د مسلمانو ستورمزلو لړليک
ونگبڼه
دا د هغو مسلمانو ستورمزلو لړليک دی چې تشیال ته تللي دي.

د مسلمانو ستورمزلو لړليک
[سمول]| هېواد | نوم | ماموریت (د تگ نېټه) | کتنې |
|---|---|---|---|
| سلطان بن سلمان بن عبد العزيز ال سعود[۱] | ايسټيایس-۵۱-جي (۱۷ جون ۱۹۸۵) | لومړنی سعودي، لومړنی عرب او لومړنی مسلمان دی چې تشیال ته تللی دی. | |
| محمد فارس[۲] | میر ايپي-۱ (۲۲ جولايي ۱۹۸۷) | لومړنی سوري دی چې تشیال ته تللی دی. | |
| موسى مناروف[۳] | میر اياو-۳ (۲۱ ډسمبر ۱۹۸۷) سویوز ټيایم-۱۱ (۲ ډسمبر ۱۹۹۰) |
په تشیال کې یې ۵۴۱ ورځې تېرې کړې دي. | |
| عبد الاحد مومند[۲] | مير ايپي-۳ (۲۹ اگسټ ۱۹۸۸) | لومړنی افغان او درېیم مسلمان دی چې تشیال ته تللی دی. | |
| توكتار أوباكيروف[۲] | سویوز ټيایم-۱۳ (۲ اکټوبر ۱۹۹۱) | لومړنی قزاقي دی چې تشیال ته تللی دی. | |
| تالغات موساباييف[۲] | سویوز ټيایم-۱۹ (۴ نومبر ۱۹۹۴) سویوز ټيایم-۲۷ (۲۵ اگسټ ۱۹۹۸) سویوز ټيایم-۳۲ (۶ می ۲۰۰۱) |
دوهم قزاقي دی چې تشیال ته تللی او هلته یې ۳۴۱ ورځې تېرې کړې دي. | |
| ساليجان شاريبوف[۲] | ایسټيایس-۸۹ (۲۰ جنوري ۱۹۹۸) لېږد ۱۰ (۱۴ اکټوبر ۲۰۰۴) |
په تشیال کې یې ۲۰۱ ورځې تېرې کړې دي. | |
| انوشه انصاري[۳] | سویوز ټيایماې-۹ (۱۸ سپټمبر ۲۰۰۶) | لومړنۍ مسلمانه مېرمن ده چې تشیال ته تللې ده. | |
| شيخ مظفر شكور[۲] | سویوز ټيايماې-۱۱ (۱۰ اکټوبر ۲۰۰۷) | لومړنی مالېزي دی چې تشیال ته تللی دی. | |
| ایدين ایمبتوف[۲] | سویوز ټيایماې-۱۸ايم (۲ سپټمبر ۲۰۱۵) | درېیم قزاقي دی چې تشیال ته تللی دی. |
په تشیال کې لمونځ کول
[سمول]د انگکاسا (Angkasa) په نامه د مالېزیا فضايي ادارې په ۲۰۰۶ کې یوه لویه غونډه جوړه کړه چې ۱۵۰ مسلمانو ساینسپوهانو او دینپوهانو گډون پکې کړی وو. غونډه د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره جوړه شوې وه چې څنگه په تشیال د مکې پر لور لمونځ باید وشي. د ۲۰۰۷ په لومړیو کې یې د "په نړیوال تشیال تمځای کې د عبادت کولو لارښود A Guideline of Performing Ibadah (worship) at the International Space Station" په نامه یوه مقاله خپره کړه چې وروسته د مالېزیا د فتوا ملي شورا (National Fatwa Council) له خوا تایید شوه.
نور ولولئ
[سمول]اخځونه
[سمول]- ↑ A prince in space Archived 2012-05-07 at the Wayback Machine. at Saudi Aramco World Archived 2013-12-02 at the Wayback Machine., January/February 1986, p20-29
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ El-Maghraby, Tamer (19 March 2007). "Eight Muslims in Space and Counting". IslamOnline.net. بياځلي په 26 March 2010.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ "Nine Muslims in space" (PDF). The Brunei Times. 23 July 2010 (PDF). بياځلي په 23 May 2016.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)