Jump to content

د پاناما کانال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پاناما موقعیت د ارام سمندر او د کیریبین بحر تر منځ

د پاناما کانال په پاناما کي د ۸۲ کیلومتر (۲۶۹٬۰۰۰ فوټه) د اوبو یوه جوړه سوې لاره ده چي د کیریبین سمندر د آرام سمندر سره نښلوي. دا کانال د پاناما د استمس د تر ټولو تنګي نقطې څخه تیریږي، او د اتلانتیک او ارام سمندرونو ترمینځ د سمندري سوداګرۍ لپاره یوه لاره ده. ددې کانال په هر بند کي د کښتیو درېدل د ګاتون جهيل ته ددوی لاره اسانه کوي. یاد جهیل د تازه اوبو یو جوړ سوی جهيل دی چي ۲۶ متر (۸۵ فوټه) د بحر له سطحې څخه پورته موقعيت لري، او د چاګریس سیند او الاجویلا جهيل په اوږدو کي رامینځته سوی دی، ترڅو د کانال لپاره د کیندل سوي کار مقدار کم کړي. په کانال کي هر بند تر ځان وروسته رواني کښتۍ په بله برخه کي خوشي کوي، او په اوسط ډول ۵۲٬۰۰۰٬۰۰۰ غال-أمريكي (۲۰۰ Mل) تازه اوبه د کښتۍ په یو ځل تېرېدو کي کارول کیږي. [۱] پاناما کانال د وچکالۍ په وخت کي د اوبو د ټیټي کچي له امله ګواښونکی حالت خپلوي.

Panama Canal
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ship canal (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
پېرودونکی
اړين مالومات
رسمي پرانیستنه
  • ۱۵ اگسټ ۱۹۱۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۸۲ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۹°۰۷′شمال ۷۹°۴۵′لويديځ / 9.12°شمال 79.75°لويديځ / 9.12; -79.75 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د پاناما کانال لنډه لاره د اتلانتیک او ارام سمندرونو ترمینځ د کښتیو سفري وخت خورا زیات راکموي، او دوی ته دا وړتیا ورکوي چي د ډریک پاسج، د میګیلان تنګي یا بیګل چینل له لاري د سویلي امریکا پورتنۍ برخي د شاوخوا اوږدې خطرناکي لاري څخه ډډه وکړي. د پاناما کانال یو له ترټولو لویو او خورا ستونزمنو انجینري پروژو څخه دی چي تر اوسه پوري جوړي سوي دي. د ۱۹۱۴ کال د اګسټ په ۱۵ مه د پرانیستلو راهیسي دغه کانال په وخت او واټن کي د سمندري اړیکو د لنډولو، د دواړو سمندرونو ترمنځ د لنډي او نسبتاً ارزانه ترانزیتي لاري په برابرولو سره د سمندري او اقتصادي ترانسپورت په پیاوړي کولو کي خورا بریالی ثابت سوی دی، او د نړیوالي سوداګرۍ په راشه درشه باندي په پرېکنده توګه اغیزه لري. پاناما کانال په پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو کي او همدارنګه په ډیرو لیرو پرتو سیمو کي د اقتصادي پراختیا لپاره بنسټیز څرخ ګڼل کیږي.

کولمبیا ، فرانسې او وروسته متحده ایالاتو ددغه کانال شاوخوا سیمه د جوړولو پرمهال پخپله ولکه کي واخیستل. فرانسې په 1881 کي ددې کانال کار پیل کړ، مګر په 1889 کي د انجنیري ستونزو او د کارګرانو د مړیني د لوړي کچي له امله د پانګوالو د باور نشتوالي پر اساس ودرول سو. ورپسې امریکا په 1904 کي دا پروژه په غاړه واخیسته او په 1914 کي یې کانال پرانیست. متحده ایالاتو د کانال او شاوخوا یعني پاناما کانال زون ولکې ته همداسي دوام ورکړ، څو چي په 1977 کي د توریجوس – کارټر تړون چي پاناما ته د هغې د سپارلو لپاره چمتو سوی وو، پلی سو. د متحده ایالاتو - پانامانیا د ګډي ولکې تر مودې تېرېدلو وروسته د پاناما حکومت په 1999 کي ددې کانال بشپړه ولکه ترلاسه کړه. دا کانال اوس د پاناما د حکومت ملکیت دي، چي د پاناما کانال ادارې لخوا اداره کیږي.

په پاناما کانال کي هر بند ۳۳٫۵ متر (۱۱۰ فوټه) پراخه دی، او د پاناما کښتیو ته د تیریدو اجازه ورکوي. دلته نوي بندونه د لویو نیوپانامیکس کښتیو لیږد ته هم اجازه ورکوي.

په کانال کپ کلنی ترافیک په 1914 کي د شاوخوا 1,000 کښتیو څخه پورته اټکل سوي وه. په 2008 کي دغه شمېره 14,702 کښتیو ته ورسېدل او په ټولیز ډول د 333.7 ملیونه ټنه بارونه تېروي راتېروي. تر 2012 پوري له 815,000 څخه زیاتي کښتۍ له دې کانال څخه تېري سوي وې، او په یاد کال کي متحده ایالات، چین، چیلي، جاپان او سویلي کوریا د کانال پنځه غوره کاروونکي وه. [۲] په 2017 کي هري کښتۍ په اوسط ډول 11.38 ساعته وخت نیولی وو ترڅو د کانال د دوو خارجي بندونو ترمنځ تیره سي.

  1. . 2 September 2024. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. . 15 October 2012. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)