ریچارد مېنتور جانسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ریچارد مېنتور جانسن
(انګلیسي: Richard Mentor Johnson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ریچارد مېنتور جانسن
ریچارد مېنتور جانسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ اکتوبر ۱۷۸۰[۱][۲][۳][۴]
مړینه 19 نومبر 1850 (70 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند
ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د امریکا متحده ایالات   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ریچارد مېنتور جانسن
ریچارد مېنتور جانسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ریچارد مېنتور جانسن (د ۱۷۸۰ز کال د اکتوبر له ۷ مې نه د ۱۸۵۰ ز د نومبر تر ۱۹ مې پورې) یو امریکایی حقوق پوه او سیاستوال و چې د مارتین وان بورېن تر واک لاندې د متحده ایالاتو د نهم مرستیال ولسمشر په توګه له ۱۸۳۷ ز کال نه تر ۱۸۴۱ ز کال پورې خدمت کړی دی. نوموړی یوازینی مرستیال و لسمشر دی چې د دوولسم تعدیل د احکامو پر بنسټ د متحده ایالاتو د سنا له خوا وټاکل شو. جانسن د متحده ایالاتو د استازو په مجلس او سنا کې د کینتکي په استازیتوب خدمت وکړ. هغه خپل سیاسي ژوند د کینتکي د استازو په مجلس کې پیل او پای ته ورساوه.

جانسن د فدرالي دورې په لومړیو کې په ۱۸۰۶ ز کال کې د استازو مجلس ته لار وموندله. هغه د کینتکي له هنري کلې سره د جنګ د پلویانو د ډلې د غړي په توګه یووالی وکړ چې د انګلستان سره یې په ۱۸۱۲ ز کال کې د جګړې ملاتړ وکړ. جانسن په کینتکي د ۱۸۱۲ ز کال د جګړې په پیل کې، په اربکي ځواکونو کې د ډګرمن په توګه و ټاکل شو او له ۱۸۱۲ ز کال نه  تر ۱۸۱۳ ز کال پورې یې د رضاکارانو د یوې قطعې مشري کوله. نوموړی له خپل ورور جیمز سر په بره کاناډا کې د ویلیم هېنري هریسن تر مشري لاندې دنده پر مخ یووړه. جانسن د تیمس په جګړه کې ځواکونه رهبري کړل. ډېری وایي چې: نوموړي په ​​شخصي توګه د شاوني مشر تیکومسه مړ کړ، چې وروسته نوموړي دا ادعا د خپلې سیاسي ګټې لپاره و کاروله.    

جانسن له جګړې وروسته بېرته د استازو مجلس ته راستون شو. ایالتي مققنه قوې نوموړي په ۱۸۱۹ کال کې سنا مجلس ته وټاکه چې د د جان جې کرېتندین تشه چوکۍ ډکه کړي. د جانسن د خپل زیاتېدونکي شهرت له امله د جولیا چین چې د ګډ غلام نژاد څخه وه، د اړیکو له امله تر نیوکو لاندې راغی . چېن د اوکتورون (چې یو پر آته د تورپوستو وینه په کې وه) له ډېلې نه ګڼل کېده. نورو لوړکچو بزګرانو او مشرانو د افریقایي - امریکایی معشوقي او دویمې ښځې یې درلودې، هېڅکله یې نه وې په ډاکه کړې، خو جانسن برعکس له چېن سره د غیر رسمي ښځي په توګه چلند کاوه. نوموړي ومنله چې له چېن نه دوه لورانې لري او هغوی ته یې خپل تخلص ورکړی، چې د خپلو موکلینو تر منځ یې د حیرانتیا سبب ګرځېدلی و. داسې ویل کېږي چې: له همدې امله، ایالتي مقننه قوې په ۱۸۲۸ ز کال کې سنا ته بل نوماند و ټاکه او جانس یې اړ کې چې، په ۱۸۲۹ ز کال کې دنده پرېږدي، خو د نوموړي کانګریسي حوزې هغه ته رایه ورکړه او په راتلونکو ټاکنو کې یې بېرته مجلس ته راستون کړ.

جانسن په ۱۸۳۶ز کال کې د مارټین وان بورېن سره د دیموکرات ګوند په استازیتوب د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته نوماند و. دو د "رامپسي ډمپسي، رامپسي ډمپسي، ډګرمن جانسن مړ کړ، تېکومسي"، تر شعار لاندې کمپاین پیل کړ او د خپلې بریا لپاره یې یوازې یوې رایي ته اړتیا درلوده. ټاکنیز کالج ته د ویرجینیا استازي د جانسن په ملاتړ  رایه ورنه کړه، پرځای یې د سویلي کارولینا استازیي ویلیم سمیت ته رایه ورکړه، خو د سنا مجلس نوموړی د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته وټاکه. جانسن د ډیموکراتانو لپاره د ۱۸۳۶ ز کال په ټاکنو کې خپل مکلفیت په داسې ډول ترسره کړ، چې هغوی د ۱۸۴۰ ز کال د مرستیال و لسمشر د چوکۍ لپاره د نوموړي له بیا نوماندۍ نه ډ ډه وکړه. وان بورېن له ملګري پرته د بیا ټاکلو لپاره هلې ځلې پیل کرې، خو نوموړي د وېګ ګوند نوماند ویلیم هنري هریسون ته ټاکني و بایللې. جانسن حکومتي چوکې ته د راستنېدو هڅه وکړه، خو له ماتې سره مخامخ شو. په پای کې نوموړی په ۱۸۵۰ ز کال  د کنتکي د استازو مجلس ته لاره و موندله، خو د خپلې دورې له پیل نه یوازې دوه اونۍ وروسته، د ۱۸۵۰ز کال د نومبر په ۱۹مه نېټه مړ شو.  

