يو مالوماتبکس ورگډول که چېرته يوه ليکنه مالوماتبکس و نه لري.
دا ټگ ليرې کول.
سادات په افغانستان کې دبېلا بېلو قو مونو تر مينځ د عربانو له پښته پاتې يوه ډله ده. د دغو آر له حضرت محمد (ص) د لور بي بي فاطمې الظهرا او زوم علي (رض) له پښته گڼل کېږي . دغه سيدان د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې په بېلا بېلو نومونو ياديږي ٠ دبېلگې په تو گه : دافغا نستان په ختيځو ولا يتونو ننگرهار، کونړ او لغمان کې دپاچايانو او يا پاچا صاحبانو او د سيدانو يا ساداتو په نا مه ياد شوي ٠ په ځينو ځا يو نو کې ورته اغا صاحب او د افغا نستان دخوست په ولايت کې ورته سيدگي وايي ٠ په پښتونخواه کې يې باچايان يا بادشاه صاحب بولي٠ [۱]
په ټولیز ډول دافغانستان په هره سېمه او په تېره بيا د پښتنو په سيمو کې دغه سيدانو ته خلک ډېر درناوی کوي، ځکه چې د اسلام دستر پيغمبر محمد (ص) دلور بي بي فا طمې (رض) اد حضرت علي کرم الله وجهه او لاده ېې گڼي٠ پښتانه دوی پيران او حضرتان بولي ٠
افغانستان کې سادات او دوديزه گروهې
د افغانستان او سیمې په هېوادونو کې ځينې دوديزه شگونونه يا گروهې شته چې له مخې ېې د ځان د ډاډ لپاره د پیر ، حضرت او ځينې ملنگانو څخه د مرستې په توگه تاويز او دعاگانې ترلاسه کوي څو د هغوی مراد ترسره شي . همدا رازکه څوک ناروغه شي نو ددم دعا او تعو يذونو لپاره سيدانو ته ورځي او هغه پښتانه چې دکوم سيد تر تعويذونولاندې وي نو دکند هار په اصطلاح هغوی ته دروږيان وايي او ددوی نه څا ښتونه او خوردې هم اخلي٠ په پښتني سېمو کې د دغو سيدانو يا پا چايانو سره پښتنو خپلوۍ او خيښۍ کړي دي او دوی دپښتنو سره داسې نږدې ا ړيکي لري او داسې سره اخښل شوي دي چې گواکې هيڅ پښتون هم دوی له ځانه جلا نه گڼي ٠ ددغو سيدانو نه پښتانه تل دخپل منځي شخړو او لا نجو په اوارولو کې مرسته غواړي او هره فيصله چې دوی وکړي نو دواړو غاړو ته دمنلو وړوي٠
تاريخ حيات افغاني چې له نن نه ١٤٥ کلو نه وړاندې ليکل شوی د سيدا نو په اړ وند داسې ليکي :
"د بني ها شمي قر يشو نه دحضرت امام حسن (رض) او حضرت امام حسين (رض) او لادې ته چې د پيغمبر (ص) لمسيان ول سيدان ويل کيږي٠ د افغا نستان هيڅ يو لوی کلی نشته چې يو يادوه کوره سادات دې پکې نه وي٠ په افغانستان کې سيدانو ته د خپل معمول نوم نه پر ته خواجه، سيد، ميا، اغا، پاچا، صاحب، صاحبزاده او مير هم وايي او ورته زيات درناوی کوي"[۲]
په افغانستان کې د ساداتو په نوم سياسي او ټولنيزه گټه پورته کول
دا چې افغانستان يو لرې پروت تړلی ، دوديزه هېواد پاتې شوی ټولنه ېې هم د سيمې له حال احواله ناخبره او بې پرې پاتې شوې . دتاريخ په اوږدو کې ېې د سيمو زبرځواکونو يرغلونه پې کړي او د ټولنې چوکاټ ېې څو ځایه ادل بدل کړی خو خلکو باندې ېې زور ندی رسېدلی او بيا بېرته پښېمانه په شا تمبول شوي . د همدې تمبولو په لړ کې ځينو سيمه ييزو سياستوالو د افغانانو د سپېڅلې ارادې راز د هغوی په مذهبي کلکو گروهو کې موندلی چې په لړ کې ېې ورته د هغو گروهو په چوکاټ کې د پیر او حضرت تر نوم لاندې روحاني اشخاص ورلېږلي او هغوی باندې ېې د مذهبي گروهې له خوا منلي او هغو سيمه ييزو هېوادنو خپل استخباراتي سياستونه په افغانستان کې چلولي دي . د همدې په لړ کې له پخوا څخه په افغانستان کې د پیر ، موريد ، حضرت صاحب ، پاچا صيب ، آغا صيب ، او نورو گروهي ستاينومونو شهرت روان و . دغو اشخاصو د نيکونو د نوم څخه په استفادې د اسلام له دین څخه ناخبرو خلکو باندې د ولامقام کسانو طبقاتي ولکه جوړه کړې چې د خلکو په لوړ کتار کې شمېرل شوي او د ټولنې په هر اړخ کې ېې د وړ او ناوړه مسلکې پوهې په درلودو ېې بيا هم لوړ ځايناستو څخه گټه پورته کړې چې د افغانستان په څو سياسي پيرونو کې په لوړو مقامونو د دوی اغېز روان و .
