روډولف ارنهایم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روډولف ارنهایم
(الماني: Rudolf Arnheim د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روډولف ارنهایم
روډولف ارنهایم

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ جولای ۱۹۰۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
برلين[۹]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 جون 2007 (103 کاله)[۱۰][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
ارواپوه
خبريال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۲][۱۳]
انگليسي[۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه هنر تاريخ څېړنې[۱۵]
خبريالي[۱۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

روډولف ارنهایم (انګلیسي: Rudolf Arnheim؛ ۱۹۰۴ جولای ۱۵مه – ۲۰۰۷ جون ۹مه) یو جرمني الاصله لیکوال، د هنر او فلم تیوریست، او ادراکي ارواپوه و. نوموړي د برلین په پوهنتون کې د ماکس وېرتهایمر او ولفګانګ کوهلر تر نظر لاندې زده کړو پر مهال ګشټالټ ارواپوهنه زده کړه او هغه یې په هنر کې پلې کړه. د هغه مهم اثر "هنر او بصري ادراک: د خلاقې سترګې ارواپوهنه" کتاب و چې په ۱۹۵۴ کال کې خپور شو. د ارنهایم په نورو مهمو کتابونو کې "بصري تفکر" (۱۹۶۹) او "د تمرکز ځواک: په بصري یا تجسمي هنرونو کې د ترکیب مطالعه" (۱۹۸۲) اثار شامل دي. په ۱۹۷۴ کال یې د هنر او بصري ادراک اثر بیاکتنه وکړه، پراخ یې کړ او د نوې نسخې په توګه یې بیا خپور کړ، چې څوارلسو ژبو ته ژباړل شوی دی. هغه په ​​جرمني، ایټالیا، انګلستان او امریکا کې ژوند کړی، او په د سارا لارنس کالج، هاروارډ پوهنتون، او میشیګان پوهنتون کې یې تدریس کاوه. هغه په ​​امریکا کې د هنر پر تاریخ او ارواپوهنه خورا اغېزې ښندلې دي.[۱۶]

په هنر او بصري ادراک اثر کې نوموړي هڅه کړې چې د هنر د ښه درک او پوهېدو لپاره ساینس وکاروي. په خپل وروستي کتاب بصري تفکر (۱۹۶۹) کې یې بیا پر دې انګېرنې انتقاد وکړ چې ژبه له ادراک یا پوهېدنې څخه وړاندې ځي. د نوموړي له نظره، حقیقت ته یوازېنی لاسرسی، چې موږ یې لرو، زموږ د حواسو له لارې دی. ارنهایم استدلال وکړ چې ادراک په کلکه له تفکر سره غوټه دی، او هنري بیان د استدلال بله لاره ده. د تمرکز په ځواک اثر کې یې بیا د ګډ مرکز لرونکو او شبکه‌اي ځایي نمونو سره د هنر او معمارۍ تعامل په ګوته کړ. هغه استدلال وکړ چې شکل او محتوا د وېشل کېدو وړ نه دي، او دا چې د هنرمندانو لخوا رامنځته شوې نمونې د انساني تجربې طبیعت او ماهیت څرګندوي.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

روډولف ارنهایم په ۱۹۰۴ کال کې د برلین په الکساندر پلاټز سیمه کې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږېدلی و. د نوموړي له زیږون لږ وروسته د هغه کورنۍ د شارلوتنبرګ کیسردام ته ولاړه او هلته د ۱۹۳۰مې لسیزې تر پیل پورې پاتې شول. هغه له ماشومتوبه له هنر سره مینه لرله او همدا وه چې هغه له ماشومتوبه انځورګري پیل کړه. د هغه پلار جورج ارنهایم د پیانو یوه کوچنۍ فابریکه لرله، او د خپل زوی لپاره یې پلان دا و چې همدا فابریکه مخته یوسي. خو روډولف بیا غوښتل چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، او پلار یې هم ورسره ومنله چې کولی شي د اوونۍ نیمایي برخه وخت په پوهنتون کې او نیمایي په فابریکه کې تېر کړي. روډولف په پوهنتون کې ډېر وخت تېراوه او کله به چې په ​​فابریکه کې و، د پیانو د میخانیکونو په اړه به یې په خپلو پوښتنو ګروېږنو سره کارمندان له کاره ایستل، ځکه نو د هغه پلار موافقه وکړه چې په بشپړ ډول پر خپلو زده کړو تمرکز وکړي. څومره چې هغه په یاد راوړلی شوای، هغه له ارواپوهنې سره علاقه لرله او یوه ځانګړې خاطره یې پکې دا وه د پنځلس یا شپاړس کلنۍ په عمر کې یې د سېګمونډ فرویډ د کتابونو ځینې لومړنۍ نسخې اخیستې وې. دې چارې په رواني تحلیل کې د هغه لېوالتیا زیاته کړه.[۱۷][۱۸]

مسلکي ژوند[سمول]

