجلس د پنڅه وېشتم مشر په توګه، له ۱۸۶۳ ز نه تر ۱۸۶۹ ز پورې دنده ترسره کړې ده. نوموړی په اصل کې د وېګ ګوند غړی و، چې وروسته د لنډمهاله د اندیانا د خلکو ګوند او وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی شو او له ۱۸۵۵ ز کال نه تر ۱۸۶۹ ز کال پورې د اندیانا د نهمې کانګرېسي ناحیې امریکایي استازی و.

په کانګرس کې د دندې پرمهال، کولفاکس له غلامۍ سره د مخالفت له امله شهرت درلود او د جمهوري غوښتونکي ګوند بنسټ ایښودونکی و. د مجلس ریاست د خپلې لومړۍ دورې په اوږدو کې، نوموړي د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې د دیارلسم تعدیل د تصویب هڅې پر مخ یو وړې چې پر بنسټ یې غلامۍ ته د پای ټکۍ کېښودل شو. کله چې په  ۱۸۶۵ ز کال د جنوري په میاشت کې د وروستۍ رایې لپاره د مجلس مخ ته کېښودل شو، نوموړي د مثبتې رایې په ورکولو سره په خپل ملاتړ ټینګار وکړ ، خو د اصولو له مخې د مجلس رئیس یوازې د مثبو او منفي رایو د انډول ماتولو پر مهال رایه ورکوي. د ۱۸۶۸ ز کال په ټاکنو کې د اولیسس اس ګرنټ د ټیم غړی و ،چې دې جوړې په اسانۍ سره د ډیموکرات ګوند نوماندانو هوراتیو سیمور او فرانسیس پریسټن ته ماتې ورکړه. د ۱۹مې پېړۍ له دود سره سم، کولفاکس د ګرانټ په اداره کې لږ ښکېلتیا درلوده. نوموړي د متحده ایالاتو د سنا د رئیس په توګه د خپلو دندو تر څنګ، په خپل دفتر کې د رسنیو لپاره لکچر او لیکنو ته دوام ورکړ. د داسې باور پر بنسټ چې ښاغلی گرنټ یوازې د یوې دورې خدمت هوډ لري، نوموړي په ۱۸۷۰ ز کال کې د ۱۸۷۲ ز کال د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماندۍ لپاره د ملاتړ را ټولولو لپاره ناکامې هڅې ترسره کړې، ځکه چې نوموړي خپلو ملګرو او ملاتړو ته ویل چې، هغه به د دویم مرستیال په توګه ډګر ته لاړ نه شي. کله چې ګرنټ اعلان وکړ چې، بیا ډګر ته راځي، کولفاکس له خپل هوډ نه په شا شو او هڅه یې وکړه چې، د مرستیال ولسمشر نوماندي وګټي، خو نوموړي د هینري وېلسن له خوا ماتې وخوړه.

د ۱۸۷۲ – ۱۸۷۳ ز کلونو په اوږدو کې د کرېډیټ موبایلر کمپنۍ د رسوایي په اړه د کانګرس څېړنو کولفیکس د فدرالي حکومت د هغو چارواکو له ډلې نه په ګوته کړ ، چې په ۱۸۶۸ ز کال کې یې د وچې نیښلوونکې اورګاړدي پټلۍ د جوړولو په ترڅ کې د غوره ګام په بدل کې یې د پاسیفیک اتحاد د اورګادي پټلۍ د پروژې له خوا نغدې پیسې او تنزیل شوي اسهام منلي وو. که څه هم نوموړي له ځان نه د تورونو په وړاندې په کلکه دفاع وکړه، خو شهرت ته یې زیان ورسېد. د ۱۸۷۳ ز کال په مارچ کې کولفاکس د خپلې دورې په پای کې د مرستیال ولسمشر دنده پرېښوده، او نور هېڅکله د دې چوکۍ لپاره ډګر ته و نه ووت. وروسته يې د سوداګرۍ د اجرائیوي غړي په توګه کار وکړ او يو نامتو استاد او ويناوال شو. [۶]

کولفاکس د زړه له ناروغۍ نه ځورېده او د ۱۸۸۵ ز کال د جنورۍ په دیارلسمه نېټه د مینیسوتا ایالت په منکاټو کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې په ایوا کې د وینا پر مهال د زړه له حملې سره مخامخ شو او له نړۍ یې سترګې پټې کړې. نوموړی د هغو دوو کسانو له ډلې نه دی، چې هم یې د مجلس د رئیس او هم یې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، چې له دې ډلې بل جان نانس ګارنر دی.[۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

