رجب طیب اردوغان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له رجب طيب اردوغان نه مخ گرځېدلی)
رجب طیب اردوغان
(ترکی: Recep Tayyip Erdoğan د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ فبروري ۱۹۵۴(1954-02-26) ‏(عمر: ۷۰ کاله)
استوګنځای استانبول  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت تورکيه  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.85 متر[۱]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه ترکي ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ترکي ژبه
انگليسي[۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)
اکاډمي اف ارچيومينټ د سرو زرو پلاټ جایزه (۲۰۰۴)
سټيګر جايزه  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (ترکي ژبه)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رجب طيب اردوغان

رجب طیب اردوغان (چې د ۱۹۵۴ ز کال د فبروري په ۲۶ نېټه زېږیدلی) یو ترک سیاستوال دی چې له ۲۰۱۴ ز کال راهیسې د ترکیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي له ۲۰۰۳ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د ترکیې د لومړي وزیر او له ۱۹۹۴ ز کال څخه تر ۱۹۹۸ ز کال پورې د استانبول د ښاروال په توګه خدمت وکړ. نوموړي په ۲۰۰۱ ز کال د عدالت او پراختیا ګوند (AKP) بنسټ کېښود او د ۲۰۱۴ ز کال څخه وړاندې چې د ولسمشر په توګه وټاکل شي، نوموړی ګوند یې د ۲۰۰۲، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ ز کلونو په ټاکنو کې یې بریالیتوب ته ورساوه. نوموړي په ۲۰۱۷ ز کال کې د اساسي قانون له ټولپوښتنې څخه وروسته د AKP مشرتابه ته بېرته راستون شو. اردوغان چې اسلامپاله سیاسي شالید لري او ځان د محافظه کاره دیموکرات په توګه ښیي، د خپلې ادارې په اوږدو کې هغه له ټولنیز پلوه محافظه کاره او عوام پلوه پالیسو ته وده ورکړې ده.  [۳][۴][۵]

د اسلامپاله سوکالۍ ګوند د نوماند په توګه د ۱۹۹۴ ز کال په ټاکنو کې د استانبول ښاروال وټاکل شو. نوموړي د ضیا ګوک آلپ د شعر لوستلو له امله، وروسته له خپلې دندې څخه ګوښه، له سیاسي دفتر څخه منع او د مذهبي نفرت د هڅولو په تور په څلورو میاشتو بند محکوم شو. وروسته اردوغان اسلامپاله ښکاره سیاست پرېښود او په ۲۰۰۱ ز کال کې یې منځلاری محافظه کاره AKP ګوند تاسیس کړ، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې یې لویه بریا ترلاسه کړه. اردوغان چې لا هم له دندې منع و، د AKP ګډ بنسټ ایښودونکی عبدالله ګل د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو او وروسته یې د اردوغان سیاسي بندیز لغوه کړ. د ۲۰۰۳ ز کال د سیرت د سمیه ییزو ټاکنو له ګټلو څخه وروسته، اردوغان د ګل پر ځای د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، او ګل د ولسمشرۍ لپاره د AKP د نوماند په توګه ډګر ته راغی. په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ ز کلونو کې اردوغان د AKP د مشر په توګه دنده ترسره کړه چې په ۲۰۱۴ ز کال کې ولسمشر وټاکل شو او په ۲۰۱۸ ز کال کې د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.   [۶][۷][۸]

د لومړي وزیر په توګه، د اردوغان د کاري دورې په لومړیو کلونو کې په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه په خبرو کې پرمختګونه راغلل. همدارنګه د ترکیې اقتصاد د ۲۰۰۱ ز کال د مالي سقوط څخه وروسته د رغېدو په حال کې شو او په زیربنایي برخو کې لکه سړکونو، هوايي ډګرونو او د ګړندیو اورګاډو په شبکو کې پانګونه وشوه. نوموړي همدارنګه په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۰ ز کلونو کې د اساسي قانون دوه بریالۍ ټولپوښتنې وګټلې. خو د هغه حکومت د فتح الله ګولن او د ګولن غورځنګ سره (چې د ترکیې د دولت له خوا د ترهګریز سازمان په توګه نومول شوی دی) د نږدې اړیکو له امله تر شخړه لاندې پاتې شو چې AKP د ګولن سره یو ځای د بالیوز او ایرګینیکون د محاکمو له لارې د سیکولر بیوروکراټانو او نظامي افسرانو په وړاندې په تصفیه تورن دی. د ۲۰۱۲ ز کال په وروستیو کې، د نوموړي حکومت د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) سره د کرد - ترکي د شخړې (۱۹۷۸ – تر اوسه) د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرې پیل کړې. په ۲۰۱۵ ز کال کې اوربند مات شو، چې د شخړو او جګړو د زیاتوالي لامل شو. د اردوغان بهرنی سیاست د نوي عثماني سیاست په توګه انګېرل شوی دی او د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ترکیې د ښکېلتیا لامل شو، چې د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال یې د دې هېوادونو په ګډه پوله د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو له خوا د خاورې ترلاسه کولو مخه نیوله.  [۹][۱۰]

