د شوروي اتحاد تاریخ (۱۹۶۴ -۱۹۸۲)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له کال ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۸۲ پورې د شوروي اتحاد تاریخ د برژنف عصر ته ورګرځي چې دا دوره د شوروی سوسیالیستې جمهوریتونو اتحاد کې د لیوند برژنف د واکمنۍ دوره تر پوښښ لاندې راولي. دا دوره له لوړې اقتصادي ودې او نیکبختۍ سره پیل شوه خو په تدریجې ډول په اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې ستونځې پېدا شوې چې دا دوره ډېری وخت د رکود دوره بلل کېږي. په کال ۱۹۷۰ کې دواړو خواوو د دیتانت ( کړکېچ کمولو) سیاست غوره کړ. د دې ستراتیژۍ موخه دا وه چې اړیکې په دې هیله ټینګې کړي چې شوروي اتحاد کې اقتصادي او دیموکراتیک سمونونه رامنځ ته شي که څه هم دا سمونونه په کال ۱۹۸۵ کې د میخایل ګورباچوف له لورې قدرت تر رسېدلو رامنځ ته نه شول.  

نیکیتا خروسچوف د شوروی اتحاد د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د لومړې منشی او د وزیرانو دشورا د رئیس په توګه د کال ۱۹۶۴ د اکتوبر په ۱۴ په دې له دندې لرې کړل شو چې په سمونوکې پاتې راغی او ګوند اودولتي بنسټونوته یې درناوی نه کاوه. برېژنف د لومړي منشي په توګه د خروسچوف ځای ونیو او الکسی کاسیګین د وزیرانو د شورا رئیس شو. اناستاس میکویان او وروسته نیکولای پودګورني د شوروي د عالی شورا رئیسه هیئت شول. له اندری کیریلینک چې سازماني منشي و او میخایل سوسلوف چې  مشزایدیولوګ ( د ایدیالوژۍ جوړوونکی) و یوه بیاځلې ژوندی شوې ټولیزه رهبري را منځ ته کړه چې په تشکل کې له هغې اتوکراسي سره په تضاد کې وه چې د خروسچوف د  واکمنۍ ځانګړتیا وه.   

دې ټوليزمشرتابه په پیل کې د شوروی اتحاد په باثباته کولو او شوروي ټولنې په سوکاله کولوپیل وکړ، هغه دنده چې هغوی وکولای شو چې تر سره یې کړي.  برسېره پردې هغوی هڅه پیل کړه چې اقتصادي وده چټکه کړي چې د واکمن په توګه د خروسچوف په وروستیو کلونو کې خورا ورو و. په کال ۱۹۶۵ کې، الکسی کاسیګین په څو سمونونو لاس پورې کړ تر څو د شوروي اقتصاد غیر مرکزي کړي. د اقتصادي ودې د رامنځ ته کولو په برخه کې له لومړنیو بریالیتوبونو څخه وروسته، د ګوند په منځ کې تند لارو دا سمونونه له دې وېرې وځنډول چې دا سمونونه  ښايي د ګوند حیثیت او قدرت کمزوری کړي. دا سمونونه په رسمی توګه هېڅکله منسوخ نه شول بلکه په ساده توګه له میدان څخه ووتل او اثرات یې هم ودریدل. د برژنف په دوره کې هېڅ آقتصادي بنسټېز سمونونه عملي نه شول او د کال ۱۹۷۰ د لسیزې له پیل تر منځ پورې د رکود دوره پیل شوه. دڅو تنو تاریخپوهانو په وینا، په کال ۱۹۸۲ کې د برژنف تر مړينې بورې دشوروي اقتصاد یوه  ځنډ سره مخامخ و. 

د با ثباته کولو پالیسي چې د خروسچوف له لرې کېدو وروسته را منځ ته شوه د حاکمې جرونتوکراسي ( د زړو حکومت) لامل شوه او سیاسي فساد یوه عادې پدیده شوه او برژنف هېڅ کله هم د فساد ضدپراخه مبارزه ونه کړه. په کال ۱۹۶۰ کې، د نظامي توان د پورته کېدو له امله، شوروی په دې وتوانېد چې د برېژنیف د واکمنۍ په مهال ځان یوستر قدرت جوړ کړي. دا عصر د کال ۱۹۸۲ د نومبر په ۱۰ د برېژنېف په مړینه پای ته ورسېد.  

سیاست[سمول]

د مشرۍ اشتراکیت[سمول]

د قدرت په سره له اوږدې مبارزې وروسته، خروسچوف د کال ۱۹۶۴ په اکتوبر میاشت کې د لومړي منشي له پوست څخه لرې کړل شو او هغه په خپلو سمونونو کې په پاتې راتلو ، د دولتې د ستګاه او ګوند له وسواس ډک بیا سازمان ورکولو،  ګوند او دولتې بنسټونو ته په  نه اعتنا کولو، او سلطه غوښتنې انفرادې سبک مشرۍ په لرلوتورن شو. رئیسه هیئت،  مرکزي کميټې او نور مهمو دولتي او ګوندي بنسټونه نور د خرسچوف له خوا د ګوندی او دولتي اصولو څخه د تکراري سرغړونو څخه ستړي شوي و. د شوروي مشرۍ همدارنګه په دې باور وه چې د هغه په انفرادیت ولاړه د مشرۍ سبک د مطلوبی اشتراکي مشرۍ سره په تکر کې ده. لیونید برژنف او الیکسي کاسیګین د خروسچوف ځای ناستی شول چې په ترتیب سره یو یې عمومي منشي او بل یې لومړی وزیر شو او میخایل سولوف، اندری کیریدکوف او اناستاس میکویان ( چې په ځای یې په کال ۱۹۶۵پودګورنی راغلی و) ته په نوې مشرۍ کې لوړ موقفونه ورکړل شول.   [۱][۲][۳]