ښاغلي ارنهایم د برلین په پوهنتون کې زده‌کړې وکړې، او غوښتل یې خپلې زده‌کړې پر ارواپوهنه راوڅرخوي. هغه مهال ارواپوهنه د فلسفې یوه څانګه وه، ځکه نو ارنهایم تجربوي ارواپوهنه او فلسفه د خپل مېجر یا عمومي رشتې په توګه وټاکله، او د هنر تاریخ او موسیقي یې د ماینر یا تخصص لپاره وټاکله. په دغه مهال په پوهنتون کې ګڼ مشهور علمي غړي او استادان وو، چې البرټ انشټاین، ماکس پلانک، ماکس وېرتهایمر، او ولفګانګ کوهلر پکې د یادولو وړ دي. دا چې ماکس وېرتهایمر او ولفګانګ کوهلر د ارواپوهنې په څانګه کې وو، د ارواپوهنې څانګه تر ډېره پر ګشټالټ ارواپوهنه متمرکزه وه. د برلین پوهنتون د ارواپوهنې انسټیټیوټ د امپراتوري ماڼۍ په دوو پوړونو کې موقعیت درلود، ځکه نو ارنهایم په داسې موقتو لابراتوارونو کې کار کاوه چې د پرښتو پر انځورونو او نورو هنري کارونو سینګار شوي وو. دا انسټیټیوټ تر ډېره یو ورکشاپ و، ځکه هر چا به په لیکچرونو کې د ناستو پرځای، تجربې ترسره کولې او له یو بل سره به یې په ګډه کار کاوه. د ارنهایم د پایلیک یا فراغت د رسالې لپاره، ماکس وېرتهایمر له هغه څخه وغوښتل چې د انسان د مخ د حالتونو او د لاسي لیکلو څېړنه وکړي او دا وښيي چې څه ډول له یو بل سره مطابقت مومي. نوموړي یوه مخ یا صورت ته د خلکو د کتلو پر مهال د هغوی د درک د کچې او هغه څه چې دوی یې د یو چا له لاس لیکلو څخه احساسوي او همدارنګه د دواړو ترمنځ له یو بل سره مطابقت ته کتنه وکړه. د بیان د مطالعې په اړه دا د ارنهایم پیلنی کار و، کوم چې نوموړي له بصري هنرونو سره کتنه ورته وکړه. نوموړي په ۱۹۲۸ کال کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه.[۱۷][۱۸]

ښاغلي ارنهایم د خپل عمر د شل کلنۍ لسیزې په منځ کلونو کې د سټکهېلشواین (Stachelschwein) ژورنال لپاره د فلم د تنقید په برخه کې لیکل پیل کړل. په ورته وخت کې نوموړي خپل اثار د ډي وېلټبوهن ژورنال مسؤول مدیر سیګفریډ جاکوبسن ته واستول او د هغه له لوري هم ومنل شول. کله چې جاکوبسن په ۱۹۲۸ کال کې مړ شو، اوسیټزکي یې دنده په غاړه واخیسته او بیا آرنهایم تر ۱۹۳۳ کال پورې په کلتوري برخه کې کار وکړ. د ۱۹۳۲ کال په مني کې ارنهایم د نازیانو له واک ته رسېدو نږدې درې میاشتې وړاندې، د برلینر ټجبلاټ (Berliner Tageblatt) ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړه. دا مقاله د چارلي چاپلین او اډولف هټلر د برېتونو د ماهیت په اړه وه او پر دې یې بحث کړی و، چې برېتونه د انسان د شخصیت له نظره له پوزې سره څه کوي. د دې مقالې د وخت په پام کې نیولو سره او دا چې په ۱۹۳۳ کال کې د هغه کتاب "فلم د هنر په توګه" پېر او پلور نور د نازیانو له لوري اجازه نه لرله، د ارنهایم ځینو ملګرو هغه ته مشوره ورکړه چې باید له هېواده ووځي او په دې توګه د ۱۹۳۳ کال په اګست کې روم ته ولاړ.[۱۷][۱۸]

ارنهایم د راتلونکو شپږو کلونو لپاره په روم کې ژوند وکړ او د فلم او راډیو په اړه یې لیکل کول. کله چې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه، نوموړی لندن ته ولاړ، او د برېتانیا له نشراتي مؤسسې (بي بي سي) سره یې د جګړې د پېر د ژباړونکي په توګه کار وکړ. نوموړی په ۱۹۴۰ کال کې متحده ایالاتو ته ولاړ او د نیویارک ښار څراغونو حیران کړ. د هغه لپاره دا د "جلاوطنۍ پای" و ځکه هغه په ​​لندن کې له دوامداره تیارو او خاموشۍ سره په ژوند کولو عادت شوی و.[۱۷][۱۸]

اثار[سمول]

