Jump to content

د ملازګرد جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ملازګرد جګړه په 1071 زیږدیز کال کي د اګسټ پر 26 نېټه د الپ ارسلان تر قوماندې لاندي د سلجوقی امپراتورۍ د ځواکونو او د رومانس ډیوجینز تر قوماندې لاندي د بازنطین امپراتورۍ د ځواکونو ترمنځ د منزکیرت ښار ته نږدې (د اوسنۍ ترکیې د موش په ولایت مالزګرد سیمه کي) کي پېښه سول. دا جګړه په تاریخ کي یو له خورا اغیزمنو جګړو څخه شمیرل کیږي چي له کبله یې په اناطولي کي د ترک مسلمانانو استوګنه هم پیل سوه. په یاده جګړه کي د بازنطین امپراتورۍ ماتي دوی د لویدیځې اروپا له مسیحیانو څخه د مرستي غوښتني ته اړ ایستل، چي همدغه پېښه د صلیبي جګړو د پیل کېدو لامل سوه.

د ملازګرد جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۲۶ اگسټ ۱۰۷۱ (Gregorian) (۱۰۷۱ (Gregorian)) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Malazgirt (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۹°۰۸′۴۱″شمال ۴۲°۳۲′۲۱″ختیځ / 39.144722222222°شمال 42.539166666667°ختيځ / 39.144722222222; 42.539166666667 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د تاریخونو پر بنسټ د بازنطینی امپراتورۍ په خاوره کي د ترکانو بریدونه او د دوی پرمختګ د طغرل بی له وخته پیل سوی و او الپ ارسلان په وخت کي یې دومره زیاتوالۍ وموند، چي بازنطین امپراتوري یې له ستونزو سره مخ کړه. بازنطین امپراطوري ددوی د مخنیوي لپاره د جګړې چمتووالی ونیوی او دلوی شمېر لښکر سره یې د مسلمانانو پر خاوره باندي یرغل ترسره کړ، خو د شمېر له لوړوالي سره سره د بازنطیني لښکر د مشرانو د خیانتونو او همدارنګه د الپ ارسلان لخوا د اغیزمنو تاکتیکونو کارولو په جګړه کي ددوی حالت خوارځواکه کړ او د سلجوقیانو په وړاندي یې شرموونکې ماته وخوړه. د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته رومي واکمن (رومانوس دیوجینس) د مسلمانانو له لوري ژوند ونیول سو او الپ ارسلان ته یې وړاندي کړ. دا په تاریخ کي لومړی ځل وو چي د بازنطینی امپراتورانو څخه یو امپراتور د مسلمانانو له لوري ونیول سو او د دوی لښکر هم په بشپړه توګه له منځه ولاړی.

الپ ارسلان د بازنطین امپراطوري نیول سوي واکمن دیوجانس رومانوس ته دده ګناه وبخښل او ددې ترڅنګ یې د جوړجاړي یو تړون هم ورسره لاسلیک کړ، خو ددې تړون لږ وخت لا نه وو تېر سوی چي بریدونه بیا پیل سوه او سلجوقي سلطنت یې داځل مجبوره کړ چي د اناطولي لویه برخه له رومیانو څخه په بشپړه توګه ونیسي، او په دې توګه د روم سلجوقیانو واکمني رامنځ ته سول. د ملاذګرد جګړه د اسلامي نړۍ په تاریخ کي ځکه مهمه ده چي دې جګړې په بغداد کي د عباسي خلافت کمزوري ریښې یوځل بیا قوي کړې او ددې ترڅنګ یې د ختیځ روم پلازمینه ( اوسنئ استانبول ) تر داسي ګواښ لاندي کړ چي اروپایي دولتونه یې مجبوره کړه ترڅو د مسلمانانو په وړاندي صلیبي جګړې پیل کړي. د یادوني وړ ده چي د ملاذګرد جګړې د عثماني ترکانو لپاره په راتلونکو دوو پیړیو کي د واک ترلاسه کولو زمینه هم برابره کړه.