منځپانگې ته ورتلل

ډانگسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډانگسر[۱] (په انګليسي ژبه: Dinosaurs‎)[۲][۳] (جمع: ډانگسران) يو ډول ژوي او ځانگړې ډله ده چې د ټراي اسېک پېر، نژدې ۲۳۰ ميليونه کاله پخوا د لومړي ځل لپاره ښکاره شول او تر ۱۳۵ ميليونو کالونو پورې د ځمکې مسلط ژوي وه چې دا موده د جوراسيک پيل (نژدې ۲۰۰ ميليونه کاله وړاندې) نه تر کريټاسيوس (۶۵،۵ ميليونه کاله وړاندې) پورې وغځېده. او په همدې توگه کله چې د کرېټاسيوس-پاليوجين د ورکېدنې پېښه د ډانگسر ډلې د ژويو ورکېدنې ته يې لار پرانيسته نو دا د مېسوزويک پېر پای و. انسانانو ته لاس ته راغلي فوسلونه دا په ډاگه کوي چې مارغان د تېروپوډ ډانگسرانو له ډلې د جوراسيک پېر په وخت کې تدريجي بدلون موندلی چې موږ وييلی شو چې مارغان د اوسني وخت يو ډول موډرنه ډانگسران دي.

د بېلابېلو ډانگسرانو فوسلونه

ډانگسران يا ډيناسوران يا ډارونچرمښکۍ چې ويل کېږي پخوا د ډېرو غټو څښېدونکو خزندو يا ژويو يو ډول چې ځينو يې بوټي او ځينو يې غوښې خوړلې او د ځمکې په وچو ځايونو کې غټ ترين ژوي وو چې اوس يې نسل د ځمکې څخه نېشت شوی.[۴]

سرچينې

  1. پښتو څوژبير نيولوجزمونو قاموس، ليکوال: مجاوراحمد زيار، خپروونکی:قاموسونه ټکی کام، تړونی:https://qamosona.com/j/
  2. هالينډي پښتو قاموس، ليکوالان: ميرويس رشيد مسکين او احمدعلي اڅکزی، خپروونکی:قاموسونه ټکی کام، تړونی:https://qamosona.com/j/
  3. پښتو څوژبير نيولوجزمونو قاموس، ليکوال: مجاوراحمد زيار، خپروونکی:قاموسونه ټکی کام، تړونی:https://qamosona.com/j/
  4. هالينډي پښتو قاموس، ليکوالان: ميرويس رشيد مسکين او احمدعلي اڅکزی، خپروونکی:قاموسونه ټکی کام، تړونی:https://qamosona.com/j/