ترکیې د اردوغان د واک په وروستیو کلونو کې ډیموکراټیک شاتګ او فساد تجربه کړی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د حکومت پر وړاندې د لاریونونو له پیل راهیسې، حکومت په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو باندې دوامداره سانسور پلی کړ، د یوټیوب، ټویټر او ویکیپیډیا په څېر وېب پاڼو ته یې لاسرسی محدود کړ. دې کړنو په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اړه خبرې وځنډولې. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ۱۰۰ ملیارد ډالرو د فساد رسوایې د دې لامل شوه چې  د اردوغان نږدې متحدین ونیول شي چې اردوغان هم په کې تورن و ګڼل شو. د ګولن سره د اړیکو له خرابېدو وروسته، اردوغان له قضایي، بیوروکراسۍ او نظامي برخو څخه د هغه د پلویانو تصفیه پیل کړه. د ۲۰۱۶ ز کال د جولای په میاشت کې د بې پایلې پوځي کودتا هڅه د نورو تصفیو او بېړني حالت لامل شوه. حکومت ادعا وکړه چې د کودتا مشران له ګولن سره اړیکې لري، خو هغه په ​​دې کې هر ډول لاس درلودل رد کړل. د اردوغان واکمنۍ په زورواکي، پراخوالي، سانسور او د ګوندونو یا مخالفینو پر تحریم سره پېژندل شوې ده.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

اردوغان چې اجرائیوي جمهوري ریاست ته د ترکیې د پارلماني نظام د بدلون اوږد مهاله پلوی ګڼل کېده، په ۲۰۱۷ ز کال کې یې د ښي اړخه محافظه کار ملتپال ګوند (MHP) سره د اتحاد لپاره  اجراییه ریاست رامنځ ته کړ، چې دا بدلون د اساسي قانون د ټولپوښتنې په توګه و منل شو. د حکومت دا نوې بڼه په رسمي توګه د ۲۰۱۸ ز کال له عمومي ټاکنو څخه وروسته رامنځ ته شوه چې په کې اردوغان او د AKP-MHP نوي ایتلاف ټاکنې وګټلې. له هغه وخت راهیسې نوموړی د ترکیې د پولي واحد له ستونزو او د ۲۰۱۸ ز کال د پور له ناورین سره لاس او ګرېوان دی، چې د دې ناورین د لامل په توګه هم تر نیوکو لاندې دی او په پراخه کچه د نوموړي د شهرت د کمښت لامل شوی هم دی. همدارنګه، داسې انګېرل کېږي چې نوموړي د ۲۰۱۹ ز کال په سمیه ییزو ټاکنو کې ونډه درلوده چې په پایله کې یې حاکم ګوند د ۱۵ کلونو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د انقرې او استانبول کنټرول له لاسه ورکړ. له ماتې وروسته، د ترکیې حکومت په استانبول کې د بیا ټاکنو امر وکړ، چې په کې واکمن ګوند بیا په لوی توپیر سره ټاکنې و بایللې. د اردوغان لپاره دوه پرله پسې ماتې د پام وړ ماتې ګڼل کېدې، چې یو وخت هغه ویلي وو چې که د هغه ګوند "استانبول له لاسه ورکړي، نو په حقیقت کې به ترکیه له لاسه ورکړي". [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

