د اروپا تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اروپا تاریخ د لومړنیو لیکل شوو سندونو له مهاله د اروپا خلکو ته د اړوندو تېرو چارو او پېښو له پیدا کېدو، راغونډولو، مطالعې، برابرولو، وړاندې کولو او تشرېح کولو سره اړیکه لري. په نیولیتیک دوران (Neolithic era) او د اندو- اروپایانو د کډوالۍ (Indo-European migrations) پر مهال، اروپا له ختیځ او سویل ختیځ څخه د ګڼ شمېر وګړو د راتلو او کلتوري او مادي مهمو بدلونونو شاهده وه. دغه دوره چې د لرغونې کلاسیکې دورې (classical antiquity) په توګه پېژندل کېږي، په لرغوني یونان کې د ښاري دولتونو په جوړېدو سره پیل شوه. وروسته، د روم سترواکۍ د مدیترانې په ټولې حوزې (Mediterranean basin) واک ترلاسه کړ. له میلاد څخه ۴۷۶ کاله وروسته د رومیانو د سترواکۍ په ړنګېدو سره د منځنۍ دورې (Middle Ages) پیل ښوول کېږي. د څوارلسمې پېړۍ په پیل کې علمي رنسانس په علم او الهیاتو کې دودیز دکتورین او نظریات وګواښول. په ورته مهال د پروتستانت په اصلاحاتو کې په جرمني، سکندنیویا او انګلنډ کې ګڼ شمېر پروتستانت کلیساوې جوړې شوې. له ۱۸۰۰ ز کال وروسته صنعتي انقلاب د بریتانیا او لویدیځې اروپا د ودې لامل وګرځېد. مخکښو اروپايي ځواکونو په امریکا، افریقا او د آسیا په ځینو برخو کې مستعمرې جوړې کړې. په ۲۰ مه پېړۍ کې لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه په زیاته کچه د وژنو لامل شوې. له ۱۹۴۷ ز کال نه تر ۱۹۸۹ ز کال پورې سړې جګړې د اروپا په ځمکني سیاست یا (geo-politics) اغېز درلود. د اوسپنیزې پردې (Iron Curtain)(د برلین دېوال) په ړنګېدو سره اروپايي هېوادونه یو بل ته ډېر نږدې شول.

لنډه کتنه[سمول]

په نیولیتیک دوره (له میلاد ۷۰۰۰ کاله مخکې پیلېږي) او د هندو اروپایي کډوالیو (له میلاد ۴۰۰۰ کاله وړاندې پیلېږي) پر مهال اروپا له ختیځ او سویل ختیځ په ځانګړې توګه د بالکان د ټاپووزمې او تورسمندرګي له لارو څخه په لوړه کچه د کډوالۍ شاهده وه، چې کرنه، نوې تکنالوژۍ او اندو- اروپایي ژبې یې له ځانه سره راوړې.

له تاریخ وړاندې اروپا تر ټولو ډېر پېژندل شوي تمدنونه مېنون (Minoan) او میسینن (Mycenaean) تمدنونه وو، چې د برونزو په عصر کې یې وده وکړه او له میلاد څخه ۱۲۰۰ کاله وړاندې وشیندل  شول.

لرغونې کلاسیکه دوره (classical antiquity) د پخواني یونان د ښاري دولتونو په رامنځته کېدو پیل شوه. له میلاد څخه پنځه پېړۍ وړاندې د یونان او فارس د جګړو (Greco-Persian Wars) له مخې په اروپا کې د فارسیانو د پرمختګ د وروستۍ ارزونې پر بنسټ، په آسیا، افریقا او د اروپا په نورو برخو کې د یونان اغېز د لوی سکندر (Alexander the Great) ترواکمنۍ لاندې لویې سترواکۍ پر مهال خپل اوج ته ورسېد.

