Jump to content

د سیستان حوزه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سيستان حوزه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۲۹°۵۰′۰۷″شمال ۶۱°۵۶′۳۰″ختیځ / 29.8353°شمال 61.9417°ختيځ / 29.8353; 61.9417 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د سیستان/هلمند سیند د اوبو رسولو د حوزې نقشه
د دوړو په ګرز کي د سویلي افغانستان او اوسني ایران د سټلایټ انځور

د سیستان حوزه یوه داخلي حوزه ده چي د افغانستان د سوېل لویدیځي لویي برخي او د ایران د سویل ختیځي کوچنۍ برخي په ځان کي رانغاړي. دا د نړۍ یو له وچو سیمو څخه ګڼل کیږي او د اوبو څنډه یې د سیندونو یو سیسټم دی چي د افغانستان له لوړو سیمو څخه د تازه اوبو جهیلونو او مارشونو له لوري رابهیږي. د هلمند سیند ددې حوزې تر ټولو ډیري اوبه رامنځ ته کوي، چي په عمومي توګه د هندوکش د غرونو د واورو په واسطه تغذیه کیږي، خو ځیني نور سیندونه هم سته چي ددې حوزې یو شمېر سرچینې برابروي.


د بیسالټ غونډۍ چي د خاجي غر په نوم هم پیژندل کیږي، د سیستان سیند د جهيلونو او مرشونو تر څنګ راپورته کیږي.