کورنۍ او شخصي ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

اردوغان د استانبول په یوه بې وزله ګاونډۍ سمیه، کاسمپاسا کې چې کورنۍ یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې له ریز ولایت څخه دې ځای ته کډه شوې وه، نړۍ ته سترګې پرانیستې. د اردوغان قبیله په اصل کې د ګرجستان د ادجارا له سیمې څخه ده. د هغه والدین احمد اردوغان (۱۹۰۵ – ۱۹۸۸) او تنزیل اردوغان (د زېږد پر مهال نوم موتلو؛ ۱۹۲۴ – ۲۰۱۱) نومېدل. [۳۵][۳۶]

اردوغان د ماشومتوب خپلې ورځې په ریز کې تېرې کړې، چې پلار یې هلته د ترکیې په ساحلي ګارډ کې د کپتان دنده درلوده. نوموړي د دوبي د رخصتۍ ډېری وختونه د ریز ولایت په ګینیسو کلي کې تېرول. دا سیمه د هغه د کورنۍ اصلي ټاټوبی و. د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې دې معنوي ټاټوبي ته راستنېده او په ۲۰۱۵ ز کال کې يې دې کلي ته نږدې د غره پر سر يو پراخ جومات پرانيست. کله چې اردوغان ۱۳ کلن و، د هغه کورنۍ استانبول ته را کډه شوه.  [۳۷][۳۸][۳۹]

د ځوانۍ په دوران کې، پلار یې هغه ته د اونۍ ۲.۵ لېرې خرڅ ورکولو  چې له یو ډالر څخه لږ ارزښت لري. په دې پیسو باندې هغه پوسټ کارډونه اخیستل او په سړکونو یې بېرته پلورل. هغه همدارنګه په ټرافیکي ګڼه ګوڼه کې بند پاتې شوو چلوونکو ته اوبه پلورلې. اردوغان همدارنګه د سړک سر د پلورونکي په توګه سمیټ (د کنجدو د دانو کلچې) پلورلې. هغه سپین پیش بند اغوسته او په ښیښه یي چوکاټ کې چې د دری-ټایره ګادۍ په سر جوړ شوی و، دا کلچې پلورلې. په ځوانۍ کې اردوغان همدارنګه په یو سیمه ییز لوبغالي کې د فوټبال نیمه مسلکي لوبه کوله. فنرباغچه ټیم غوښتل چې هغه کلپ ته جذب کړي خو پلار یې و نه منله. په ولسوالۍ کې د فوټبال هغه ځایی لوبغالی چې نوموړي په کې لوبې کولې د قسیم پاچا د سپورت د لوبغالي په نوم یادېده چې وروسته د اردوغان په نوم و نومول شو.  [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

اردوغان د سکندرپاچا د ټولنې غړی دی، چې د ترکیې د نقشبندي تګلارې د تصوف ټولنه ده.  [۴۵][۴۶]

مخينه[سمول]

اردوغان د تورکيې لوېديځ کې د استانبول په گڼ ملتيز ښار کې د رسمپاشا په سیمه کې وزېږېد. خو کورنۍ یې د ريزه ولایت پورې تړاؤ لري چې له هغه سیمې يې استنبول ته کډه وکړله . ښاغلی اردوغان ډېر کلک هېوادپالی او ولسپالی تورکی دی چې خپلې څرگندونې يې د اېن ټي وي په نوم چاینل ته داسې کړې وې . ٫٫ تاسو به هېڅ باور ونه کړئ چې زما په هکله ځینو تنگنظرو داسې وېلي و ، گواکې زه گورجی يم ، ځينو بيا راته ارمنی وېلې ، خو زه باید په ډاگه کړم چې زه الحمد الله تورکی يم ،، اردوغان خپل ماشومتوب د تورکيې په ريزه ولایت کې تېر کړی ، هلته يې پلار د سیمې د سايل (سیند غاړې) څارونکی پوځي و . د اردغان کورنۍ استنبول ته اله ورکډه شول چې کله اردغان د ۱۳ کالو و . په ټيټ کلنۍ (ځلميتوب) کې اردغان د استنبول په گڼ ملتیز او ډېر مېشته ښار کې د لیمو زوښا (جوس) او خوږې وړې ډوډۍ يې خرڅولې . دغه خرڅلاؤ يې پدې ترسره کول چې خپلې نورې اړتياوې پخپله پوره کړي ، گنې د منځوي کچې ژوند يې په ټه ييزه توگه درلود .