سکېلر کولفاکس د ۱۸۲۳ ز کال د مارچ په ۲۳ مه نېټه د نیویارک په ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د مشر سکېلر کولفاکس (۱۷۹۲ ـ ۱۸۲۲ز) چې د بانک صراف و او هانا سترایکر (۱۸۰۵ – ۱۸۷۲ز) زوی و، چې دوړاو هالنډي نسب درلود او د ۱۸۲۰ ز کال د اپریل په ۲۵ مه نېټه یې واده وکړ. نیکه یې، ویلیم کولفاکس، د امریکا د انقلاب په اوږدو کې د جورج واشنګټن د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله او د فیلیپ پیټرس سکېلر له دویمې کړوسۍ او د جنرال فلیپ سکېلر د تره له لور هسټر سکېلر سره یې واده وکړ. ویلیم کولفاکس له انقلاب وروسته د نیو جرسي په اربکي ځواکونو کې جنرال شو او د ۱۸۱۲ ز کال د جګړې په اوږدو کې یې د یوې لوا قومانداني پرغاړه درلوده.  [۹][۱۰][۱۱]

مشر سکېلر کولفاکس (پلار)  په نري رنځ (سیل) اخته شو او پنځه میاشتې مخکې د کالفیکس له زېږېدو نه، د ۱۸۲۲ ز کال د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.  خور یې ماري، د ۱۸۲۳ ز کال د جولای په میاشت کې د هغه له زېږون نه څلور میاشتې وروسته، له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. د مشر کولفاکس (پلار) له مړینې وروسته، د کولفاکس مور او انا د اقتصادي ملاتړ د یوازینۍ سرچینې په توګه د یوې مسافرخونې چارې پرمخ وړې. کولفاکس تر لس کلنۍ پورې د نیویارک په ښار کې په ښوونځي کې زده کړې وکړې، ان تر دې چې د کورنیو مالي ستونزو له امله  نوموړي خپلې رسمي زده کړې پرېښودې او د جورج ډبلیو میتیوس په پلورنځي کې د کاتب په توګه په دنده پیل وکړ. [۱۲][۱۱][۱۳]

په ۱۸۳۶ ز کال کې هانا کولفاکس او جورج متیوس واده وکړ او کورنۍ یې د اندیانا نیو کارلیسیل ته کډه شوه چې په هغه ځای کې میتیوس د یوه پلورنځي چارې پر مخ وړې او د کلي پوست خونې د مسؤل په توګه یې هم کار کاوه. په دې ځای کې کولفاکس د ورځپاڼو او کتابونو لېوال لوستونکی شو. وروسته له هغه چې متیوس د سینټ جوزف ناحیې پلټونکی شو، په ۱۸۴۱ ز کال کې یې کورنۍ بېرته د انډیانا ساوت بینډ ته نږدې سیمې ته کډه شوه. نوموړي کولفاکس د خپل مرستیال په توګه وټاکه، چې دا بست د متیوس د اته کلنۍ دندې په اوږدو کې له کولفاکس سره پاتې شو.  [۱۴][۱۵][۱۱]

د رځپانې مسئول مدیر[سمول]

کولفاکس په ۱۸۴۲ ز کال کې، د وېګ ګوند د یوې ملاتړې ورځپاڼې ساوت بېنډ فری پریس (د سویلي بېنډ آزاده رسنۍ) مسئول مدیر شو، چې مالک یې جان ډي ډیفریس و. کله چې یو کال وروسته ډیفریز اندیاناپولیز ته ولاړ او د اندیانا ژورنال یې وپېره، نو کولفاکس ته یې دنده ورکړه چې د ژورنال لپاره د انډیانا سنا تر د پوښښ لاندې راولي. کولفیکس د ایالتي سنا د پوښښ تر څنګ، نیویارک تریبیون ته د اندیانا د سیاست په اړه مقالې لېږلې، چې د نوموړې ورځپانې له مسئول مدیرهوریس ګریلي سره د ملګرتیا لامل شو. [۱۱][۱۶][۱۷][۱۸]

کولفاکس په ۱۸۴۵ ز کال کې د ساوت بېنډ فری پریس ورځپاڼه وپېرودله او د سینټ جوزف ویلی راجستر ته یې د هغې نوم بدل کړ. نوموړي د نهو کلونو لپاره دا ورځپاڼه تر خپل ملکیت لاندې درلوده چې په لومړیو کې یې د وېګ ملاتړ کاوه او وروسته یې د نوي را منځ ته شوي جمهوري غوښتونکي ګوند ملاتړ ته لاره بدله کړه. [۱۹]

د وېګ ګوند د سیاسي غړي په توګه[سمول]

د ژورنالیست په توګه د اندیانا سنا د پوښښ په ترڅ کې، له ۱۸۴۲ ز کال نه تر ۱۸۴۴ ز کال پورې کولفاکس د نوم لیکنې د کاتب مامور په توګه هم دنده ترسره کوله. د سويلي بېنډ ډېری اوسیدونکو په ۱۸۴۳ ز کال کې د مناظرې یوه ټولنه جوړه کړه، چې غړو یې د روانو پېښو او د خوښې په نورو موضوعاتو څېړنه او بحث کاوه چې کولفیکس په کې یو مهم غړی و پېژندل شو. د دې بنسټ بریالیتوب د دې لامل شو، چې د ایالت تمثیلي مقننه قوه جوړه کړي، چې غړو یې په کې د انډیانا د عمومي مجلس له اصولو سره سم قوانین وړاندې کول، تر بحث لاندې یې نیول او په اړه یې رایه ورکوله. کولفاکس د مناظرې د ټولنې په څېر،  د سویلي بېنډ د تمثیلي مقننه قوې یو مهم غړی را څرګند شو.[۲۰][۲۱]

