محمد ابراهيم خان ماجد سراج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهاند ډاکټر محمد ابراهيم خان ماجد سراج (۱۹۲۹ ز. کابل - ) (په انگرېزي:Professor Muhammad Ibrahim Khan Majid Siraj ) له ۱۹۶۹ ز. تر ۱۹۷۳ ز. پورې د افغانستان د عامه روغتيا وزير و. هغه د سردار عبدالماجد خان سراج دويم زوی و.

زده کړې

هغه په استقلال لېسه کې خپل لومړنۍ او دويمې زده کړې بشپړې کړي وې او بيا کابل پوهنتون ته تللی و، تر هغې وروسته يې د پاريس په پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې او بيا د امريکا د هارورډ پوهنتون کې يې د طبي زده کړې بشپړې کړې.

دندې

نوموړی د افغانستان د عامه روغتيا د وزارت وزير پاتې شوی او يو څه وخت په لوما لنډا پوهنتون کې د پوهاند په توگه دنده پرمخ بوولې. هغه د محمد امين خان اعتمادي پخوانۍ مېرمن او د حبيب الله خان طرزي دويمې لور مېرمن صفيه بېگم سره واده وکړ او بيا يې دويم ځل عزيزه بېگم سره واده وکړ او دوه لورگانې يې درلودل.