د اودریسن پیاوړې پاچهۍ (Odrysian kingdom) اړوند د تراسیانو (Thracians) کلتور او د معمارۍ ډول تر ډېر مهاله په سویل ختیځه اروپا کې وو.

د روم سترواکي د مدیترانې په ټوله حوزه واک ترلاسه کړ. له میلاد ۳۰۰ کاله وروسته د روم سترواکي په دوو ختیځو او لویدیځو سترواکیو ووېشل شوه. د څلورمې او پنځمې پېړۍ پر مهال د اروپا د شمال جرمن خلک (Germanic peoples) د هنز (Huns) د فشارونو له امله پیاوړي او پرله پسې بریدونه یې رهبري کړل، چې له امله یې لویدیځه د روم سترواکي ونړېده. د میلاد څخه وروسته په ۴۷۶ کال کې د لویدیځې سترواکۍ په نړېدو سره د لرغونې دورې دودیزې پای نښې څرګندې او منځنۍ دوره پیل شوه.

په لویدیځه اروپا کې، جرمن وګړي د پخوانۍ لویدیځې رومي سترواکۍ په سیمو کې پیاوړي شول او خپلې پاچهۍ او سترواکۍ یې جوړې کړې. له ټولو جرمن وګړو فرانکان (Franks) په لویدیځه اروپا کې د حاکمیت (hegemony) ځایګي ته ورسېدل، فرانکش سترواکي د ۸۰۰ ز کال په شاوخوا کې په شارلماني (Charlemagne) مهال کې خپل اوج ته ورسېده. وروسته دغه سترواکي په څو برخو ووېشل شوه؛ لویدیځه فرانسیا (West Francia) چې د فرانسې په پاچهي واوښته، په داسې حال کې چې ختیځه فرانسیا (East Francia) په نوي جرمني او ایټالیا کې د روم په سپېڅلې سترواکۍ (Holy Roman Empire) بدله شوه. بریتانوي ټاپوګان (British Isles) هم په لویه کچه د کډوالۍ مرکزونه وو.

بېزانسي سترواکۍ (Byzantine Empire) – د رومي سترواکۍ په ختیځه برخه او د هغو په مرکز قسطنطینیه کې ۱۰۰۰ کاله دوام وکړ. دغه سترواکي په خپل مهال کې، تر ټولو مخکښه سترواکي او په اروپا کې تر ټولو پیاوړی اقتصادي، کلتوري او پوځي ځواک درلود. د بلغاریا پیاوړې او اوږد مهاله سترواکي (Bulgarian Empire) یې بیا د اروپا په سویل ختیځه سیمه کې د پېړیو لپاره اصلي سیاله سترواکي وه. بیزانسي هنر، معمارۍ، سیاسي واکمني، بلغاریايي کلتور او ادبیاتو په برخه کې لاسته راوړنو په ارتودوکس (Orthodox) او سلاویک (Slavic) اروپا کې له منځنۍ دورې څخه تر ننه لوی میراث له ځانه پرېښی دی.

د وایکنګ دوره (Viking Age) یا د سکاندینویايي وګړو د کډوالۍ دوره، د اتمې پېړۍ له پای نه  د ۱۱ مې پېړۍ تر نیمایي رامنځته شوه. د وایکنګانو (Vikings) اولاده یا لمسیان نورمنان (Normans) چې د فرانسې په شمالي برخو کې مېشت شول، په انګلستان کې د نورمنانو له فتح کړې سیمې (Norman conquest of England) نه تر سیسلي (Sicily) د اروپا په ګڼ شمېر برخو کې خپل اغېز درلود. روسي وګړو کېوان روس (Kievan Rus') تاسیس کړ، چې بیا یې روسیې ته تکامل وکړ. له ۱۰۰۰ کال وروسته صلیبي جګړې (Crusades) د مسیحیانو تر ولکې لاندې د شام (Levant) د راوستو په موخه په مذهبي انګېزه ولاړې جګړې وې. صلیبیانو د جېنوا (Genoa) او وینایز (Venice) د جمهوریتونو د سوداګرو په مخه سوداګریزې لارې پرانیستې، څو په پیاوړو اقتصادي ځواکونو واوړي. رېکونکېستا (Reconquista) هم بل اړوند خوځښت و، چې د عیسویانو تر ولکې لاندې یې د ابریا (اندلس) د راوستو لپاره کار وکړ.

