د شوروي اتحاد تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوروي روسیې او شوروي اتحاد تاریخ، نړۍ او روسیې ته د بدلون د دورې منعکسوونکی دی. که څه هم «د شوروي روسیې» او «شوروي اتحاد» اصطلاحات تر ډېره په ورځنیو خبرو کې سره مترادف دي (چې پر شوروي اتحاد د روسیې واک یا د شوروي اتحاد پر مهال روسیې ته اشاره ده)، هغه مهال چې د شوروي اتحاد «شوروي روسیه» بنسټیزو پایو ته اشاره کېږي تر ډېره په ځانګړي ډول د ۱۹۱۷ ز کال د اکتوبر انقلاب او په ۱۹۲۲ ز کال کې د شوروي اتحاد د رامنځته کېدو تر منځ څو کلونو ته اشاره کوي. 

له ۱۹۲۲ ز کال څخه مخکې د شوري څلور خپلواک جمهوریتونه شته وو: د روسیې شوروي سوسیالستي فېدراتيف جمهوریت، د اوکراین شوروي سوسیالستي جمهوریت، د بېلاروس SSR (شوروي سوسیالستي جمهوریت) او د سویلي قفقاز فېدراتیف شوروي سوسیالستي جمهوریت (SFSR). دا څلور د شوروي اتحاد لومړني جمهوریتونه و چې په ۱۹۲۴ ز کال کې د بخاران د خلکو شوري جمهوریت او د خوارزم د خلکو شوري جمهوریت ورسره یو ځای شو. د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې او له هغې څخه لږ ځنډ وروسته د شوروي بېلابېلو جمهوریتونو د اروپايي هېوادونو ځينې برخې خپله ضمیمه وګرځولې او  SFSR د ټووان Tuvan)) د خلکو جمهوریت خپله ضمیمه کړ او د جاپان له سترواکۍ څخه يې د سویلي ساخالین او کورېل ټاپوګانې خپلې کړې. شوروي اتحاد په بالتیک سمندر کې هم درې هېوادونه ضمیمه کړل او د لېتواني، SSR، لاتویني SSR او د اېستوني د شوري اتحاد سوسیالستي جمهوریتونه یې رامنځته کړل. د وخت په تېرېدو سره د پولو د حدودو معلومول د اتحاد په کچه د څو نویو جمهوریتونو د رامنځته کېدلو لامل شول، چې په روسیه کې دننه يې قومي کرښو او همدارنګه د کورواکه قومي سیمو د سازمانولو لپاره لار پرانیسته.    

شوروي اتحاد د وخت په تېرېدو سره پر نورو کمونیستو هېوادونو خپل نفوذ په ورو ورو له لاسه ورکړ. د شوروي اشغالګر پوځ د دویمې نړیوالې جګړې (WWII) څخه وروسته په مرکزي او ختیځه اروپا کې د کمونیستو هېوادونو رامنځته کېدل اسانه کړل. دا د ورشو په تړون کې سازمان کړای شول چې د البانیا د خلکو سوسیالیستي جمهوریت، د بلغارستان د خلکو جمهوریت، د چېک سلواکیا سوسیالیستي جمهوریت، ختیځ المان، د مجارستان د خلکو جمهوریت، د پولنډ د خلکو جمهوریت او د رومانیا سوسیالیستي جمهوریت په کې شامل و. ۱۹۶۰ لسیزه د شوروي-البانیا د بېل‌والي، د شوروي – چين د بېل‌والي او د کمونیستي رومانیا د سپوږمکۍ د لرې‌والي (دغه هېواد خپل سیاسي او پوځي تړاو له شوروي سره پای ته ورساوه، ژباړن) شاهده وه. په ۱۹۶۸ ز کال کې پر چېک سلواکیا د ورشو تړون یرغل کمونیستي غورځنګ له ماتې سره مخ کړ. د ۱۹۸۹ ز کال انقلابونو په چوپړي هېوادونو (هغه هېوادونه  د سیاسي او پوځي پلوه له نورو سره تړاو لري) کې کمونیستي واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.  

له مرکزي حکومت سره تاوتریخوالی د دې لامل شو چې په ۱۹۸۸ ز کال کې بنسټګر هېوادونه خپلواک جمهوریتونه اعلام کړي چې له امله یې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوروي اتحاد په بشپړ ډول منحل شو.  

