سوخوی سو-۲۴

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سوخوی سو-۲۴
Су-24

د الوتکې ډول برید کونکی الوتکه
هېواد شوروي اتحاد
د الوتکې تولیدونکی OKB Sukhoi
د الوتکې استعمالونکی اوکرایین
سوریه
ایران
روسیه
لمړی الوتنه ۲.۷.۱۹۶۷
د الوتکې ډولونه سو-۲۴
سو-۲۴ ام کا
سو-۲۴ام ار
سو-۲۴ ام

سوخوی سو-۲۴ (په روسي کې:Су-24) د جټ برید کونکی او څارونکی شوروی (روسی) الوتکه ده چې د حرکت وړ وزرونه لری. دغه الوتکې څخه د مځکنې هدفونو د منځه وړولو لپاره کار اخیستل کېږي.

تاریخ

د سوخوی سو-۲۴ برید کونکی الوتکه په ۶۰ کلو کې طرح شوه. لمړی الوتنه یی په ۲.۷.۱۹۶۷ کې ترسره شوه او په ۱۹۷۱ کال کې شوروی پوځ د دغی الوتکې څخه په رسمی په ډول د ۱۹۷۲ کال کې کار واخیست. په ۸۰ کلو کې د سوخوی سو-۲۴ الوتکه د نژدې ختیځ او افریکایی هېوادونو ته صادر شوه. په اوس وخت کې دغه الوتکې د روسیې، سوریې، ایران، اوکرایین او لیبیا په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی. شوری اتحاد تقریبًا ۱۴۰۰ د سو-۲۴ الونکې جوړې کړې. دغه الوتکې په ځانگړی ډول د شوروی پوځ لخوا کارېدلې. د ایرانعراق د جگړې په وخت کی شوروی اتحاد ۳۰ الوتکې عراق ته صادرې کړې. په ۱۹۹۱ کال کی کله چي د خلیج لمړنی جگړه پېل شوه نو عراق خپل الوتکې ایران ته ولېږل او ایرانی پوځ دغه عراقی الوتکې ضبط کړې.