سپېرکۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Trachyspermum ammi
سپېرکۍ
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Apiales
جېنس Trachyspermum

سپېرکۍ (په لاتين: Trachyspermum ammi) يو ډول سپېره بوټی دی چې د دانو څخه يې د کورني درملو کار اخستل کېږي. سپېرکې زموږ په هېواد کې په تېره بيا په ننگرهار، لوگر او د کابل په شاوخوا سيمو کې په خود رويه ډول شنه کېږي او هم په پټيو کې کرله کېږي. د اوبو څښل يې د گوزڼ او د غړو دلړزېدو لپاره گټه لري او ايشولي شوي اوبه يې د سترگو د پاکولو او د هغو د روښانتيا لپاره کارېږي. همدارنگه دغه دوا د سينې د درد دځيگر او توري دسختېدلو د ارږمۍ د بدبويی او دگېډې د سړېدلو د درملنې لپاره هم کارول کيږي

د مسالې په توگه[سمول]

د سپېركۍ د بوټي پاڼې د گشنيزو هغو ته ډېر ورته دي. دانې يې هگۍ ډوله (بيضوي) او خړ رنگ لري. خپلې دانې ته د ورته والي په لامل، غوزې يې كله نا كله دانې بلل كېږي. غوزې يې زياتره د ”لواج“ په دانو خطا كېږي. آن دا چې ځينې قاموسونه په تېروتنې سره وايي چې دا د ”لواج“ له بوټي څخه ترلاسه كېږي.

خوند او بوى[سمول]

سپېركۍ تريخ خوند او تېز بوى لري. كه يو لږ څه زيات وكارول شي نو د ټول كتغ خوند اړولاى شي.

د مسالې په توگه د سپېركۍ گټې[سمول]

  • د كتغ خوند او بوى سموي
  • لوږه (اشتها) زياتوي
  • هضميت رامنځته كوي
  • د نس او كولمو باد له منځه وړي
  • د نس درد له منځه وړي

يادونه[سمول]

د سپېركۍ دوړه (پوډر) په پاكستان او هندوستان كې په سخت هاضمه خواړو لكه بايجي، پكوړا او داسې نورو كې كارول كېږي.