۱۹۲۷-۱۹۱۷ز کلونه[سمول]

د دولت اصلي فلسفه په ابتدايي توګه د کارل مارکس او فرېدریک اېنګلس پر کار ولاړه وه. دا په اصل کې د مارکس نظریه او تیوري وه چې ویل یې: اقتصادي او پوځي نظامونه د بڼې له پلوه هرومرو له یو تکامل څخه تېرېږي، چې په پایله کې به یې یو سوسیالیستي دولت د سرمایه دارۍ (کپيتالېست) د اوسني نظام ځای ناستی شي، مخکې له دې چې «د کارکوونکو په جنت» کې نړیوالې همکارۍ او سولې ته لاسرسی وشي، یو سیستم به جوړ شي ،چې مارک یاد سیستم ته د «خالص کمونیزم» نوم ورکړ.

روسیه چې په ۱۹۰۵ ز کال کې تر انقلاب وروسته د تزار له لږو بدلونونو څخه ناراضي وه، د انارشیزم، سوسیالیزم او نورو رادیز کال سیاسي نظامونو د چټک پرمختګ په خاوره بدله شوه. واکمن سوسیالیست ګوند، د روسیې سوسیال دیموکرات کارګر ګوند (RSDLP) له مارکیستي ایډیولوژۍ څخه ملاتړ وکړ. په ۱۹۰۳ ز کال کې په ګوند کې د بېل‌والي اوانشعاب ټولګې د ګوند د دوو اساسي مشرانو تر منځ د زیاتوالي په حال کې وې: بولشويکیان (چې د اکثریت په معنا و) د ولادمیر لينن تر مشرۍ لاندې او د مینشیویکیانو (د اقلیت یعنې لږه کیو په معنا) مشري د ژولیوس مارتوف پر غاړه وه، تر ۱۹۱۲ ز کال پورې دواړه ډلې د RSDLP په نوم متحدې پاتې شوې، خو د لېنن او مارتوف تر منځ اړینو اختلافاتو د وروستي ځل لپاره ګوند ووېشه. دا ډلې نه یوازې له یو بل سره جنګېدي، بلکې ګډ دښمنان يې هم لرل، په ځانګړي ډول هغو کسانو چې بېرته د تزار د واک ته راستنولو هڅه کوله، د فبرورۍ تر انقلاب وروسته منشویکیانو د روسیې کنترول په لاس کې واخیست او یو لنډمهالی دولت یې رامنځته کړ، خو دې يوازې څو میاشتې دوام وکړ، تر هغه چې د اکتوبر په انقلاب کې چې د اکتوبر د لوی سوسیالیستي انقلاب په نوم هم یادیږي، بولشویکیانو واک تر لاسه کړ.  

د ګوند تر کنترول لاندې ټول سیاستونه او لیدلوري چې په کره توګه RCP (د روسیې کمونیست ګوند)  نه وو، په دې وځپل شول چې ګواکي RCP د پرولتاریا (د کارګرانو ټولنیزه ډله چې د هېواد یوازینی اقتصادي ارزښت بلل کېږي) او د ګوند له باورونو سره په ټکر کې «د انقلاب ضد» یا «د سوسیالیستۍ ضد» هر ډول فعالیتونو استازی و. شوروي اتحاد د ۱۹۱۷ او ۱۹۲۴ ز کلونو تر منځ کلونو پورې له مرکزي ځواک سره چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په بهیر کې يې دښمنان و سولې ته ورسېدل، خو د روسیې په کورنۍ جګړه کې د سپين پوځ (د روسیې په کورنۍ جګړه کې د شوروي ضد دولتونو وسله‌وال ځواکونه) پر ضد او د نورو تر منځ د متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د بهرني پوځ پر وړاندې هم وجنګېدل. دا په خاوره کې د لویو بدلونونو لامل شو، چې د ځينو لپاره لنډمهالې وې، په پای کې يې ټول مخالفان په ګونډو کړل او RCP په چټکۍ سره د شوروي په سبک حکومت ته پراختیا ورکړه او ځان يې په ټوله روسیه کې تثبیت کړ. د لینن تر مړینې وروسته په ۱۹۲۴ ز کال کې د روسیې د کمونیست ګوند سرمنشي جوزوف ستالین، د لینن ځای ناستی شو او تر ۱۹۵۰ز لسیزې پورې يې د شوروي اتحاد د مشر په توګه دوام وکړ.

