د شوروي اتحاد تاریخچه (۱۹۸۲-۱۹۹۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوروي اتحاد تاریخ له ۱۹۸۲ څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې لئونېډ برژنېف له مړينې او د هغه د جنازې له مراسمو څخه د شوري اتحاد تر انحلال پورې دوره ده. د داخلي پراختیا او د قوماندې په اقتصاد کې د پېچليو سیستمي ستونزو په بیه په کلونو د شوروي اتحاد د پوځ د ډېروالي له امله، د شوروي عاید پرچاو شو. د پرچاو اقتصاد د سموونې لپاره ناکامې هڅې او د افغانستان په جګړه کې د شوروي د پوځ پر وړاندې د متحده ایالاتو د نیابتي ځواکونو بریا د عمومي نارضایتۍ لامل شوه، چې په ځانکړي ډول په بالتیک سیمو او د اروپا په ختيځ کې حس کېدی شوی. [۱]

لویې سیاسي او ټولنیزې آزادۍ چې د وروستي مشر او د شوروي د سرمنشي ميخائیل ګورباچوف له خوا رامنځته شوې، پر کمونیستي رژيم او همداراز پر پرسترویکا (روسي اصطلاح چې په ۱۹۸۵ ز کال کې اقتصادي سموونو ته اشاره کوي) يې د څرګندو نیوکو پرانیستې فضا جوړه کړه. د ۱۹۸۵ او ۱۹۸۶ ز کلونو تر منځ د تېلو په بیو کې د پام‌وړ کمښت د شوري د مشرتابه پر اقداماتو ژورې اغېزې وکړې. [۲]

نيکلای تیخونوف، د وزیرانو د شورا رئیس، نیکولای رېژکوف او وایسيلي کوزنتسوف د عالي شورا د ریئسه پلاوي  سرپرست د بهرنیو چارو د پخواني وزیر اندري ګرومیکو ځای ناستی شو.

څو جمهوریتونو د مرکزي کنترول پروړاندې مقاومت پيل کړ او د دیموکراتیک کېدلو ډېروالی د مرکزي دولت د کمزورتیا لامل شو. په پای کې  په ۱۹۹۱ ز کال کې، کله چې بوریس یلتسین د اصلاح غوښتونکي ګورباچوف د راپرځولو په هڅه کې د یوې ناکامې کودتا له لارې واک بېرته ترلاسه کړ، شوروي اتحاد له منځه لاړ.

د مشرتابه لېږد[سمول]

تر ۱۹۸۲ ز کال پورې د شوري د اقتصاد رکود ښکاره و، دا چې شوروي د ۱۹۷۰ ز لسیزې په بهیر کې له متحده ایالاتو څخه غله‌جات راوارېدول، د دې واقعیت شواهد دي، خو داسیستم دومره پیاوړی و چې هر ډول واقعي بدلون په کې غیر ممکن برېښېده. د اقتصاد لویه برخه په لویو دفاعي لګښتونو کې ولګول شوه. د لېږد دوره چې د ګورباچوف او برژنېف دورې يې له یو بل څخه بېلې کړې، تر ډېره يې وروستۍ يا دویمې دورې ته نږدېوالی درلود، که څه هم د ز۱۹۸۳ کال په لومړیو کې د سموونو اشاره څرګنده شوه.  [۳]

د اندروپف واکمني/انتقالي دوره[سمول]

