سپین بیرغونه
| ||||
---|---|---|---|---|
د د عراق او کردانو جګړه او د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې ښکېل |
||||
پورته: د سپین بیرغونو مشهور بیرغ
لاندې: د سپين بیرغونو لږ کارول شوی بیرغ | ||||
فعاليت کلونه | ٢٠١٧ – اوس | |||
سياسي ليدلوری |
| |||
ډلې | کردان | |||
مشر | ||||
فعاليت سيمې | په هغو سیمو کې چې د عراقي حکومت او کردانو تر منځ لانجه لري | |||
پلويان | ||||
دوښمنان | ||||
سمول |
سپین بیرغونه، (په ژبه کُردي: ئاڵاى سپي) چې د سفیانیون په نوم هم پیژندل کیږي،[۱][۲] د کردانو یوه وسله واله اسلامپاله او ملتپاله ډله ده چې د انصارالاسلام یوه څانګه ده. دوی د عراق په شمال کې د عراقي حکومت پر ضد په شخړو کې میشت دي.[۳][۴] دوی د کردانو د ساتنې او د یوه خپلواک اسلامي کردستان لپاره جګړه کوي. دوی په 2017 کې د عراقي اردو لخوا د کردانو ښارونو نیولو په ځواب کې رامینځته شوي.[۵][۶]
نظریات
[سمول]سپین بیرغونه کرد ملتپال او بېلتون غوښتونکي دي، چې غړي یې ځانونه د "کردانو مقاومت" بولي.[۷][۸] د عراق حکومت ویلي چې سپین بیرغونه د انصارالاسلام یوه برخه ده.[۹]
د دې ادعا د حقیقت ثبوت دا دی چې د سپین بیرغونو مشر او بنسټ ایښودونکی، عاسي قوالي، یو سخت اسلامپال او کرد ملتپال دی چې پخوا د کردانو په حکومت کې و. هغه د ملا کرېکار او د انصار الاسلام له مختلفو غړو سره هم نږدې اړیکې درلودې. د سپینو بیرغونو متناسب بیرغ په سر کې "انصار الاسلام غورځنګ" لیکل شوی.[۱۰]
د عراق حکومت پېشمرګه (د کردانو پوځ) او د کردستانو حکومت د سپین بیرغونو په ملاتړ تورن کړي دي.[۱۱]
بریدونه
[سمول]سپین بیرغ د عراقي چارواکو له خوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي. د 2017 په وروستیو کې، یو عراقي او ترکي سیاستوال کرد مشران د دې ډلې په ملاتړ تورن کړل. دا خبره د کردستان سیمه ایز حکومت رد کړې ده.[۱۲] د سپین بیرغونو یو مشر، هېوا چور، د هغه د څلویښتو کلونو په لومړیو کې د کردانو اسلامپاله وسله وال، په عراق کې د القاعدې پخوانی غړی و، خو هغه وروسته له هغې پریښوده چې په عراق کې القاعده له داعش سره یوځای شوه.[۱۳] سپین بیرغونه چریکي تاکتیکونه لکه د برید په څیر کاروي او په افغانستان کې د طالبانو په څیر چاودیدونکي توکي کاروي. سپین بیرغونه هم هاوانونه او راکټونه کاروي. دغه ډله د عراقي پوځ پر اډو، پوستو او پوځیانو بریدونه کوي او ډېری وخت پر ملکي وګړو هم بریدونه کوي.[۱۴]
هم وګوره
[سمول]سرچینې
[سمول]- ↑ "من هم السفيانيون؟". مركز بيت العراق للدراسات الإستراتيجية (in عربي). 2017-12-02. بياځلي په 2022-09-05.
- ↑ تقي, يقول حسين. "من هم السفيانيون و جماعات الرايات البيضاء التي بدأت تظهر في مناطق كركوك؟ – صوت كوردستان" (in عربي). بياځلي په 2022-09-05.
- ↑ "Shadowy Terrorist Group Emerges in Iraq". Washington Free Beacon (in American English). 2018-03-14. بياځلي په 2021-12-26.
- ↑ "White Banners Movement Ignites War of Words Among Iraqi Factions". Asharq AL-awsat (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-27.
- ↑ "No surrender: 'White Flags' group rises as new threat in northern Iraq". Middle East Eye (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-27.
- ↑ "After ISIS black flags, Iraq faces 'White Banners' threat | Mamoon Alabbasi". AW (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-27.
- ↑ Al-awsat, Asharq. "Middle-east Arab News Opinion". aawsat.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 October 2018. بياځلي په 4 January 2019.
- ↑ Bill Gertz (14 March 2018). "Shadowy Terrorist Group Emerges in Iraq". The Washington Free Beacon. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2018. بياځلي په 28 October 2018.
- ↑ "Iraqi security forces repel White Flags terrorists in Tuz Khurmatu". The Baghdad Post. 25 January 2018. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 October 2018. بياځلي په 31 January 2018.
- ↑ Akgungor, Ilker (December 17, 2017). "Barzani'nin 'Beyaz bayraklısı' yakalandı!". Medium.
- ↑ Bill Gertz (14 March 2018). "Shadowy Terrorist Group Emerges in Iraq". The Washington Free Beacon. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2018. بياځلي په 28 October 2018.
- ↑ "After ISIS black flags, Iraq faces 'White Banners' threat - The Arab Weekly". خوندي شوی له اصلي څخه په 2018-02-09. بياځلي په 2018-03-07.
- ↑ Mackay, Neil (8 April 2018). "ISIS 2.0". Sunday Herald. کينډۍ:ProQuest.
- ↑ Tom Westcott (31 January 2018). "No surrender: 'White Flags' group rises as new threat in northern Iraq". Middle East Eye. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 January 2018. بياځلي په 7 March 2018.