د قادسیه جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د قادسیه جګړه [lower-alpha ۱] ( (عربي: مَعْرَكَة ٱلْقَادِسِيَّة) ) داسلامي نړۍ په تاریخ کي یوه وسله واله شخړه وه چي په ۶۳۶ زیږدیز کال کي د راشده خلافت او ساسانیانو دامپراطورۍ تر منځ پېښه سول. داجګړه د مسلمانانو د لومړنیو فتوحاتو په تاریخ کي یوه مهمه پېښه وه چي په پایله کي یې دعراق، ایران او افغانستان دفتوحاتو دروازه دمسلمانانو پرمخ پرانیستل سوه.

دتاریخ له مخي داسي انګیرل کیږي چي په قادسیه کي دغه برید د 636 دنومبر په میاشت کي سوی وي. دهغه وخت د ساسانیانو د لښکر مشر رستم فرخزاد په یاده جګړه کي له منځه ولاړ. په پېښه کي دساسانیانو ترپوځي ماتي وروسته ددوی پرسیمه باندي د عربو اومسلمانانو پرېکنده برئ ترسره او دهغه سیمي د یوځای کیدو لامل سو. [۱]

په قادسیه کې دمسلمانانو دغه بریا داسورستان دساسانیانو دوروستیو فتحو لپاره مثبتي پایلي په لاس راوړې او ورپسې په جلولا او نهاوند په نوم جګړوکي اسلامي لښکر نورهم مخ په وړاندي ولاړی. دتاریخي ادعا له مخي دمسلمانانو ددې بریا له کبله ساساني امپراطوري اړه سول چي دمسلمانانو په وړاندي له خپل رقیب (رومي امپراطوري) سره لاس یو کړي.


  1. Lewental 2014.