برژنېف د ۱۹۸۲ ز کال په ۱۰ مړ شو. د هغه تر مړینې او د نوي سرمنشي په توګه د یوري اندروپف د ټاکنې تر اعلام  دوه ورځې وروسته هغه ډېری بهرنیو هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې په کرېملېن کې د واک پر سر جګړه پېښه شوې. اندروپف له KGB (د شوروي اتحاد د امنیتي حالت اساسي کمېټه) سره د خپلو اړیکو او د پوځ د ملاتړ د ترلاسه کولو له لارې د دفاعي لګښتونو له نه کمولو سره واک ته د خپل ځان د رسولو لار پرانیسته. د پرتلې لپاره، د هغه ځینې سیالانو، لکه: کنستانتین چېرنېنکو د دوامدارې پوځي بودیجې په اړه شکمن وو. هغه تر اوسه تر ټولو زوړ کس و چې په ۶۸ کلنۍ کې د عمومي منشي په توګه منصوب شو او هغه له برژنېف څخه ۱۱ کاله مشر و. د ۱۹۸۳ز کال په جون کې هغه د شوروي د عالي شورا د ریاست پوست پرغاړه واخیست او په دې توګه د دولت د تشریفاتو رئیس شو. یاد پوست ته د برژنېف رسېدلو ۱۳ کاله وخت ونیوه. ادروپف په ټوله دولتي او ګوندي بېروکراسۍ کې په بشپړې پاکارۍ پیل وکړ، له دې پرېکړې سره دا واقعیت اسان شو چې د مرکزي کمېټې د عمر منځنۍ کچه ۶۹ کاله ده. هغه د مرکزي کمېټې په دستګاه کې د شوروي د وزیرانو له یو پر پنځمې برخې څخه زیات وزیران او د سیمه‌ییز ګوند لومړي منشیان او د څانګې له یو پردرېیو څخه زیات رئیسان بدل کړل. په پایله کې هغه د زوړ مشرتوب له ځوانو او پیاوړو مدیرانو سره ځای ناستی کړ، خو د مشرتوب د بڼې د عالي بدلون لپاره د اندروپوف وړتیا د هغه د خپل عمر، د هغه د ناسمې روغتیا او د هغه د سیال او د برژنېف پخواني متحد کنستانتین چېرنېنکو د نفوذ له امله چې مخکې يې د مرکزې کمېټې د پرسونل پر چارو څار درلود، محدوده شوه.  [۴]

له برژنېف څخه اندروپف ته د واک لېږد د شوروي په تاریخ کې د پام‌وړ لومړنی مورد و چې په بشپړه توګه په سوله‌ییز ډول او له زنداني کېدو، وژل کېدو يا له مقام څخه د اخراج پرته تر سره شو.

کورنۍ پالیسيانې/سیاستونه[سمول]

د اندروپف کورنی سیاست په سخته توګه په شوروي ټولنه کې د نظم او نظام په بېرته راګرځولو تکیه وو. هغه له بنسټ ‌پاله سیاسي او اقتصادي سمونونو څخه ډډه وکړه او په بدل کې يې په سیاست کې لږ پرانیستې او نرم اقتصادي ازمېښتونه دود کړل، چې دا د ۱۹۶۰ ز لسیزې په منځنۍ برخه کې د پخواني لومړي وزیر الکسي کوسیګېن له نوښتونو څخه وو. اندروپف له دغه ډول اقتصادي تجربو سره یوځای د اداري فساد پر وړاندې کمپاین پیل کړ چې د حکومت او ګوند تر کچې لوړ شو. هغه د برژنېف خلاف چې څو ماڼۍ او لوکس موټرونه یې لرل، خورا ساده ژوند درلود. هغه د ۱۹۸۳ ز کال په لومړیو کې له بوداپست څخه د لیدنې پر مهال د مجارستان د ګولاش کمونیزم ته خپله لېوالتیا او دا چې د شوروي د اقتصاد لوی‌والی له ښکته څخه پورته پلان جوړول سختوي، څرګنده کړه. بېړني بدلونونه لازم وو، ځکه د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۸۲ ز کال کې د هېواد اقتصاد د تر ټولو بد حالت شاهد و چې د حقیقي ناخالص داخلي تولید (GDP ) وده نږدې صفر سلنه وه.  

بهرنۍ تګلاره[سمول]

اندروپف د بهرني سیاست له یو لړ کړکېچونو سره مخامخ شو: په افغانستان کې د شوروي اتحاد ناهيلی وضعیت، په پولنډ کې د بلوا ګواښ، له چين سره د دښمنۍ زیاتېدل، په منځني ختيځ کې د جګړې د قطبي کېدو ګواښ او په ايتوپیا او سویلي افریقا کې ستونزې. تر ټولو لوی ګواښ د امریکايي ولسمشر رونالډ رېګن له خوا پیل شوې «دویمه سړه جګړه » او د هغه څه د بېرته په شا کولو لپاره ځانګړی برید و، چې هغه د «شیطاني سترواکۍ» په توګه پېژندلی و. ریګان د امریکا له اقتصادي پیاوړتیا او د شوروي له اقتصادي کمزورۍ څخه په سړه جګړه کې د لګښتونو له زیاتولو سره کار اخیست او پر هغه لوړه تېکنالوژۍ يې ټيګار درلود چې مسکو نه درلوده. اصلي ځواب په ملي بودیجه کې د پوځي بوديجې ۷۰ سلنه لوړوالی او له سوریې، عراق، لیبیا، سویلي یمن، اسرائیل، کیوبا او شمالي کوریا سره میلیونونه ډالره پوځي مرستې وې. په دغو مرستو کې ټانکونه، زغره ‌وال موټرونه، سلګونه جنګي الوتکې او د الوتکې ضد سیستمونه، د توپخانې سیستمونه او د پرمختللو تجهیزاتو ټول ډولونه شامل وو، چې شوروي اتحاد د خپلو متحدانو اصلي تأمينوونکی هېواد و. د اندروپف اصلي موخه له یوې ښکاره او پرانیستې جګړې څخه مخنیوی و. [۵][۶][۷][۸]