په ساداتو د ديني علماؤ لخوا نيوکې
افغانستان کې د پښتنو سيدانو د استوگنې سيمې
د کونړ ولايت دپشد دسيمې سيدان: دغه سيدان ډېر مشهور او خلک ورته ډېر درناوی لري
دکندهار دارغنداب دحسام الدین جان اغا علمي او سیاسي کورنۍ چې په سیمه کې دپوره شهرت نه برخمنه ده٠ ددغه حسام الدین جان اغا زوم محمد سرورخان دکند هار نا ئب الحکو مه و٠
دکندهار د مشهور روحاني شخصيت سیدعبدالرحمن شاه اغا کورنۍ چې په کندهار کې دخاص درناوي نه برخمنه ده ٠ ویل کیږي چې د سیدعبدالرحمان شا اغا غورنیکه سیدادم اغاد پښین د عمرزي سیدانو نه و چې وروسته دملي قائد اعليحضرت احمدشاه بابا په وخت کي په کندهار کې میشت شوی و او دهغه زوی سیدغلام جان اغا دکندهار یو دلویو قومي مشرانو څخه و او دهغه زوی سیدعبدالروف اغا د کندهار دسیدانو مشر او خان پاتې شوي و . دسیدعبدالروف اغا زوی سید عبدالرحمن شاه اغا چې دکندهارد لو يوروحاني شخصیتونو نه واونوموړی لومړی کس و چې په کندهار کي يې یو عام میلمستون ، گلبڼ، دحیوانانو یو ژوبڼ ااو په لومړي ځل یو شخصي میوزیم جوړ کړی و٠ ویل کیږي چې نوموړی ډیر سخي سړی و او دقادریه طريقې پیرو هم و٠ دکندهارمشهور روحاني شخصیت پیرمرچ اغا دده د ارادتمندانونه و اواعليحضرت محمدظاهرشاه دهغه ژوبڼ او میلمستون ته دسیل لپاره راته . دده کوټۍ اوس هم دسید عبدالرحمن شاه اغا په نامه د کندهار په نوي ښار کې موجوده ده او دې ته ورته یوه لویه کوټۍ يې دکندهار په دهیمراسي کې هم شته ٠ددوی اصلي ځای په کندهار کې د بامیزو کوڅه د ه چې دبابیانو دکلاپه استقامت يې یو لوی احمدشاهي سرای اوس هم هلته دده په نامه شته٠
ده خواجه دسیدقدوس اغا علم پالونکې کورنۍ چي دکندهار دکاروان او منار کوڅو په مينځ کې میشته ده .
د ارغنداب دلنگر دسیدانو کورنۍ چې په سیمه کې د سیدانو یو دلوی نفوذ لرونکي کورنیو نه ده ، دلنگر سیدان چې عام کندهاریان ورته ځانگړی درناوی لري د کندهار په ارغنداب ، میوند او کندهار ښار کې میشته دي .
د کندهار دمشهور تاجر سیدحبیب الله جان اغا کورنی چي دکندهار په ډنډ او نوي ښارکې میشته ده ٠
د تور اغا کورنۍ چي زيارت ئې دسپيڅلې خرقې سره نږدې دی او ډېر شمېر دروږيان لري٠
د کندهار په دهله کې دسيد محسن اغا کورنۍ چې اوس په معصوم اغا سره شهرت لري٠ ويل کيږي چې ددغو سيدانو کورنۍ خپلې ډېرې ځمکې ددهلې دبند جوړولو ته ډالۍ کړې وې او دا هم مشهوره ده چې سيد محسن اغا ته اعيحضرت غازي امان الله خان ډېر درناوی درلود او هغه به يې خپل پېر او مرشد باله٠ په هرو دريوميا شتو کې به يې يو ځل کابل ته ورغوښت او دده دروحاني فيو ضا تو نه به يې گټه او چتوله٠ دسيد محسن اغا نيکونه سيد ابدال اغا او سيدال اغا نو ميدل چې لوی احمد شاه بابا هغوی ته ډېر درناوی درلود او کله يې چې دکند هار دښار چې په هغه وخت کې داحمد شاهي ښار په نامه يادېده دجوړېدواراده او تکل وکړ نوابدال اغا اوسيدال اغا يې چې دواړه وروڼه وو راوغو ښتل او ددوی په متبر کولاسونو يې ددغه ښار دبنسټ ډبره کېښو دله ، ددوی کورنۍ اوس هم دښار په بامیزو کوڅه کي میشته ده٠
دسيد حسين اغا کو رنۍ چې دکند هار په ديمراسۍ کې ئې غټه کلا او س هم دسيد قا سم جان اغا په نامه سره يا ديږي٠
د ده ماسوس دغني جان اغا کورنۍ٠
د ذاکر شريف دجهادي شخصیت سیدمحمدجان اغا کورنۍ٠
