Jump to content

د پیښور درې د ساتني غونډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پیښور درې د ساتني غونډ یا قطعه د برتانوي هند سیمه ییز ځواک وو. دا د 1878 کال د نومبر په میاشت کي د دویمې انګلیس-افغان جګړې (1878-1880) په پیل کي رامینځته سو، او د دریو نظامي ډلو څخه ترټولو لویه ډلګۍ وه، چي هري یوې یې په بېله لاره افغانستان اشغال کړ. [۱] د پیښور ځواک په پیل کي شاوخوا 16,000 نارینه سرتیري وه، [۲] چي د برتانوي او هندي پوځ دواړو قطعاتو ګډ جوړښت وو، او د لیفټیننټ جنرال سر سیمویل جې براون تر قوماندي لاندي یې فعالیت کاوه. [۳]

د براون ځواک د ۱۸۷۸ کال د نومبر په میاشت کي له هند څخه افغانستان ته راغی او د علي مسجد په لور یې د خیبر له لاري پرمختګ ته دوام ورکړ. په یاده سیمه کي د ۱۸۷۸ کال د نوامبر په ۲۱ مه د علي مسجد په جګړه کي چي دخپل وخت لومړۍ جګړه وه د پېښور ځواک بریا ترلاسه کړه. [۳] ورپسې یاد ځواک د کابل په لور پرمختګ وکړ او د ۱۸۷۸ کال د ډسمبر په ۲۰ مه یې جلال اباد لاندي کړ. د ژمي په موسم کي دلته تر دمي کولو وروسته [۴] دوی د 1879 په اپریل کي د کابل ختیځ ته په 50 میله فاصله کي ګندمک ته ورسېدل. دا پداسي حال کي چي د مخابراتو په خلاص ساتلو کي د ستونزو او د افغانانو د بریدونو له امله پرمختګ هم ورو وو. د ۱۸۷۹ کال د می په میاشت کي د ګندمک تړون د افغان جګړې لومړی پړاو پای ته ورساوه او هند ته د پیښور درې سیمه ییز ځواک د وتلو لامل سو. دا ځواک وروسته د 1879 په مینځ کي لمنځه ولاړی.

ترکیب

[سمول]

د افغان-انګلیس د دوهمي جګړې په پیل کي دغه ځواک له لاندي ډلو څخه جوړ سوی وو: [۵]

سر سیموئیل جې براون (د پیښور درې د ساتني د ځواک لوی مشر)

  1. Farwell, Byron (1973). Queen Victoria's Little Wars. London: Allen Lane. p. 203. ISBN 0713904577.
  2. Roberts, Frederick Sleigh (1896). Forty-One Years in India. London: Richard Bentley and Son. p. 346. ISBN 978-1402177422.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Hanna, H.B. (1899). The second Afghan war, 1878-79-80: its causes, its conduct and its consequences (PDF). London: Archibald Constable & Co.
  4. Forbes, Archibald (2008). The Afghan Wars. Book Jungle (Reprint). p. Chapter 1. ISBN 9781605970202. بياځلي په 30 September 2021.
  5. Joslin; Litherland; Simpkin (1988). British Battles and Medals. London: Spink & Son. p. 155. ISBN 0-907605-25-7.