د مناظرې په ټولنه او د تمثیلي مقننه قوې په برخه کې د کولفاکس بریالیتوب، نوموړی د سیاسي ګډون لپاره په پراخه کچه شهرت ته ورساوه او  د ۱۸۴۸ ز کال د وېګ په ولسي کنوانسیون کې نوموړی د استازي په توګه وټاکل شو چې په دې ځای کې د غونډو د منشي ګانو له ډلې نه وټاکل شو او د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې یې له زکاري ټیلر نه ملاتړ وکړ. نوموړی وروسته د اندیانا د ایالتي اساسي قانون د ۱۸۴۹ – ۱۸۵۰ز کنوانسیون ته د استازي په توګه وټاکل شو. کولفاکس د ناحیې په کچه، چې سویلې بېنډ یې تر پوښښ لاندې و، د کانګریس لپاره وېګ ګوند د ۱۸۵۱ ز کال نوماند و، خو په ډېر لږ توپیر سره یې خپل سیال دیموکرات ته ټاکنې و بایللې. د هغه بایلل، د اساسي قانون د کنوانسیون له هغه ګام سره د مخالفت له امله و ګڼل شول، چې په انډیانا کې یې د آزادو افریقایي امریکایانو د اوسېدو مخه نیوله.[۲۲]

کولفاکس په ۱۸۵۲ ز کال کې، د ویګ د ولسي کنوانسیون استازی و او په دې کنوانسیون کې د منشي په توګه وټاکل شو. نوموړي د ولسمشریز ټاکنو په ترڅ کې د وینفیلډ سکاټ ملاتړ وکړ او کله چې سکاټ نوماند شو، کولفاکس په ټاکنیزو هڅو کې د وینا او د ورځپاڼو د مقالو او سرمقالو په لیکلو او وېشلو سره، فعاله ونډه واخیسته. د کولفکس سیاسي ملاتړو، نوموړی په ۱۸۵۲ ز کال کې وهڅاوه، چې د متحده ایالاتو د ولسي جرګې لپاره د دویم ځل لپاره ډکر ته راشي، خو نوموړي انکار وکړ.[۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Schuyler-Colfax — subject named as: Schuyler Colfax — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dj5fp9 — subject named as: Schuyler Colfax — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2899 — subject named as: Schuyler Colfax — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=colfaxs — subject named as: Schuyler Colfax
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=colfaxs — subject named as: Schuyler Colfax — سمونګر: R. E. Banta — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Wabash College
  6. (په January 9, 2020 باندې). Schuyler Colfax, Vice President of the United States. Encyclopædia Britannica
  7. "Schuyler Colfax, 17th Vice President (1869–1873)". Secretary of the Senate, Washington, D.C. د اصلي آرشيف څخه پر April 5, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Feinman, Ronald L. (October 31, 2015). "21 Significant Speakers Of The House In American History". theprogressiveprofessor.com. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Magazine of History
  10. Phelps, Charles A. (1868). Life and Public Services of General Ulysses S. Grant. Boston, MA: Lee and Shepard. د کتاب پاڼې 322 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ BDOA_CS_1906.
  12. "Schuyler Colfax (1823–1885)". newnetherlandinstitute.org. Albany, NY: New Netherland Institute. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Hollister, Ovando James (1886). Life of Schuyler Colfax. New York: Funk & Wagnalls. د کتاب پاڼي 14–19. OCLC 697981267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Schuyler Colfax (1823–1885)". newnetherlandinstitute.org. Albany, NY: New Netherland Institute. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Brisbin, James S. (1868). The Campaign Lives of Ulysses S. Grant and Schuyler Colfax. Cincinnati, Ohio: C. F. Vent & Company. د کتاب پاڼې 359. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2019 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bulla, David W.; Borchard, Gregory A. (2010). Journalism in the Civil War Era. New York, NY: Peter Lang. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4331-0722-1 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brisbin، صص. 361–362.
  18. Brisbin، ص. 362.
  19. Trefousse, Hans (1991). Historical Dictionary of Reconstruction. New York: Greenwood Press. د کتاب پاڼي 47–48. OCLC 23253205. د کتاب نړيواله کره شمېره 0313258627. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. William Henry Smith Memorial Library (1988). "Biographical Sketch, Schuyler Colfax" (PDF). Schuyler Colfax Papers, 1843–1884. Indianapolis, IN: Indiana Historical Society. د کتاب پاڼې 2. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Brisbin، ص. 361.
  22. Brisbin، ص. 364.
  23. Brisbin، صص. 364–365.
  24. Brisbin، ص. 365.