ایدين ایمبتوف
ښکارېدونکې بڼه
ایدین اکانوویچ ایمبتوف | |
---|---|
ستورمزلی، قزکوزموس | |
ملیت | قزاقستان |
زوکړه | ۲۷ جولای ۱۹۷۲ قزاقستان، شوروي اتحاد | (عمر: ۵۲ کاله)
نورې دندې | ډگروال، قزاق هوايي ځواک |
په تشیال کې وخت | ۹ورځې ۲۰ ساعته ۱۴ دقیقې |
غوراوی | قزاق ستورمزلی ډله ۱ |
ماموریت | سویوز ټيایماې-۱۸ایم / سویوز ټيایماې-۱۶ايم |
ایدین اکانوویچ ایمبتوف (انگلیسي: Aidyn Akanovich Aimbetov، روسي: Айдын Аимбетов) – (زوکړه: ۲۷ جولايي ۱۹۷۲ کلخوز، قزاقستان) درېیم قزاقي او لسم مسلمان ستورمزلی دی.
شخصي ژوند
[سمول]ایدین ایدین واده کړی او درې بچیان لري – دوې لوڼي او یو زوی.
پوځي کارژوند
[سمول]ایدین له منځني ښوونځي څخه نېغ د کوتاخوف ارمافیر (Kutakhov Armavir) په نامه د هواييچلند یوې پوځي لېسې ته ولاړ او له هغه ځایه د یوه پوځي الوتگر (پیلوټ) په توگه فارغ شو. د قزاقستان په تالدیقورغان (Taldykorgan) او لوگوفایا (Lugovaya) سیمو کې یې د میگ-۲۷ (MiG-27) او سو-۲۷ (Su-27) جنگي الوتکو د پیلوټ په توگه دنده ترسره کړې ده.