۱۹۲۷-۱۹۵۳ ز کلونه[سمول]

د ۱۹۲۷ او ۱۹۵۳ ز کلونو تر منځ د شوروي اتحاد په تاریخ  کې پر نازي المان د دویمې نړیوالې جګړې بریا شاملېږي، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد د جوزوف ستالین تر واک لاندې پاتې کېږي. ستالین هڅه کوله تر څو خپل سیاسي سیالان پوپنا کړي او په ورته حال کې د شوروي ټولنه له مرکزي پلان سره، په ځانګړي ډول د کرنې په راټولولو او د درنو صنعتونو له پراختیا سره بدله کړي. د ګوند او دولت د ننه د سټالین ځواک تثبیت شو او په پای کې یې د سټالین شخصیت پالنې، د شوروي پټو پولیسو او ډله‌ییز خوځښت ته وده ورکړه. د شوروي ټولنې په جوړولو کې کمونیست ګوند د سټالین له مهمو وسیلو څخه و. خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د سټالین په طریقو کې د ګوند پاکول، د ټولو خلکو سیاسي ځپل او جبري راټولول شامل وو، چې: د ګولاګ د کاریګرانو په کمپ کې د انسان په لاس رامنځته شوې قحطۍ او د وګړو د جبري بیا مېشتېدو پر مهال د میلیونونه کسانو د وژلو لامل شو.

دویمه نړیواله جګړه، چې په شوروي اتحاد کې د هېواد پالنې د لویې جګړې په نوم پېژندل کېږي، د شوروي اتحاد ډېره برخه يې ویجاړه کړه چې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې له هرو درېیو مړو څخه یو د شوروي اتحاد د اتباعو استازولي کوي. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد پوځ مرکزي او ختیځه اروپا اشغال کړه، چېرې چې سوسیالیستي دولتونو واک تر لاسه کړ. په ۱۹۴۹ ز کال کې په اروپا کې د ناټو خلاف د ورشو له تړون سره د شوروي د ختیځ او لویدیځ بلاک تر منځ سړه جګړه پیل شوه، له ۱۹۴۵ ز کال څخه وروسته، سټالین په مستقیمه توګه په هېڅ جګړه کې داخل نه شو. سټالین د خپلې مړینې تر مهال (۱۹۵۳ ز کال) پورې خپل زورواک حکومت ته دوام ورکړ.    [۱][۲]

د شوروي اتحاد تاریخ (۱۹۶۴ز کال نه تر ۱۹۸۲ز کال پورې)[سمول]

د شوروي اتحاد تاریخ له ۱۹۶۴ز کال نه تر ۱۹۸۲ز کال پورې چې د برژنیف دورې په نوم یادیږي، په شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحادیه (USSR) باندې د لیونید برژنیف د واکمنۍ دوره پوښي. دا دوره د لوړې اقتصادي ودې او د سوکالۍ له ډېریدو سره پیل شوه، خو شوروي اتحاد له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ناورین سره د مخ کېدو له امله ډېره کمزورې پای ته ورسېده. اوسط کلنی عاید په ټپه ودرېد؛ ځکه چې اړین اقتصادي اصلاحات هېڅکله په بشپړ ډول پلي نه شو.

نیکیتا خروشچیف د ۱۹۶۴ کال د اکټوبر په ۱۴مه د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د لومړۍ منشي او د وزیرانو د شورا د رئیس په توګه د ناکامو اصلاحاتو او د ګوند او دولتي بنسټونو د نه پاملرنې له امله له دندې ګوښه شو. برژنیف د خروشچیف پر ځای د لومړي منشي په توګه او د هغه پر ځای الکسي کوسیګین د وزیرانو د شورا د رییس په توګه وټاکل شو. انستاس میکویان او وروسته نیکولای پوډګورني د شوروي د سترې شورا د رییس په توګه وټاکل شول. د اندری کیریلنکو سره یوځای د سازماني منشي په توګه دوی یو غښتلې ډله ایز مشرتابه رامنځته کړ، کوم چې د هغه له استبدادي بڼې سره توپیر درلود چې د خروشچیف واکمنۍ ځانګړتیا وه.

