سعید الله صافی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سعیدالله صافی (انګلیسي؛ Saeedullah Safi) ځوان افغان خبریال او د افغان ټایمز مسول مدیر دی. سعیدالله صافی په ۲۰۲۰ کال کې د ورزشي خبریالانو نړیوال فدراسیون د ځوانو رپوټرانو غړیتوب ترلاسه کړ، چې تراوسه د یادې ټولنې غړیتوب لري.


سعیدالله صافی
زېږوند مارچ درېیمه، ۲۰۰۰
کونړ، افغانستان
دندهخبریال (ژورنالېست)
ژبهپښتو
ملتافغان
تابعتافغانستان

ژوند[سمول]

سعیدالله صافی د ۲۰۰۰ کال مارچ میاشت په درېیمه نېټه د کونړ ولایت، دره پېج ولسوالۍ، کنډه ګل کلي کې زیږېدلی دی، بیا د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او ورپسې ننګرهار ولایت او بیا له هغه وروسته کوزې پښتونخوا ته کډه شوی دی.

زده کړې[سمول]

سعیدالله صافي لومړنۍ زده کړې د کونړ ولایت په دمکلي متوسطه ښوونځي او د لېسې دوره یې د عمراخان عالي لېسه کې بشپړه کړې ده. د کانکور ازموینې له لارې د پکتیا پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژورنالېزم څانګې ته بریالې شو خو د ځینو ستونزو له امله یې هلته د پوهنتون دوره بشپړه نه کړه.

ژورنالېستیکي هڅې[سمول]

سعیدالله صافي د لومړي ځل لپاره د خوست ولایت راډیویې رسنۍ هوا سره په ۲۰۱۷ کال کې دنده پیل کړه له هغه وروسته یې د چېنار راډیو، تغییر مهالنۍ، او ځینو نورو رسنیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کړه. په ۲۰۲۰ کال کې د ورزشي خبریالانو نړیوالې ټولنې غړی شو او د یادې ټولنې وېب پاڼې ته یې په انګلیسي ژبه ګڼې مقالۍ ولیکلي. بلاخره په ۲۰۲۲ کال د اګست میاشت کې د خپلواکې رسنۍ افغان ټایمز بنسټ کېښود.

سرچینې[سمول]

۱. د افغان ټایمز وېب پاڼه

۲. د ورزشي خبریالانو نړیوال فدراسیون وېب پاڼه کې د سعیدالله صافي لیکنو ته تړونی

۳. د سعیدالله صافي رسمي ټویټر پاڼه