د اس وې ډې دراگونوف ټوپک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اس وې ډې دراگونوف ټوپک
Снайперская винтовка Драгунова

هېواد Flag of the Soviet Union.svg شوروي اتحاد
جوړونکی Izhmash
وزن ۴،۳۱ کیلوگرامه
د توپک اوړدوالی ۱۲۲۵ م.م.
د مرمی کالیبر 7,62 54 mm

د اس وې ډې دراگونوف ټوپک (په روسي ژبې کې:Снайперская винтовка Драгунова) د نښانچی یو نیمه اوټوماتیک توپک دي چی په شوروي اتحاد کی په ۱۹۵۸ کال کې د یوگنیی دراگونوف لخوا د شوري پوځ لپاره طرح شو. روسی پوځ دغه نښانچي ټوپک ۱۹۶۳ کال څخه راهسی کاروي. د اس وې ډې دراگونوف ټوپک په ایران او چین کې هم جورېږي.

توصیف

د اس وې ډې دراگونوف ټوپک نیمه اوټوماټیک وسله ده. دغه ټوپک د گاز د فشار په مرسته چې د باروت تر چاودنی وروسته رانځته کېږی، ویشتل کېږی. د گلنگدان سیستم یی څرخ کوونکی دي. د مرمی کالیبر یی ۷،۵۲ x ۵۴ م.م. دي.