ډله ایزه مشرتابه لومړی د شوروي اتحاد د ثبات او د شوروي ټولنې د ارامولو لپاره عمل وکړ. برسېره پر دې دوی هڅه وکړه چې اقتصادي وده چټکه کړي، ځکه چې د خروشچیف د واک په وروستیو کلونو کې د پام وړ کمزورې شوی وه. په ۱۹۶۵ز کال کې کوسیګین د شوروي اقتصاد د غیر مرکزي کولو لپاره ډېری اصالحات پیل کړل، خو د اقتصادي ودې په برخه کې له لومړنیو بریاوو نه وروسته د ګوند دننه ځینو سخت دریځو د ګوند د اعتبار او ځواک د کمزوري کېدو له وېرې اصلاحات ودرول. د برژنیف په دوره کې نور کوم لوی اقتصادي اصلاحات نه دي ترسره شوي او اقتصادي وده د ۱۹۷۰زکال لسیزې له پیل نه تر نیمایي پورې مخ په کمېدو وه. همدارنګه د ډېری تاریخ پوهانو په وینا په ۱۹۸۲ز کال کې د برژنیف له مړینې سره د شوروي اقتصادي وده  ږدې په ټپه ولاړ وه.

د شوروي د اقتصاد یو لوی ځواک د تیلو او ګازو لویې زېرمې وې. د ۱۹۷۳ز او ۱۹۷۴زکلونو تر منځ د تېلو د ناورین په لړ کې د نړۍ د تېلو بیې څلور چنده زیاتې شوې په دې توګه د انرژۍ سکتور د شوروي اقتصاد اصلي محرک وګرځېد ، چې د شوروي ډېری کمزورۍ یې پټې کړې. [۳][۴][۵][۶]

د شوروي اتحاد تاریخ ( له ۱۹۸۲ز کال نه تر ۱۹۹۱ز کال پورې)[سمول]

د شوروي اتحاد تاریخ له ۱۹۸۲ز کال نه تر ۱۹۹۱ز کال پورې د لیونید بریژنیف له مړینې او جنازې نه تر د شوروي اتحاد له ړنګېدو پورې مودې ته اشاره کوي. د کورني پرمختګ په لګښت د شوروي پوځ د پراخېدو له امله اقتصادي وده په ټپه ولاړه وه. د اصلاحاتو ناکامې هڅې، په ټپه ولاړ اقتصاد او د افغانستان په جګړه کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې د متحده ایالاتو بریالیتوب د خلکو په ځانګړې توګه د بالتیک جمهوریتونو او ختیځې اروپا کې د نارضایتۍ لامل شو. [۷]

سترې سیاسي او ټولنیزې ازادۍ چې د پخواني شوروي مشر میخایل ګورباچوف له خوا رامنځته  شوې وې د شوروي پر حکومت د نیوکې فضا رامنځته کړه. همدارنګه په ۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ز کلونو کې د تیلو په بیو کې ډراماتیک کمښت د شوروي مشرتابه په کړنو ژوره اغېزه وکړه. [۸]

د شوروي څو سوسیالیستي جمهوریتونو د مرکزي کنټرول په وړاندې مقاومت پیل کړ او د ډیموکراسۍ زیاتوالی د مرکزي حکومت د کمزوری کېدو لامل شو. په دې توګه په ۱۹۹۱ز کال کې شوروي اتحاد هغه مهال رنګ شو کله چې بوریس یلسین د اصلاح غوښتونکي ګورباچوف د حکومت نسکورولو لپاره د ناکامې کودتا وروسته واک ترلاسه کړ.

سرچينې[سمول]

  1. James W. Cortada, "Public Policies and the Development of National Computer Industries in Britain, France, and the Soviet Union, 1940—80." Journal of Contemporary History (2009) 44#3 pp: 493-512, especially page 509-10.
  2. Frank Cain, "Computers and the Cold War: United States restrictions on the export of computers to the Soviet Union and Communist China." Journal of Contemporary History (2005) 40#1 pp: 131-147. in JSTOR
  3. Yergin, The Quest (2011) p 23
  4. James W. Cortada, "Public Policies and the Development of National Computer Industries in Britain, France, and the Soviet Union, 1940—80." Journal of Contemporary History (2009) 44#3 pp: 493-512, especially page 509-10.
  5. Frank Cain, "Computers and the Cold War: United States restrictions on the export of computers to the Soviet Union and Communist China." Journal of Contemporary History (2005) 40#1 pp: 131-147. in JSTOR
  6. WorldBook online
  7. WorldBook online
  8. Gaidar, Yegor. "The Soviet Collapse: Grain and Oil". On the Issues: AEI online. American Enterprise Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جولای ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (Edited version of a speech given November **, **** at the American Enterprise Institute.)