اشتراکي مشري په خپلو لومړیوپړاوونو کې د برژنېف او کاسیګین د مشرۍ په نامه پېژندل کېده او دې جوړې خپلې اړونده دورې په خپلو موقفونو کې په مساوي ډول پیل کړې. له هغه وروسته چې کاسیګین د کال ۱۹۶۵ سمونونه پیل کړل، د شوروي په مشرۍ کې دهغه حیثیت له منځه لاړ او دهغه له لوري د قدرت له لاسه ورکول د شوروي د مراتبو په سلسله کې د برژنیف قدرت لا ځواکمن کړ. د کاسیګین نفوذ هغه وخت نور هم کمزوری شو چې کله دشوروي په مشرۍ کې  د دویمې ځواکمنې څېرې په توګه د هغه موقف ته ورسید.   [۴][۵][۶]

برېژنف د کال ۱۹۷۰ په لومړیو کې توطئه وکړه چې پودګورني له اشتراکي مشرۍ څخه لرې کړي، په دې اړوند دلیل ساده وه، د دپلوماتیک پروتوکول په در جه بندۍ  کې برېژنف دریم سړی و خو پودګورنی لومړی. د پودګورني لرې کول د دې لامل کېده چې برېژنف ددولت مشر شي او د هغه سیاسي قدرت به یې د پام وړ ډېروالۍ ومومي. د ډېر وخت لپاره که څه هم برېژنف په دې ونه توانېده چې پودګورني لرې کړي، ځکه هغه په سیاسي بیرو کې  هومره رأیو لاس ته راوړلو باور نه درلود چې پود ګورني پرې لرې کړ، او د پود ګورني لرې کول  پخپله د اشتراکې مشرۍ حیثیت کمزوري کولو په معنا و. په حقیقت کې، د کال ۱۹۷۰ په لومړۍ لسیزه کې پود ګورني د دولت  په مشرۍ کې خپل زور ډېرولو ته دوام ورکاوه، او دا د دې له امله و چې برژنف د یوګوسلاویا په اړوند یو لبرال موقف درلود، او له ډېرۍ غربي قدرتونو سره یې د بې وسلې کولو په اړوند خبرې کولې، دا هغه پالیسیانې وې چې ډېری شوروي چارواکو فکر کاوه د کمونیست ګوند د معمولو اصولو سره په تناقض کې دي. 

دا حالت همداسي پاتې نه شو، برژنف د کال ۱۹۷۰ د لسیزو له پیل څخه تر منځ پورې د ګوند په مشرۍ کې خپل موقف پیاوړۍ کړ، د کاسیګین ډله  یې کمزورې یې کړه او تر  کال ۱۹۷۷ پورې یې په سیاسي بیرو کې بشپړ ملاتړ تر لاسه کړ چې وکولای شي پودګورني له ادارې لرې کړي او په ټوله کې فعال سیاست ولري. په کال ۱۹۷۷ کې د پودګورني لرې کېدل په دولتي فعالیتونو کې د کاسیګین رول ورځ تر بلې کمزوری کړ او په دولتې دستګاه کې د برېژنف په مشرې قدرت لا ځوکمن شو. د پود ګورني لرې کېدلو څخه وروسته په شوروي ټولنه کې آوازې خپرې شوې چې کاسیګین د خراب روغتیای وضعیت درلودلو له امله غواړي استعفا ورکړي. نیکولای تیخونوف د وزیرانو د شورا ( د کاسیګین تر امرلاندې)  لومړي وزیر مرستیال په کال ۱۹۸۰ کې د کاسیګین ځای ناستی شو. [۷]

د پودګورنی ماته د اشتراکي مشرۍ پای و نه بلل شو او سولوف په دې اړوند د څو ایدیا لوژیکې اسنادو لیکلو ته دوام ورکړ. په کال ۱۹۷۸ کې د پودګورني له استعفا وروسته، سوسلوف په خپلو ایدییو لوژيکې اسنادو کې څو ځله اشتراکي مشرۍ ته اشاره کړې وه.  همدا وخت و چې دشوروي په مشرۍ کې د کیریلنکوف  قوت او حیثیت په کمزوري کېدو پیل وکړ. په حقیقت کې په همدې وخت کې د برېژنف همکارانو برېژنف هومره زوړ باله چې نه یې شو کولای په هم مهاله ډول د دولته د مشر په توګه ټولې چارې په مخ بوځي.[۸][۹][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Cocks، Daniels او Heer 1976، صص. 56–57.
  2. Service 2003، ص. 375.
  3. Baylis 1989، ص. 97.
  4. Brown 2009، ص. 403.
  5. Daniels 1998، ص. 36.
  6. Sandle او Bacon 2002، ص. 54.
  7. (په 6 December 1971 باندې). Soviet Union: Whoa, Comrade Brezhnev.
  8. "Soviet Union: And Then There Was One". Time. 3 November 1980. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Zemtsov 1989، ص. 119.
  10. Brown 2009، ص. 402.