د لقمان کلي جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لقمان کلي جګړه
برخه د  پر ډيورنډ کرښه تاوتريخوالی

د لقمان کلي د جګړې سيمه په کندهار ولايت کي.
نيټه۵ می ۲۰۱۷
ځایلقمان کلی، سپين بولدک ولسوالۍ، کندهار ولايت، افغانستان
پايله د افغانستان بريا
جنګیالي
افغانستان افغانستان پاکستان پاکستان
قومندانان او مشران
افغانستان جنرال عبدالرازق پاکستان نامعلوم
ځواک
نامعلوم نامعلوم
تلفات او زیانونه
۴ افغان سرتېري مړه، ۲۵ عام افغانان ټپیان دي شاوخوا ۴ سرتېري مړه. ۱۳ ملکي کسان هم ټپیان او یو مړ.

د لقمان کلي جګړه د افغانستان د کندهار ولايت د سپين بولدک په سيمي ترسره سوه د جګړې لامل د خلګو شمارنې دوسيه وه. پر دي خلکو د پاکستان د فوځ نظر هغه وخت ولګیدي کله چي هغوي د سودا (د کور سامان) رانیونه د پاکستان د چمن او کوټۍ ښارو څخه شروع کړه ځکه چی د کندهار ښار ددي ځاي څخه شاوخوا ۱۲۰ کیلومیتره لري او د چمن ښار شاوخوا ۱۸ کیلومیتره نو ځکه پاکستانی پوځیانو کله کله دا سیمه خپله ګڼل [۱].

په ۲۰۱۷ کال کي په دي سیمه کې د پاکستان پر خلاف د جنرال عبدالرازق په مشري جګړه په دي خاطر پیل شوه چي پاکستاني ځواکونو غوښتل چي دا سیمه په خپله خاوره پوري ونښلوي، خو ددوي او افغان ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چي په دي جګړه کې، پر ډیورنډ کرښه د چمن او سپین بولدک ترمنځ پرتو دوو کلیو لقمان او نظر کې د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۶۷ تنه ژوبل شول. په چمن کې د ډیوې راډيو يو خبریال په خپل راپور کې د چارواکیو له خولې وايي د پاکستانیو او افغان ځواکونو ترمنځ په ډزو کې پاکستاني لوري ته ۱۲ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ژوبل شوي دي. وړاندې پاکستانیو چارواکو ویلي وه د دوی څلور ملېشه سرتېري هم ژوبل دي.

سرچینې[سمول]

  1. بی بی سی پښتو (مې ٢٠١٧). "له افغان ملي پولیسو سره د مهموند دراني کتنه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)