د افغانستان فوټبال
عمومي مالومات | |
---|---|
ډلبندي |
سپورټ |
ځای | |
چلوونکی |
د افغانستان د فوټبال فدراسيون |
فوټبال په افغانستان کې له کرکېټ وروسته دویمه لویه لوبه ده چې د ماشومانو او ځوانانو ترمېنځ دود ده.[۱][۲]
تاريخ
[سمول]د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبره؛ په افغانستان کې د فوټبال لومړنی لوبغالی په ۱۹۳۴ زېږدیز کال کې د محمد ظاهرشاه په دوران کې د «محمودیه FC» په نوم جوړ شو. د نارینه وو د فوټبال ټیم له درېو کلونو وروسته هند ته د لوبو لپاره سفر وکړ چې په ۱۸ لوبو کې يې ۸ وګټلې، ۹ يې وبايللې او يو يې مساوي کړ. همداراز په ۱۹۴۱ زېږدیز کال کې په کابل ښار کې د «اريانا کابل FC» په نوم يوبل د فوټبال لوبغالی جوړ شو چې په افغانستان د فوټبال په تاریخ کې دويم جوړ شوی لوبغالی ګڼل کېږي. د دې لوبغالي نارينه لوبډله د ايراني لوبغاړو په بلنه تهران ته لاړل چې د ايراني لوبغاړو لپاره په تاریخ کې لومړنی ځل وو چې د يو بهرني ټیم سره لوبه کوي. يعنې مخکې له دې يې د نورو بهرنيانو سره لوبه نه وه ترسره کړې په دې برخه کې تاريخ جوړ شو چې د ايران د فوټبال لوبډلې لومړنۍ بهرنۍ لوبه د افغانانو سره وه. خو افغانانو له دوی مخکې د هنديانو سره لوبه ترسره کړې وه. د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان داخلي جګړو او ناامنيو له امله فوټبال دومره ډېر پرمختګ نه دی کړی چې باید کړی يې وای.
د ۱۹۴۸ زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د FIFA (د فوټبال نړيوال فډراسيون) غړی شو او يوه ملي لوبډله يې د ۱۹۴۸ اولمپيک سياليو لپاره لندن ته ولېږل او لومړنۍ لوبه یې د لوکزمبورک ملي لوبډلې ته په 0-6 ګولونو وبايلل.
د ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۷۹ زېږدیز کال پورې په افغانستان کې د «افغانستان جمهوريت د ورځې جشن کپ» په نوم د فوټبال يو نړيوال ټورنمنټ جوړ شوی وو چې د ډېرو بهرنيو هېوادونو لوبډلې افغانستان ته د فوټبال لوبې لپاره راتلې.
د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د حامدکرزي د حکومت پرمهال فعاله شوه چې په نړيواله کچه یې لوبې کولې بيا په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د طالبانو د راتګ وروسته په هېواد دننه پر دوی بنديز ولګېد، د فوټبال ښځینه لوبډله چې يوه اروپایي هېواد ته د لوبو لپاره تللي وه همالته پاتې شول او کله ناکله په لوبو کې هم ګډون کوي.
د فوټبال اداره
[سمول]په افغانستان کې فوټبال د افغانستان د فوټبال فدراسیون (AFF) لخوا اداره کېږي. AFF په ۱۹۲۲ زېږدیز کې تاسیس شوی او له ۱۹۴۸ راهیسې د فیفا غړی دی. په ۱۹۵۴ کې AFF د آسیا د فوټبال کنفدراسیون یو بنسټ ایښودونکی غړی شو او په ۲۰۱۵ کې د مرکزي آسیا د فوټبال کنفدراسیون له بنسټ ايښودونکو غړيو څخه وو. د کابل له سقوط (۲۰۲۱) راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو فوټبال بند شو او وروسته AFF د ښځو د فوټبال ټول پروګرامونه بند کړل. د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په استرالیا کې پناه اخیستې او په منظمه توګه تمرین او لوبې کوي، [۳] خو اصلي پرمختیایي لوبډله يې دا مهال په انګلستان کې مېشته ده. [۴]
د نارینه وو ملي لوبډله
[سمول]د افغانستان د نارینه وو د ملي لوبډلې یوه ترټولو ستره بريا هغه مهال وه چې دغې لوبډلې په نیپال کې د «۲۰۱۳ کال د ساف اتلولي» وګټله. دوی په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ کې د ورته سیالۍ دوهم او په تاريخي توګه د ۱۹۵۱ آسیایي لوبو او «۲۰۱۴ AFC چلینج کپ» کې دې لوبډلې څلورم مقام هم خپل کړی دی.
د ښځو ملي لوبډله
[سمول]د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ترټولو ستره بريا هغه مهال وه چې په سریلانکا کې یې د «۲۰۱۲ کال د فوټبال د ښځینه فوټبال سیالیو» نیمه پای لوبې ته لاره وموندله. [۵] [۶]
د ليګ سیسټم
[سمول]- د کابل پامير لیګ (۱۹۴۶-۲۰۱۳)
- د افغانستان غوره لیګ (۲۰۱۲-۲۰۲۰)
- د افغانستان اتلانو لیګ (۲۰۲۱ – تراوسه)
سرچینې
[سمول]- د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې </link>
- ↑ . 11 October 2013.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ http://www.vanityfair.com/politics/on-the-road/2012/11/football-fever-hindu-kush-freston
- ↑ . 4 May 2022.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 4 November 2022.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 3 December 2022.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help) - ↑ . 15 August 2022.
{{cite web}}
: Missing or empty|title=
(help); Missing or empty|url=
(help)