عثماني سترواکي، په بالکان کې د بېزانسانو تر ولکې لاندې سیمې ونیولې او په ۱۴۵۳ ز کال کې د قسطنطنیې له سقوط سره خپل اوج ته ورسېده، چې تاریخ پوهان دا د منځنۍ دورې پای نښې بولي.

په څوارلسمې پېړۍ کې، په فلورانس (Florence) کې علمي رنسانس پیل شو، چې وروسته یې ټولې اروپا ته پرمختګ وکړ، علمي رنسانس په علومو او الهیاتو کې ټول دودیز دکتورین او نظرونه وګواښل. د پخواني یونان او روم علوم بیاځلي کشف او د روڼ اندو په آزادۍ کې یې لوی رول ولوباوه. په ورته مهال جرمني مارتین لوتر (Martin Luther) تر مشرۍ لاندې پروتستانت اصلاحاتو (Protestant Reformation) د پاپ واکمني له پوښتنې سره مخامخ کړه. اتم هنري (Henry VIII) د انګلیسي کلیساوو او ورته د اړوندو ځمکو کنټرول ترلاسه کړ. د جرمني او هسپانوي واکمنانو ترمنځ د اروپا مذهبي جګړې پیل شوې. ریکونکوېستا په ایبریا یا اندلس کې د مسلمانانو واکمني ته د پای ټکی کېښود. په ۱۴۹۰ مه لسیزه کې د سمندري کشفیاتو لړۍ د کشفیاتو دوره (Age of Discovery) رامنځته او له افریقا، امریکا او آسیا لویو وچو سره یې مستقیمې اړیکې رامنځته کړې. په اروپا کې مذهبي جګړو په ۱۶۴۸ ز کال کې د وېستفالیا د سولې تر مهاله دوام وکړ. هسپانوي ولیعهد په اروپا کې خپل حاکمیت وساته او د پیرنه تر معاهدې (Treaty of the Pyrenees) پورې چې د هسپانیې او فرانسې ترمنځ یې د دېرش کلنې جګړې پر مهال پیل شوې جګړه پای ته ورسوله، په اروپا لویه وچه کې مخکښ ځواک و. په ټوله اروپا او نړۍ کې د جګړو او سیاسي انقلابونو بې مخینې لړۍ د ۱۶۱۰ ز کال او ۱۷۰۰ ز کال ترمنځ رامنځته شوې.[۱]

صنعتي انقلاب په بریتانیا کې پیل شو، چې د ډبرو سکرو، بخار او نساجۍ د کارخونو پر بنسټ و. په اروپا لویه وچه کې سیاسي بدلونونه د فرانسې د انقلاب په واسطه د آزادۍ، برابرۍ او ورورولۍ (liberté, égalité, fraternité) د شعار له مخې وهڅول شول. ناپیلیون بوناپارت (Napoleon Bonaparte) واک ترلاسه کړ، په فرانسه کې یې ګڼ شمېر اصلاحات رامنځته او لویدیځه اروپا یې بدله کړه، خو د هغه لوړتیا ملت پالنه (nationalism) او غبرګونونه دواړه راوپارول، چې د ۱۸۱۴-۱۸۱۵ ز کال پر مهال واک ته د پخوانیو شاهي محافظه کارانو په راتلو سره هغه ماته وخوړه.

سرچینۍ[سمول]

  1. Geoffrey Parker, "States Make War But Wars Also Break States,"Journal of Military History (2010) 74#1 pp. 11–34