په بهرني سیاست کې، په افغانستان کې نښته روانه وه، ان له دې سره چې اندروپف اوس فکر کاوه چې تېری یوه تېروتنه ده؛ هغه د مذاکرې له لارې د خروج لپاره لارې چارې ارزولې. د اندروپف اداره له متحده ایالاتو سره د اړیکو له خرابېدو سره هم مل وه. امریکايي ديپلومات پاول نېتز د شوروي له لوړپوړي چارواکي یولي کېوېتېنسکي سره د لرګیو په منځ کې د ډېر ورو قدم وهلو په بهیر کې په اروپا کې د اتومي توغندیو د کمولو ملي روغه جوړه دواړو لورو ته وړاندیز کړه، چې په پای کې د سیاسي دفتر له پامه ولوېده. کویتنسکي وروسته ولیکل: له خپلو هڅو سره سره، د شوروي مشرتابه روغې جوړې ته لېوالتیا نه لرله، په بدل کې يې داسې محاسبه وکړه چې په لویديځ کې به د سولې غورځنګونه امریکایان تسلیمېدلو ته اړ کړي. د ۱۹۸۳ ز کال د مارچ په ۸مه ، هغه مهال چې اندروپف سرمنشي و، د متحده ایالاتو ولسمشر رونالد ریګان شوروي اتحاد ته د شیطاني سترواکۍ نوم ورکړ. ریګان په هم‌هغه میاشت کې د مارچ په ۲۳ مه د ستراتیژیکې دفاع نوښت اعلام کړ. ریګان ادعا وکړه چې: په بالستیک توغندیو د دفاع په برخه کې دا څېړنیز پروګرام  به د ABM له تړون سره سم زموږ له ژمنو سره سمون ولري. که څه هم اندروپف دا ادعا رد کړه او ویې ویل: «د دې وخت را رسېدلی چې هغوی [واشنګټن] د اتومي جګړې له پیلېدو سره مل پلټنې څخه لاس واخلې ... او دا ترټول ښه حل لار ده ... په دغه چاره کې ګډون نه یوازې غیر مسؤلانه دی، بلکې لېونتوب دی.»   [۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. WorldBook online
  2. Gaidar, Yegor (2007-04-19). "The Soviet Collapse: Grain and Oil" (PDF). On the Issues: AEI online. American Enterprise Institute. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (Edited version of a speech given at the American Enterprise Institute.)
  3. Dimitri Volkogonov, Autopsy for an empire (1998) pp 319, 404.
  4. Dimitri Volkogonov, Autopsy for an empire (1998) pp. 329–69.
  5. Caldwell, Lawrence T.; Legvold, Robert (1983). "Reagan Through Soviet Eyes". Foreign Policy (52): 3–21. doi:10.2307/1148230. ISSN 0015-7228. S2CID 155858631. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dimitri Volkogonov, Autopsy for an empire (1998) pp 358–360.
  7. Downing, Taylor (2018). 1983: Reagan, Andropov, and a world on the brink (په انګرېزي ژبه کي). د کتاب پاڼي 34–50. OCLC 1000583148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-92172-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. Jonathan Steele (1984). Soviet Power. Simon and Schuster. د کتاب پاڼي 4–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780671528133. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Matlock, Jack F., Jr. (2005). Reagan and Gorbachev: How the Cold War Ended. New York: Random House. د کتاب پاڼي 41–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7489-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kwizinskij, Julij A. (1993). Vor dem Sturm: Erinnerungen eines Diplomaten. Berlin: Siedler Verlag. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-88680-464-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pravda, 27 March 1983