د روسیې تاریخ (له ۱۹۹۱ ز کال نه تر دې مهاله)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې تاریخ له ۱۹۹۱ نه تر دې مهاله د ۱۹۹۱ په ډسمبر کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره پیل شو. د روسیې فدراتیف سوسیالیست جمهوریت په شوروي اتحاد کې ترټولو لوی جمهوریت و؛ خو تر ۱۹۹۰ ز کال پورې یې د پام وړ خپلواکي نه درلوده.

د روسیې فدراتیف سوسیالیست جمهوریت له هغو پنځلسو جمهوریتونو نه تر ټولو لوی و، چې شوروي اتحاد رامنځته کړي و او د شوروي ۶۰٪ کورنی ناخالص تولید او له ۵۰٪ نه ډېر نفوس یې جوړاوه. روسانو هم د شوروي پوځ او کمونیست ګوند واکمني کوله. په دې توګه د روسیې فدراسیون په ډیپلوماټیکو چارو کې د شوروي اتحاد د ځای ناستي دولت په توګه په پراخه کچه منل شوی و او د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یې د شوروي اتحاد دایمي غړیتوب او ویټو په غاړه واخیسته ( روسیه او ملګري ملتونه وګورئ).

د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو له منحل کېدو مخکې بوریسیلسین د روسیې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په مستقیمو ولسمشریزو ټاکنو کې د ۱۹۹۱ز کال د جون په میاشت کې د روسیې ولسمشر وټاکل شو. دې کار دا یقیني کړه چې یلتسین به له انحلال وروسته د روسیې د ځای ناستي دولت سیاسي مشر وي. دا وضعیت د هغې سیاسي ګډوډۍ په پایله کې رامنځته شو کله چې د شوروي او روسیې مشرتابه د کنټرول لپاره مبارزه کوله، تر څو د ۱۹۹۱ ز کال د اګسټ په میاشت کې د یوې کودتا په تر سره کېدو سره پای ته ورسېد، چې شوروي پوځ د میخایل ګورباچوف د نسکورولو هڅه وکړه. که څه هم کودتا په پای کې ودرول شوه، دې وضعیت په شوروي اتحاد کې د بې ثباتۍ په زیاتېدو کې مرسته وکړه. څرنګه چې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونه د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر تر میاشت پورې د سقوط په درشل کې و، یلسین اعلان وکړ، چې روسیه به بنسټیز اصلاحات رامنځته کړي، له هغې ډلې د پولېنډ د «بیګ بینګ» د کرښو په امتداد کې بازار محوره اصلاحاتو ته به دوام ورکړي، چې د «درماني شاک» په نوم هم یادیده. په ۱۹۹۹ز کال کې د یلسین له استعفا وروسته، د روسیې سیاست له هغه وخت راهیسې د ولادیمیر پوتین په واک کې دی، چې یا یې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. که څه هم د روسیې اقتصاد د پوتین په مشرۍ د یلسین د مشرۍ له نسبي اقتصادي ګډوډۍ وروسته د پام وړ وده کړې، پوتین هم په پراخه کچه د فساد، استبدادي مشرتابه او د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی.

د روسیې وسله وال ځواکونه د ۱۹۹۲ ز کال د پخواني شوروي له منحل کېدو یو کال را وروسته د بشپړې ګډوډۍ په حال کې وو. د چیچنیا د ۱۹۹۴ ز کال جګړې په لړ کې د دې پوځ نااغېزمنتیا خورا زیاته روښانه شوه؛ خو په منځمهاله توګه دې د نړیوال امنیت او وسلو کنټرول لپاره ځینې مهمې عملي ننګونې رامنځته کړې. د روسیې تر مشرتابه لاندې د لیزبون پروتوکول ډاډ ترلاسه کړ، چې د پخواني شوروي جمهوریتونه به له اټومي وسلو ځان بې وسلې کوي. دا ښايي د قزاقستان لپاره خورا مهم و، چا چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د نړۍ د اټومي وسلو د پام وړ برخې کوربه توب کاوه. په هر حال، پخواني شوروي جمهوریتونه وتوانېدل چې په نورو نظامي برخو کې نړیواله همکارۍ وساتي، لکه د راکېټ او فضا د زیربېنا په برخه کې او د BaikonurCosmodrome لپاره د ګډ مسؤلیت رامنځته کول.[۱]