اردغان په عملي توگه متوازنې مسلمانې کورنۍ کې لوی شو او خپلې زده کړې یې په لومړي ځل د پيالې لومړنيو زده کړو ښوونځي کې چې يو شپېغالی (لیليه) یې هم درلوده په اسلامي اصولو ولاړ کال ۱۹۶۵م زېږدي کې پیل کړې . په ۱۹۷۳م زېږدي کې ده خپله د دوهمې کچې لوړو زده کړو ديپلوم له ايوپ لوړو زده کړو ښوونځي څخه ترلاسه کړ. همدارنگه ورپسې د سوداگرۍ او ادارې په برخه کې لوړې زدهع کړې د لسانس په کچې د اکثريې ښوونځي او د ټه ييزې او خبرتيايي ساينس پوهنځي کې ترلاسه کړلې چې وروسته یې همدې پوهنځي ته د مرمرې پوهنتون نوم ورکړ. اردغان خپل په ځوانۍ کې ډېر تکړه فوټبالر هم و چې په سیمه ییزه کچه د دوهمې ـ کچې لوړ کلب و . فینربېهچې غوښتل چې دی نور هم پرمخ ولاړ شي خو پلار یې فوټبال ته نور پرېنښود . اردوغان د اېمينې گلباران په نوم ښوې پېغلې سره واده وکړ چې په کال ۱۹۷۸ زېږدي کې ۴م د جولای زېږېدلې وه . دواړه د دوه ځامنو خاوندان دي چې احمت (احمد) بوراک او نېکميدين بلال نومېږي او همدارنگه یې دوه لوڼې هم وشوې چې نومان یې اسره او صوميه نومېږي . د اردغان د پلار نوم احمت اردغان و چې په کال ۱۹۸۸م زېږدي کې ومړ او مور بي بي یې چې تنزله نومېده د ۸۸ کالو په عمر کال ۲۰۱۱م زېږدي مړه شوه .

زده کړې[سمول]

ښاغلی اردوغان په کال ۱۹۸۱م زېږيز کې د مرمره پوهنتون څخه د وټپوهنې پوهنځۍ د خبرتيايي پوهنې له څانگې څخه زده کړې ترلاسه کړي .

سیاست کې ښکېلتيا[سمول]

بندي کېدل[سمول]

له گوند مشرۍ څخه تر صدارت او ارگ پورې[سمول]

سياسي دريځ[سمول]

