سردار عبدالماجد خان سراج
ښکارېدونکې بڼه
سردار عبدالماجد خان سراج (۳۰ د اپرېل، ۱۹۰۱ ز. - ۶ د جولای، ۱۹۲۹ ز.) (په انگرېزي: Sardar Abdul Majid Khan) د امير حبيب الله خان او شگوفه بېگم زوی و. هغه د کابل د چارمرغا په حربي ښوونځي کې خپلې زده کړې بشپړې کړي وې او يو پوځي افسر و. هغه د سردار غلام علي جان يوازينۍ لور سارا بېگم سره واده کړی و. کله چې د سقاو ځوی حبيب الله کلکاني د حکومت واکمن شو نو هغه يې په ۶ د جولای ۱۹۲۹ ز. کال کې وواژه له هغه نه دوه زامن پاتې شول.
- سليمان خان ماجد سراج په ۱۹۲۹ ز. کال کې په ۱۵ کلنۍ کې ومړ
- پوهاند محمد ابراهيم خان ماجد سراج