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

ریچارد مېنتور جانس د کینتکي په پوله کې دبیرګرس په سیمه کې (چې اوس لویزوېل) دی، د ۱۷۸۹ ز کال د اکتوبر په ۱۷ نړۍ ته سترګې پرانستې، چې د رابرت او جېمیما جانسن له یوولسو بچیانو نه پنځم او د آتو زامنو تر منځ دویم و. وروڼو یې جان او هنرې نوموړی وژغوره. د هغه مور او پلار په ۱۷۷۰ ز کال کې واده وکړ. رابرت جانسن د اوسنۍ کینتکي په یوه برخه کې چې اوس ویرجینیا ده، له پتریک هنري و جمېز مدیسن نه ځمکه و پېرله. نوموړي مخکې د سروی کوونکي په توګه کار کړی و او پوهېده چې، غوره ځمکه واخلي. مېرمن یې، جېمیما سګېټ "د یوې شتمنې او سیاسي کورنۍ غړې وه." [۶][۷][۸]

کورنۍ یې د ریچارد د زېږون سره سم، د اوسني لګزینتن د بلوګراس سیمې بریایان ستېشن ته کډه شوه. دا ښار د بریدونو پر وړاندې ځواکمنه سیمه وه، ځکه چې په دې ځای کې د سپین پوستو د مېشته کېده پروړاندې د بومي وګړو پراخ مقامت موجود و.  شاوني او چېروکي قبایلو په دې ځای کې کله نا کله بریدونه کول. د ۱۷۸۲ ز کال د اګست په میاشت کې په بریایان ستېشن د سیمون ګریتې د برید په اوږدو کې د کړنو له امله، جېمیما جانسن ته د ښځو تر منځ د یوې اتلې په سترګه کتل کېږي. د ځینو روایاتو له مخې: هندي جکړه ماران چې په یو نږدې ځنګل کې پټ شوي وو، نوموړې د دې ځای ښځې یوې نږدې چینې ته لارښوونه کړې او برید کوونکو هغوی ته اجازه ورکړه، له اوبو سره کلا ته راستنې شي. له دې تازه مېشته کېدونکو سره اوبو مرسته وکړه چې د اور د غشو برید مات کړي. په دې وخت کې رابرټ جانسن د ویرجینیا په ریچموند کې په مقننه برخه کې کار کاوه، ځکه چې هغه د فایتې ناحیې د استازي په توګه ټاکل شوی و. (کینتکی تر ۱۷۹۲ ز کال پورې د ویرجینیا برخه وه.) [۹][۱۰][۱۱]

په ۱۷۸۳ ز کال کې کینتکي د یوې خوندې سیمې په توګه را څرګنده شوه، چې مېشته کېدونکو د کروندو د رامنځ ته کولو لپاره سنګرونه  پرېښودل. د جانسون کورنۍ ګرېټ ګراسنګ کې په خپله پېرودل شوې ځمکه کې مېشته شوه. نوموړی چې یو سروې کوونکی و، د غوره ځمکو په پېرلو کې بریالی څرګند شو او په دې سیمه کې د دولت له خوا د ځمکو له وېش نه ګټه پورته کړه. [۱۲][۱۳][۱۴]

د مایلس سمت د دوکتورا د تیزېس پر بنسټ، "ریچارد خوشحاله شخصیت ته وده ورکړه او زیاتره د خوښ او راضي ماشوم په بټه لیدل کېده." ریچارد د کورنۍ پر کروندو تر ۱۶ کلنۍ پورې خپل ژوند تېر کړ. نوموړی په ۱۷۹۶ ز کال کې د ګرامر یوه سیمه ییز ښونځي ته واستول شو او وروسته یې د ترانسیلوانیا په پوهنتون کې په زده کړو پیل وکړ، چې د اپالچیان د غرونو په لوېديځ کې لومړی کالج و.  د لګزینګټن په کالج کې، چې پلار یې هلته معتمد و، نوموړي د جورج نیکولس او جېمز بروان سره، چې وروسته د متحده ایالاتو سناتور شو، حقوق و لوستل. [۱۵][۱۶]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Richard-M-Johnson — subject named as: Richard M. Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6m04b02 — subject named as: Richard Mentor Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2898 — subject named as: Richard Mentor Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=johnsonr — subject named as: Richard Mentor Johnson
  5. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  6. McManus, Edgar J. (2000). "Johnson, Richard Mentor". American National Biography online. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.0300246. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  7. Petriello, pp. 2–4.
  8. Christina Snyder, Great Crossings: Indians, Settlers & Slaves in the Age of Jackson (New York: Oxford University Press, 2017), p. 42.
  9. Smith 2013, p. 31.
  10. Snyder, pp. 42–43
  11. Meyer, pp. 22–23.
  12. Meyer, p. 25.
  13. Pratt, p. 82
  14. McManus, Edgar J. (2000). "Johnson, Richard Mentor". American National Biography online. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.0300246. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  15. Smith 2013, p. 40.
  16. Petriello, pp. 12–13.