زرياب (علی بن نافع)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوالحسن علي ابن نافع ( شاوخوا 789- شاوخوا 857) [۱] چي په زریاب مشهوره دی یو سندرغاړی، لوبغاړی، موسیقار، شاعر اوښوونکی وو او دمنځنۍ اسلامي دورې په جریان کي یې په عراق ، شمالي افریقا او اندلس کې ژوند تېرکړی دی. نوموړی دستورپوهني ، جغرافیې، هوا پېژندني، بوټانیک ، کاسمیټکس، د پخلنځي هنر او فیشن په برخه کي یوځانګړی اومنلی شخصیت وو. د هغه مستعار نوم "زیریاب" دفارسي ژبي له (جیدمرغه) کلمې څخه اخیستل سوی دی. [۲] زریاب په اسلامي اندلس (اوسنی اسپانیا اوپرتګال) د('blackbird') په نوم پېژندل کېده. [۱] هغه په اسلامي ایبیریا کي د کورډوبا داموي محکمې فعال غړی بلل کېده. زریاب دلومړي ځل لپاره د بغداد په عباسي واکمنی کي چي دهغه دزیږېدني ځای هم وو دموسیقۍ دشاګرد په توګه شهرت ترلاسه کړ اوهلته دابراهیم الموصلي یوتکړه شاګرد و، چیرته چې زریاب خپلي لومړنی زدکړي هم لاسته راوړې. په هرصورت هغه د عباسي خلیفه المامون د واکمنۍ پرمهال باندي بغداد پریښود او قرطبې ته لاړ، چیري چي داموي سلطنت د دویم واکمن عبدالرحمن II په دربار کي دموسیقۍ دښوونکي په توګه ومنل سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Gill, John (2008). Andalucia: A Cultural History. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-537610-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. definition of زرياب. almaany.com