که څه هم "هنر او بصري ادراک: د خلاقې سترګې ارواپوهنه" اثر بشپړولو یې پنځلس میاشتې وخت واخیست، خو هغه احساس کاوه چې اساسا یې په یوازې یوه اوږده ناسته کې لیکلی دی. په ۱۹۷۴ کال کې د دغه اثر بیاکتل شوې نسخه ۱۴ ژبو ته ژباړل شوې او د پېړۍ ترټولو اغېزناکو هنري کتابونو په ډله کې راځي. په هنر او بصري ادراک اثر کې نوموړی هڅه کوي چې د هنر د ښه پوهېدو لپاره له ساینس څخه کار واخلي، خو بیا هم د شخصي تعصب یا پلوۍ، شعور، او بیان مهم اړخونه هم په پام کې نیسي. بصري تفکر (۱۹۶۹) اثر یې د تفکر په مقابل کې د ادراک یا پوهېدو او د پوهې یا عقل په مقابل کې د وجدان یا شعور ترمنځ توپیرونه ننګوي. په دغه اثر کې ارنهایم په دې انګیرنه انتقاد کوي چې ژبه تر پوهېدو یا درک مخکې ده او دا چې کلمات په تفکر کې د مخکې تګ زینې دي. حسي پوهه د ژبې امکان برابروي، ځکه واقعیت ته زموږ یوازېنی لاسرسی زموږ د حواسو له لارې دی. بصري ادراک یا پوهېدنه هغه څه دي چې موږ ته د تجربې په اړه د ریښتینې پوهې شونتیا برابروي. نوموړی همدا راز استدلال کوي چې درک یا پوهه په کلکه له تفکر سره تړلې ده، او هنري بیان د استدلال بله لاره ده. د "د تمرکز ځواک: په بصري یا تجسمي هنرونو کې د ترکیب مطالعه" (۱۹۸۲) اثر کې نوموړی د ګډ مرکز لرونکو او شبکه‌اي ځایي نمونو سره د هنر او معمارۍ تعامل په ګوته کوي. هغه استدلال کوي چې بڼه او محتوا نه وېشل کېدونکي دي، او دا چې د هنرمندانو لخوا رامنځته شوې نمونې د انساني تجربې طبیعت او ماهیت څرګندوي.[۱۷][۱۸][۱۹]

تیورۍ او نظریې[سمول]

ارنهایم پر دې باور و چې ډېری خلک د شل کلنۍ د لسیزې په لومړیو کې خپل تر ټولو ګټور نظریات لري. دوی په یوه مفکوره یا نظر پورې نښلي او خپل پاتې ژوند د هماغې نظریې په پراختیا کې تېروي. د ارنهایم د تولید نظریه دا وه چې د ژوند او نړۍ معنا د نړۍ په ماډلونو یا نمونو، شکلونو او رنګونو کې درک کېدای شي. له دې کبله هغه باور درلود چې موږ باید همدا ماډل تګلارې یا نمونې مطالعه کړو او معلومه کړو چې معنا یې څه ده. نوموړی همدا راز په دې اند و، چې هنري کار یوازې د شکلونو او رنګونو رایوځای کول او زړه راښکونکي یا جذاب ښکارېدل نه دي، بلکې بصري تفکر او د بیان یوه وسیله ده. هنر د نړۍ په پوهېدو کې له خلکو سره د مرستې یوه لاره ده، او یوه داسې لاره ده چې وګورۍ نړۍ ستاسو د ذهن له لارې څه ډول بدلېږي. دنده یې زموږ د وجود په څېر د یو څیز د جوهر او ماهیت په ډاګه کول دي. د ارنهایم لیکنې او تفکر هغه ته خورا مهم و، او د هغه هدف پر شیانو د ځان پوهول وو. نوموړی په دې باور و چې لید او پوهېدنه یا ادراک خلاقه او فعاله پوهه ده، او موږ انګیرنې یا ادراکات په هغو جوړښتونو او شکل کې تنظیموو چې له لارې یې پر هغه پوهېدلی او درک کولی شو. له نظم پرته به موږ په هېڅ شي هم پوه نه شو، ځکه نو نړۍ یوازې د درک او پوهېدو په وسیله تنظیم او ترتیب مومي. په ټوله کې نوموړي د ادراکي ارواپوهنې او هنر، معمارۍ، او فلم په اړه پنځلس کتابونه لیکلي دي.[۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119142708  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889169r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/441548 — subject named as: Rudolf Arnheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64q8n8s — subject named as: Rudolf Arnheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Rudolf Arnheim — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/5bc30ca449d24b9d95918b05e2aaaabe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/arnheim-rudolf — subject named as: Rudolf Arnheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Rudolf Arnheim — سرليک: Arnheim, Rudolf — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T004184
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/137373 — subject named as: Rudolf Arnheim
  9. پیوستون : 119142708  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. http://www.soziales.fh-dortmund.de/diederichs/arnheim.htm
  11. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600417 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889169r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600417 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6562915
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000600417 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  16. The Intelligence of Vision: An Interview with Rudolf Arnheim
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ ۱۷٫۴ ۱۷٫۵ Rudolf Arnheim: The Little Owl on the Shoulder of Athene
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ ۱۸٫۴ ۱۸٫۵ A Conversation with Rudolf Arnheim
  19. Rudolf Arnheim: The Little Owl on the Shoulder of Athene