محمد فارس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد فارس
څېړونکی ستورمزلی، انټرکوزموس
ملیتسوریه
دريځکورناستی (متقاعد)
زوکړه۲۶ مې ۱۹۵۱(1951-05-26) ‏(عمر: ۷۲ کاله)
حلب، سوریه
نور نومونه
محمد احمد فارس
نورې دندې
الوتگر (پیلوټ)
رتبېجنرال، د سوریې هوايي ځواک
په تشیال کې وخت
۷ ورځې، ۲۳ ساعته او ۴ دقیقې
غوراویانټرکوزموس ډله، ۱۹۸۵
ماموریتمیر اي‌پي-۱ (سویوز ټي‌ايم-۳ / سویوز ټي‌ايم-۲)
د ماموریت نښان
جایزېکينډۍ:Hero of the Soviet Union کينډۍ:Order of Lenin

محمد احمد فارس (انگلیسي: Muhammed Ahmed Faris) یو پوځي هواباز دی چې د ۱۹۵۱ د می پر ۲۶مه د سوریې په حلب ښار کې زېږېدلی دی. محمد فارس لومړنی سوري او د شهزاده سلطان بن سلمان بن عبد العزیز ال سعود وروسته دوهم مسلمان او عرب دی چې تشیال ته تللی دی. نوموړی د سوريې په هوایي ځواک کې الوتگر (پیلوټ) وو او د ډگروال رتبه یې لرله. کله چې د ۱۹۸۵ د سپټمبر پر ۳۰مه د انټرکوزموس تشیال‌الوتنې پروگرام (Intercosmos Spaceflight Program) لپاره غوره شو، نو په بېړۍ‌چلونې کې یې تخصص بشپړ کړ.

محمد فارس د څېړونکي ستورمزلي (Research Cosmonaut) په توگه د ۱۹۸۷ په جولايي کې د انټرکوزموس تشیال‌الوتنې پروگرام له لارې په سویوز ټي‌ايم-۳ کې میر تشیال تمځای (Mir Space Station) ته ولاړ. په تشیال کې يې ۷ ورځې، ۲۳ ساعته او ۵ دقیقې تېر کړل او په سویوز ټي‌ایم-۲ کې بېرته ځمکې ته را ستون شو. محمد فارس ته د ۱۹۸۷ د جولايي پر ۳۰مه د شوروي اتحاد اتلولي ورکول شوه. نوموړي ته د لېنن نښان (Order of Lenin) مډال هم ورکول شو.

محمد فارس تر تشیال‌الوتنې وروسته بېرته د سوریې هوايي ځواکونو ته راغی او په حلب ښار کې اوسېدی. واده یې کړی او درې بچیان لري. د کورنیو جگړو پر مهال، هغه د ۲۰۱۲ د اگسټ پر ۴مه د بشار الاسد له حکومته بېل او له وسله‌والو مخالفینو سره یو ځای شو. د ۲۰۱۲ د سپټمبر پر ۱۳مه یې له الآن ټلویزیون (Al Aan TV) سره یوه ځانگړې مرکه لرله او د سوریې کورنۍ جگړې په اړه یې پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې.

محمد فارس د دیموکراتیک بدلون لپاره د سوریې د ملي همغږۍ کمېټې (Syrian National Coordination Committee for Democratic Change) غړی دی چې د بشار الاسد د حکومت او تاوتریخوالي ضد گوند دی. د ۲۰۱۶ په مارچ کې، نوموړي په ترکیه کې د سوري کډوال په توگه د مرکې پر مهال د سوریې د روانو کورنیو جگړو په هکله وویل چې "زه اروپا ته وایم چې که هغوی کډوال نه غواړي، نو زموږ سره دې مرسته وکړي چې له دې رژیمه ځان خلاص کړو،" بیا یې زیاته کړه "زه د روسیې په لاسوهنې ډېر خپه یم چې د بشار الاسد غوندې دیکتاتور تر څنگ ولاړه ده، او د خپلو الوتکو له لارې یې د سوري خلکو وژنه پیل کړې ده".

نور ولولئ[سمول]