اصلاحات[سمول]

«درماني شاک»[سمول]

د وارسا تړون، CoMEcon او نورو تړونونوپه له منځه تلو سره چې د شوروي اتحاد جمهورتیونو ته د اقماري هېوادونو د اتصال په خدمت کې و، د نړۍ د ترټولو لوی د دولت تر کنټرول لاندې اقتصاد اړول په یوه بازار محوره اقتصاد باندې پرته له دې چې ټاکل شویو تګلارو ته پاملرنه وشي، په حقیقت کې ډېر ستونزمن کار و. د دې لېږد لپاره د (۱) لیبرالیزیشن، (۲) ثبات او (۳) خصوصي کولو تګلارې غوره شوې وې. دا تګلارې په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق (IMF)، نړیوال بانک او د خزانې د وزارت د هوکړې له مخې وي.

د ۱۹۹۲ ز کال د جنورۍ په دویمه یلتسین د لومړي وزیر په توګه د یوه فرمان له لارې د اقتصادي اصلاحاتو ډېرې پراخې برخې نافذې کړې، چې په دې توګه یې د روسیې د ستر شوروي اتحاد او د روسیې د خلکو د مرستیالانو کانګرس مخه ونیوله، چې د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ په میاشت کې د شوروي اتحاد له انحلال مخکې ټاکل شوي وو. په داسې حال کې چې دې کار یلسین له شوروي مرستیالانو سره د معاملې او شخړو له امکاناتو وژغوره، دې کار د هېواد لپاره د سم عمل په اړه هر ډول معنا لرونکې خبرې هم له منځه یوړې.

د لېبرایزېشن او ثبات پروګرامونه د یلسین د لومړي وزیر د مرستیال یګورګیدر له خوا طراحي شوې وي، کوم چې یو لیبرال اقتصاد پوه و چې د بنسټیزو اصلاحاتو لېوالتیا یې لرله او په پراخه توګه د «درماني شاک» د مدافع په توګه پېژندل شوی و. درماني شاک په اصل کې په بولیویا کې د مشهور اقتصاد پوه جیفري ساکس له خوا په ۱۹۸۰ ز کال کې له انفلاسیون سره د مبارزې لپاره کارول شوې وه. په بولیویا کې د ځینو لویو بریالیتوبونو په ترلاسه کولو سره درماني شاک د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته پولنډ او لږ وروسته روسیې ته وارده شوه. [۲]

د اساسي قانون کړکېچ[سمول]

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په شوروي روسیه کې د واک د مرکز او د اقتصادي اصلاحاتو د نوعیت لپاره مبارزه د ۱۹۹۳ ز کال په مني کې په سیاسي کړکېچ او وینو تویولو پای ته ورسېده. یلسین چې د بنسټپال خصوصي کولو کورس یې وړاندې کړ، د شوروي له خوا یې مخالفت وشو. د ولسمشر دا فرمان له مخالفت سره مخامخ شو او د استیضاح ګواښ یې وکړ، هغه د سپټمبر په ۲۱مه له اوسني اساسي قانون سره په ټکر کې پارلمان «منحل» کړ او د نویو ټاکنو او د نوي اساسي قانون په اړه یې د ټولپوښتنې امر وکړ. پارلمان بیا د سپتمبر په ۲۲مه نېټه یلتسین معزول اعلان کړ او الکساندر روتسکوی یې سرپرست ولسمشر وټاکه. تاوتریخوالی په چټکۍ سره رامنځته شو او د اکتوبر له ۲مې د اکتوبر تر۳مې پورې د سړکونو له لاریونونو وروسته معاملې سر ته ورسېدې. یلتسین ځانګړو ځواوکونو یلیټ پوځې واحدونو ته امر وکړ، څود پارلمان  پر ودانۍ برید وکړي، چې«سپینه ماڼۍ» ورته ویل کېده. د پارلمان مدافعینو د وړو وسلو د ډزو پر وړاندې ځانونونه د ټانکونو مخې ته وغورځول. روتسکوی، روسلان خاسبولاتوف او نور پارلماني ملاتړي تسلیم شوو، سمدستي ونیول شوو او زنداني شوو. رسمي شمېره ښيي چې (د ولسمشر په خوا کې د ډېرو وژل شویو او ټپي شویو کسانو په شمول) ۱۴۷ کسان وژل شوي او۴۳۷ ټپیان شوي.[۳]

