د ونو چونگښې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Hylidae
د ونو چونگښې
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه دوه ژوندوي
طایفه چونگښې
کورنۍ د ونو چونگښې

د ونو چونگښې (علمی نوم: Hylidae) د دوه ژوندويو څخه یوه کورنۍ ده چې د چونگښو په طایفې اړه لري او په اروپا، امريکا، آسیا او اسټرېليا کې په گرمو سیمو کې ژوند کوي. نوموړی ژوی خوځندکې ښکاروي او په ځانگړی ډول پر ونو باندي ژوند کوي. ټوله کورنی تقریبا ۸۹۰ ډوله ژوي لري.

توصيف[سمول]

د ونو چونگښې کوچنې ژوي دي چې اوږدوالی یی د ۱،۶ سانتیمترو څخه تر ۹ سانتیمترو پورې وي. نوموړی ژوی د گوتو پر سر باندی ځانگړی ټيکلی لری چې د ونو او بوټو د ختلو لپاره کارېږی. رنگ یې شین یا نسواری وي.د ونو چونگښې په ځانگړی ډول په اوبو کی هگی اچوي.