د هېتیانو واکمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هېتیانو واکمنۍ

د هېتیانو واکمنۍ (په انگریزي: Hittite Empire) د ۱۶۰۰ کال مخکې له میلادي څخه تر ۱۱۷۸ کال مخکې میلادي پورې په اناتولیا، سوریې، لېبنان او فلسطین کی یوه ستره واکمنۍ وله چی مرکز یی په اناتولیا کی پروت وو او پلازمېنه یی خاتوشا وه. تر ۱۲۰۰ کال وروسته د هېتیانو واکمنۍ د کورنیو د جگړو په سبب پای ته ورسېدله.

د هېتیانو ولس[سمول]

هېتیان د هندو- اروپایی د پخوانی ولسونو څخه وو چی په ۱۹۰۰ کال عیسوی سنی مخکې اناتولیا ته ورسېدل. په دی وخت کی هېتیان په درې د ژبو ډلو تقسیم شول او تر څو پیړیو وروسته یی یوه لویه واکمنۍ خوړ کړل.

کله چی په ۷۱۷ کال سنی مخکې د هېتیانو وروستی ښار کاراکامش ویچاړ شو نو د هېتیانو حضورت په نژدې ختیځ کی پای ته ورسېدله. د تاریخپوهانو په نظر هېتیان د بالکان یا د کاسپینی سمندر د سیمو څخه نژدې ختیځ ته ورسېدل او د هېتیانو ملی ژبه د هند – اروپایی د ډلو څخه وه. هېتیان خطرناک جنگخویان ول چی خپل وسلې د اوسپنې څخه یی جوړ کول. د هېتیانو پوځ ۱۴۰۰ عسکرونه او ډېر جنگی واگنونه درلود. هر انسان کولای سی عسکر واوسی.

هېتی ژبه[سمول]

د هېتیانو خټین دړه
لمړنی ژباړه شوی هېتی جمله

هېتی ژبه یا نیشیلی (په لاتینی لیکدود: Nishili) د هند – اروپایی ژبه وله چی د ۲۰ پېړۍ (ق.م.) څخه تر ۱۳ پېړۍ (ق.م.) پورې د هېتیانو په واکمنۍ کی ویل کېده او د هېتیانو واکمنۍ رسمی ژبه هم وله. دغه ژبه د مېخی لیکدود او وروسته هېروگلیفی لیکدود په مرسته لیکل کېده. هېتی ژبه په ۱۹۱۵ کال کی چیکی ژبه پوه د Bedřich Hrozný لخوا توضیخ شوه.

تاریخ[سمول]

لمړنی اثرونه د هېتیانو په هکله په انخیل کی پیدا کېدلای سی. په ۱۹۰۶ کال کی هوگو وینکلېر په تورکيه کی د هېتیانو پایتخت خاتوشا کشف کړ او په پاچایی مانۍ کی یی لوی ارشیف هم کشف کړ. په دی ارشیف کی ۱۰،۰۰۰ خټین دړې پرتې وي او پر خټین دړو باندی نه پېږندل شوی ژبه وه چی د اکدی لیکدود په مرسته لیکل شوی ده. خو څو متنونه په بابلی ژبې کی هم ولیکل شول. د دی معنی دا چی د هېتیانو کارمندانو په هېتی متن کی بابلی او سومېری کلمې هم کارول. کله چی کارمند رسمی متن ولیکه نو په متن کی یی بابلی، سومېری او هېتی کلمې بدل کړ.

هېتی ژبه[سمول]

هېتی ژبه د هند – اروپای ژبه ده چی د اکدی مېخی لیکدود په مرسته لیکل شوی ده. د مېخی توری د کیڼ څخه ښی ته لیکل شوی دی. په ۱۹۱۵ کال کی Bedřich Hrozný په یو متن کی یو جمله کشف کړ او په دی جملې کی یوه کلمه وه چی د اروپایی ژبو څخه راځی. د دی جملې په اساس Bedřich Hrozný په خپلو اثرونو کی اعلان کړ چی هېتی ژبه د هند – اروبایی د ژبو څخه دی. د هېتی ژبې د توضیخولو په ۱۹۳۳ کال کی پای ته ورسېدل.

خاتوشا[سمول]

خاتوشا د هېتیانو واکمنۍ پایتخت وو چی د اناتولیا په غرونو کی پروت وو. په دی ځای کی هېتیانو ستره او لویه ښار جوړکړل. دغه ښار ستر دیوالونه درلود چی سور یی ۸ مترو ته ورسېده. په ختوشا کی پاچایی مانۍ، پاچایی، ارشیف او معبدونه پروت وو. دغه ښار په ځانگړی ډول لویه پاچایی کلا وه چی ۸۰ کلومترو د سیند څخه پرته وه. دغه ښار په ۱۱۹۰ کال عیسوی سنی مخکی ویچاړ شو.

تاریخ[سمول]

د هېتیانو واکمنۍ په ۱۸۰۰ کال سنی مخکې د پاچا انیتاش لخوا جوړه شوه. په دی وخت کی پاچا انیتاش د هېتیانو قبیلو ټول کړ او په دی وخت کی د هېتیانو واکمنۍ او د هاتیانو قبیلو جگړه پېل شوه او هاتیان ماته وخوړله. هېتیانو تر جگړې وروسته په اناتولیا کی نوی ښارونه نېشاش، زالپا، کوشار او خاتوشا جوړ کړل. په ۱۷ پېړۍ کی خاتوشا د هېتیانو واکمنۍ شو. په دی وخت کی د هېتیانو حکمرانانو خپل دولت تور سمندر ته هم پراخ کړل او پوځ یی فرات ته هم ورسېده. په ۱۶ پېړۍ کی سوریه او د کارکامش ښار د هېتیانو لاس ته ورغلل په دی وخت کی د هېتیانو او مصر تر منځ سرحدی مبارزې پېل شول. په ۱۲۷۴ عیسوی سنی مخکې کی د کادش جگړه پېل شوه. په دی جگړې کی فرعون رامسس ۲ غوښتل چی سرحدی ښار کادش ونیو خو پوځ یی نسوای کولای د هېتیانو پوځ ماته ورکړي او رامسس ۲ مجبور شو چی د هېتیانو د پاچا مواتالی سره سوله لاسلیک وکړي. مواتالی تر وفات وروسته پاچا خاتوشیلی ۳ د بابل د حکمران سره سوله لاسلیک وکړ خو په دی وخت کی د اشور واکمنۍ د پراخولو پېل شو. په ۱۱۹۰ کال عیسوی مخکی د هېتیانو پایتخت خاتوشا ویچار شو او د هېتیانو واکمنۍ زوال ته ورسېدله.[۱]

سرچينې[سمول]

  1. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)