لاسته راوړنې[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. https://www.milligazete.com.tr/haber/8945272/erdogandan-cok-konusulacak-sozler-mezarim-buyuk-olacak-siz-dusunun
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/161591395
  3. (په 21 August 2014 باندې). Turkey's Davutoglu expected to be a docile Prime Minister with Erdogan calling the shots. Fox News.
  4. (په 8 December 2016 باندې). Is there still hope for Turkish democracy?. The Washington Post.
  5. Finchelstein, Federico (2019). From Fascism to Populism in History. University of California Press. د کتاب پاڼې 152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Shambayati, Hootan (May 2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Tale of Two Mayors: Courts and Politics in Iran and Turkey"]. International Journal of Middle East Studies (Cambridge University Press) 36 (2): 253–275. doi:10.1017/S0020743804362057. 
  7. Walter Mayr (په 16 July 2007 باندې). Turkey's Powerful Prime Minister: Who Can Challenge Erdogan?. Der Spiegel.
  8. Arda Can Kumbaracibasi (24 July 2009). Turkish Politics and the Rise of the AKP: Dilemmas of Institutionalization and Leadership Strategy. Routledge. د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-87629-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nick Tattersall (په 28 February 2013 باندې). Erdogan's ambition weighs on hopes for new Turkish constitution. Stratejik Boyut
  10. "Growing consumption". Metro Group. 24 November 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Esen, Berk; Gumuscu, Sebnem (2016). "Rising competitive authoritarianism in Turkey". Third World Quarterly 37 (9): 1581–1606. doi:10.1080/01436597.2015.1135732. http://repository.bilkent.edu.tr/bitstream/11693/36632/1/Rising%20competitive%20authoritarianism%20in%20Turkey.pdf. 
  12. "Turkey" (په انګلیسي ژبه کي). Freedom House. 5 January 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Turkey takes a big step toward nationalist fascism". Washington Post. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 21 March 2014 باندې). Turkey Blocks Twitter.
  15. (په 27 December 2013 باندې). Yeni yolsuzluk dosyasının ekonomik boyutu 100 milyar dolar. Zaman.
  16. (په 26 December 2013 باندې). 100 milyar dolarlık yolsuzluk. Sözcü.
  17. (په 17 December 2013 باندې). Yolsuzluk operasyonunun maliyeti 100 milyar Euro. Milliyet.
  18. "Turkey's failed coup attempt: All you need to know". aljazeera.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Reuters Staff (په 8 April 2021 باندې). Italy's Draghi accuses 'dictator' Erdogan, draws Turkey's condemnation.
  20. Cook, Steven A. "How Erdogan Got His Groove Back". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Democratic decay and uncertainty in Turkey". 25 March 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 18 August 2018 باندې). The West Hoped for Democracy in Turkey. Erdogan Had Other Ideas..
  23. Ben-Meir, Dr Alon (24 October 2020). "Erdogan's Calamitous Authoritarianism". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Yılmaz, Zafer; Turner, Bryan S. (20 October 2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Turkey's deepening authoritarianism and the fall of electoral democracy"]. British Journal of Middle Eastern Studies 46 (5): 691–698. doi:10.1080/13530194.2019.1642662. 
  25. Aytaç, Selim Erdem (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Effectiveness of Incumbent's Strategic Communication during Economic Crisis under Electoral Authoritarianism: Evidence from Turkey"] (in en). American Political Science Review 115 (4): 1517–1523. doi:10.1017/S0003055421000587. ISSN 0003-0554. 
  26. Reuters Staff (په 22 June 2018 باندې). Turkey's powerful new executive presidency.
  27. "Erdogan picks EU fight, as Turkish economy tanks". EUobserver (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 19 January 2019 باندې). As Turkish Economy Sours, Erdogan's Party Could Lose Grip on Big Cities. Haaretz.
  29. Isil Sariyuce and Ivana Kottasová (23 June 2019). "Istanbul election rerun won by opposition, in blow to Erdogan". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 23 June 2019 باندې). Turkey's President Suffers Stinging Defeat in Istanbul Election Redo. The New York Times.
  31. "Turkey's ruling party loses Istanbul election". BBC News. 23 June 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 23 June 2019 باندې). In Setback for Erdogan, Opposition Candidate Wins Istanbul Mayor Seat.
  33. "Son dakika… Financial Times'tan şok İstanbul seçimi yorumu". sozcu.com.tr. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Erdoğan: 'İstanbul'da teklersek, Türkiye'de tökezleriz'". Tele1. 2 April 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 11 May 2003 باندې). The Erdogan Experiment. The New York Times.
  36. "Recep Tayyip Erdoğan'ın hayatı" (په ترکی ژبه کي). Ensonhaber. 1 July 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "İşte Ahmet Kaptan'ın bilinmeyen hikayesi" (په ترکی ژبه کي). Odatv. 4 December 2016. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 4 November 2002 باندې). Turkey's charismatic pro-Islamic leader. BBC News.
  39. Kıble Dağı Cami'nin inşaatı bitti, açılışı Erdoğan yapacak Hürriyet, 5 August 2015
  40. (په 18 July 2007 باندې). Profile: Recep Tayyip Erdogan. BBC News.
  41. "Life story". AK Parti Official Web Site. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Recep Tayyip Erdoğan". Britannica Online Encyclopedia. 
  43. "Fenerbahçe Erdoğan'ı transfer etmek istemiş" [Fenerbahçe wanted to transfer Erdoğan]. Milliyet (په ترکی ژبه کي). 1 April 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. klaiber-it.de, Timo Klaiber. "Recep Tayyip Erdoğan Stadyumu". Europlan-Online. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Eurasia Review: "The Naqshbandi-Khalidi Order And Political Islam In Turkey – Analysis" By Hudson Institute 5 September 2015
  46. Insight Turkey: "Islam, Conservatism, and Democracy in Turkey: Comparing Turgut Özal and Recep Tayyip Erdoğan" by METİN HEPER Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. 15 February 2013