دگلجه اباداوسبزکار دسيدانو کورنۍ٠
دمېر بازار سيدان چې دکند هار خلک ورته ډېر درناوی لري او خپله پير خا نه يې بولي٠
کندهار سیدانو مشهور شخصیتونه
غازي شاه اشرف اغا چې په دويم ځل يې په کندهار کې دغازي امان الله خان بیرغ پورته کړه او ترغزني پورې يې ټولي سيمې بیرته دغازي امان الله خان تر ولکې لاندې راوستلې ٠
دسوات دبو نير دسيمې سيدان چې سيد علي تېر مذي چې په پير بابا سره شهرت لري هورې ښخ دی اوټول پښتانه ورته زيات ارادت او درناوی لري٠
دباجوړ دسيمې سيدان
دچترال دسيمې سيدان
ددير دسيمې سيدان
دخيبر ايجنسۍ سيدان
دکورمې ايجنسۍ سيدان چې پښتانه او شيعه مذهبه دي او داحمدزيو، دکړمان دسيدانو، د تېراه د سيدانو او دماوړه دسيدانو په نامه شهرت لري٠
د اورکزيو ايجنسۍ سيدان
ددېره غازي خان سيدان
دپېښور دسيمې سيدان
دبنگښو دسيمې سيدان
د لکي مروت سيمې سيدان: چه د شېخ شاه روحاني اولاد گڼل کېږي و د ابا خېل، مټوري، و ميچن خېل کلو کښې استوگن لري. د دې نه علاوه د تاجي زو سېدان هم په علاقه کښې قدر لري. نامتو ليکوال و تاريخپوه ډاکټر سېد چراغ حسېن چه کوم نه گڼ شمېر کتابونه لکه دود چراغ، تذکره پير سباک، انوار چراغ، و د قيصو کتاب ناليدلې بلا منصوب دي، هم دې سيمې نه دې.
دشمالي وزيرستان سيدان[۴] 12 : د شمالي وزيرستان سيدانو ته په سېمه اېزه اصطلاح سيدگي وايي چې دوی ددغې سيمې په ځوی،دويگر،ډنډ،ورغړ،رباط اوشوال کې استو گنه لري او نن دپښتنوديوې قبيلې په تو گه مو جوددي٠ سيدگي په پيل کې په دوو بر خو ويشل شوي دي چې ملکا خېل او ذکر خېل نو ميږي اود قبيلوي اتحاد له مخې ملکا خېل دابر اهيم خېلو وزيرو سره متحد او يو مو ټی دي ٠ دسيد گي د قبيلې دخيلو نو او داستو گنې دسيمو نو مونه په لاندې ډول دي :
ذکرخېل، شداد خېل، ابا خېل، شومېر خېل، مولي خېل او مصري خېل چې په ډنډ او رباط کې استو گنه لري
سهېلي پښتونخوا سيدان: د سهيلي پښتونخوا سيدان په پشين، ژوب، چمن، لورلايي، او کوئيټه کې استو گنه لري چې مشهور ښا خونه يې ښاديزي، عمرزي، حيدرزي او ابراهيمزي دي٠
د کوئېټي په سیدانو کې د سیدعبدالنافع اغا کورنۍ چي شادیزي سیدان دي دیادولووړ دي چي زیات شمیر مریدان ئې په کوئيټه، پښین چمن او نورو سیمو کې شته.
په پښين کې دسيدانو يوه بله مشهوره کورنۍ هم شته چې مشر يې دسرانانو علي اغا دی چې يو ستر عالم ،مدرس او دکويټې،پښين او کراچۍ په پښتنو او غير پښتنو کې ډېر شمېر مريدان اوارادتمندان لري٠
بايد زياته کړو چې سيدانو د هند په نيمې وچې باندې د١٤١٤ ميلادي کال نه تر ١٤٥١ ميلادي کاله پورې واکمني کړې ده چې د دوی واکمني د سيدانو د واکمنۍ په نا مه سر ه يا ديږي چې دځينو مشهورو واکمنانو نو نو مو نه يې په لا ندې ډول دي :
خضرخان، سلطان مبارک شاه، سلطان محمد شاه اوسلطان علاؤالدين.[۵]
افغا نستان او پښتونخوا کې د سيدانو مشهور شخصيتونه
افغانستان و پښتونخوا کښې د سېدانو مشهور شخصيتونه په دې ډول دي[۶]
د ختيز نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني
دپښتو ژبې ليکوال، شاعر او فيلسوف ارواښاد استاد ښاغلی گل پاچا الفت.
د اعليحضرت محمد ظا هر شاه دواکمنۍ په وخت کې دعدليې وزيرار واښاد ښاغلی سيد شمس الدين مجروح
دکابل پوهنتون استاد ارواښاد شهيدسيد بهاؤ الدين مجروح٠
دقبايلو دوزارت پخوانی معين ښا غلی سيد مسعود پو هنيار