سپاینوسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سپائینوسور
Spinosaurus
مملکه ژوی
ښاخ، ښرانگ شمزۍ لرونکي ژوي
ټبر خاپوړن
ډله دایناسوران
تېره سپائینوسور

سپائینوسور (په لاتين:Spinosaurus) د ټېروپوډ د غوښه خوړونکي ډانگسرانو څخه تر ټولو لوی ځناور وو چې په سوېلي آفريقا کې ۹۵ میلیونه کاله مخکې یی ژوند کاوه.

توصيف

سپاینوسور د ډانگسرانو څخه تر ټولو لوی اوعظيم ډانگسر وو چی په ۱۹۱۲ کال کی په مصر کی د آلماني عالم ارنست استرومر لخوا کشف او توصيف شو. خو د سپاینوسور فوسل د جگړې په وخت کی په ۱۹۴۴ کال کی ويچاړ شو. پوهنان وایی چی د سپاينوسور اوږدوالي ۱۸ متر وو او وزن یی ۲۰ ټنونه وو. نوموړي ډانگسر تنگ او لوړ ککرۍ درلودل. سپاينوسور وکړای سول لکه معاصر تماسح په اوبو کی او پر مځکې باندي ژوند وکړي. نوموړي ډانگسر په ځانگړي ډول کبان او د نبات خوړونکي ډانگسران ښکار کاوه.