په دې توګه له شوروي وروسته د روسیې په سیاست کې انتقالي دوره پای ته ورسېده. نوی اساسي قانون د ۱۹۹۳ز کال د ډسمبر په میاشت کې د ټولپوښتنې له لارې تصویب شو او په روسیه کې یو قوي صدارتي نظام رامنځته شو. بنسټیز خصوصي کول مخ په وړاندې لاړل. که څه هم پخواني پارلماني مشران د ۱۹۹۴ز کال د فبرورۍ په ۲۶مه له محاکمې پرته خوشې شول؛ خو له دې وروسته یې په سیاست کې ښکاره رول نه درلود. که څه هم په پای کې به یې له اجراییه ځواک سره شخړې بیا پیل کېدي، خو د روسیې رامنځته شوي پارلمان خورا محدود واکونه درلودل. (په ۱۹۹۳ ز کال کې د تصویب شوي اساسي قانون په اړه د جزیاتو لپاره د روسیې اساسي قانون او حکومتي جوړښت وګورئ.)

د چیچنیا لومړۍ جګړه[سمول]

په۱۹۹۴ ز کال کې یلتسین د چیچنیا جنوبي سیمې ته ۴۰۰۰۰ سرتېري ولېږل، څو له روسیې نه د جلا کېدو مخه ونیسي. د مسکو په سویل کې په ۱۰۰۰میله (۱۶۰۰ کیلومتره) واټن کې پروت چیچنیا، چې ډېریو مسلمانو چیچنیایانو له پېړیو راهیسې د روسانو په دفاع یې ویاړ کاوه. د چیچنیا ملتپال ولسمشر جوهر دودایف د روسیې له فدراسیون نه د خپل جمهوریت د ایستلو لپاره اړ شو او په ۱۹۹۱ز کال کې یې د چیچنیا خپلواکي اعلان کړه، روسیه په چټکۍ سره د ویتنام په جګړه کې د امریکا په څېر په یوه کنده کې ډوبه شوه. کله چې روسانو د ۱۹۹۵ ز کال د جنورۍ په لومړیو اونیو کې د چیچنیا پر پلازمینې ګروزني برید وکړ، په بند ښار کې د څو اونیو په اوږدو کې د هوايي بریدونو او توپچي ډزو له امله شاوخوا ۲۵۰۰۰ ملکي وګړي ووژل شوو. د توپچي او هوايي بریدونو پراخه کارونه د روسیې د کمپاین اصلي ستراتیژي پاتې شوه. ان د چیچنیا ځواکونو په زرګونو روسي یرغمل ونیول، په داسې حال کې چې بې حوصلې او بې وسه روسي سرتېرو ته یې سپکاوی او زیانونه واړول. روسي پوځیانو د کال تر پایه د چیچنیا پلازمینه ګروزني و نه نیوله.

سرچينې[سمول]

  1. (په 2013-05-15 باندې). Why Did Kazakhstan Give Up Its Nukes?.
  2. Sachs, Jeffrey (1987). "The Bolivian Hyperinflation and Stabilization". American Economic Review. 77 (2): 279–283. JSTOR 1805464. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Москва. Осень-93: Хроника противостояния. М., 1995. С. 530—533