په دونباس کې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په دونباس کې جګړه یا د دونباس جګړه، د اوکراین په دونباس سیمه کې د اوکراین او روسیې د جګړې یوه پراخه وسله‌واله نښته ده. د ۲۰۱۴ ز کال په مارچ کې د یورومېډن د لاریوني غورځنګ او ورپسې د حیثیت له انقلاب څخه لږ وروسته، په ډانېتسک او ليوهانسک کې چې دواړه په يوځای توګه د «دونباس» په نوم یادیږي د روسي پلوه جلاغوښتونکو له خوا د دولت ضد ډله‌ییز لاریونونه پیل شول. دا لاریونونه نږدې له روسیې سره د کریميې له یو ځای کېدو سره هم‌مهاله پیل شول او د اوکراین په سویل او ختیځ کې د پراخو روسي پلوه لاریونونو برخه وه. د ډانېستک او لوهانسک د خلق جمهوریتونو (په ترتیب سره DPR او LPR) له اعلام سره د روسیې له ملاتړ سره مل جلاغوښتونکو ډلو په ټول دونباس کې دولتي ودانۍ ولکه کړې، چې د اوکراین له دولتي ځواکونو سره د وسله‌والې نښتې لامل شو. [۱]

په داسې حال کې چې لومړني لاریونونه تر ډېره د اوکراین له نوي دولت څخه د نارضایتۍ ابزار وو، روسیې له هغوی څخه د اوکراین پر ضد د یو همغږي سیاسي او پوځي کمپاین په توګه کار واخيست. روسي ښاروندانو د ۲۰۱۴ ز کال له اپرېل څخه تر اګست په ډونتسک کې د جلاغوښتونکو د غورځنګ مشري وکړه او له روسیې څخه يې د داوطلبانو او تجهیزاتو په واسطه ملاتړ کېده. د ۲۰۱۴ ز کال په مې میاشت کې د نښتې له سختوالي سره روسیې د نږدې کېدو له یوې ترکیبي لارې څخه کار واخیست، چې د دونباس د بې‌ثباته کولو لپاره یې د ناسمو اطلاعاتو،غیر دولتي جنګیالیو، د روسیې د منظم پوځ له ترکیب او د پېژندل شوي پوځي ملاتړ څخه کار واخیست.   [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

اوکراین د ۲۰۱۴ ز کال په اپرېل کې د روسیې پلوه ځواکونو پر ضد د «ترهکرۍ خلاف» عملیاتو (ATO) په نوم ځوابي پوځي عملیات پیل کړل، چې له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۸ز  کال پورې يې دوام درلود، تر هغه چې نوم يې د ګډو ځواکونو په عملیاتو (JFO) بدل شو. د ۲۰۱۴ ز کال د اګست په وروستیو کې، یادو عملیاتو وکولی شوی د روسیې پلوه ځواکونو تر ولکه لاندې سیمې د پام وړ کوچنۍ کړي او د اوکراین او روسیې پولې بېرته نیولو ته نږدې شول. په ځواب کې روسیې خپله ترکیبې لار شاته پرېښوده او پر دونباس یې رسماً یرغل پيل کړ. د ۲۰۱۴ ز کال د اګست د ۲۲ او ۲۵ نېټې تر منځ د روسیې پر پوله د اوکراین پر پوستو د توپونو د ویشتلو د راپور په دوام د روسیې له خوا د انسان پالنې د کاروان په نوم روسي پرسونل له پولې څخه تېر شو. راپورنه ښيي چې روسي پوځیانو له دواړو برخو هغه چې د روسي پلوه ځواکونو په واک کې وې او هم هغه چې د دوی په واک کې نه وې، لکه نووازوسک ته څېرمه د ډونېتسک اوبلاست سویل ختيځې  برخې څخه تېر شوي. د اوکراین د امنیتي خدماتو رییس والېنټین نالیو اېچنکو د اګست د ۲۲ پېښې پر اوکراین د روسیې مستقیم یرغل ونوماوه، په داسې حال کې چې نورو لویدیځو او اوکرایني چارواکو دا د روسیې پټ یرغل وباله. په دونباس کې د روسي پوځیانو د حضور په اړه د روسيې رسمي دريځ  ګنګ دی. په داسې حال کې چې رسمي ادارو په اوکراین کې د منظمو وسله‌والو شتون رد کړی، په ډېری مواردو کې يې د پوځي متخصصانو حضورله نورو تعبیرونو سره منلی او معمولاً يې روسیه داسې استدلال کوي چې روسیه له روسي ژبو ټولنو څخه د ملاتړ په موخه اړه ده هغوی په اوکراین کې ځای پر ځای کړي.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د روسیې د تېري په پایله کې د DPR او LPR یاغیانو وکولی شوی ډېری هغه سیمې چې اوکراین د مخکیني پوځي برید په بهیر کې له لاسه ورکړې وې بېرته ترلاسه کړي. اوکراین، روسیې، DPR او LPR د ۲۰۱۴ زکال د سپټامبر په پنځمه د اوربند پرېکړه لیک او د مېنسک پروتوکول لاسلیک کړ. د اوربند پرېکړه لیک تر پښولاندې کول د دواړو لورو تر منځ عام شول. د اوربند په بهیر کې د یاغیانو او د دولت تر ولکې لاندې سیمو د جګړې کرښه پیاوړې شوه چې جګړه  مارانو د یاغیانو تر ولکې لاندې ځینو سیمو کنترول واخیست چې د ډېرې بې ثباتۍ لامل شو. د ۲۰۱۵ زکال په جنوري کې  په ټوله سیمه، په ځانګړې ډول د ډونستېک په نړیوال هوايي ډګر او ډيبالتسیو کې د نښتو له سره کېدلو سره اوربند سقوط وکړ. د ۲۰۱۵ ز کال د فېبرورۍ په ۱۲مه ښکېلو ډلو د مېنسک دوه (Minsk II) په نوم پر نوي اوربند توافق وکړ. سم‌لاسي د دغه پرېکړه لیک تر لاسلیک وروسته، جلاغوښتونکو ډلو پر ډيبالتسیو برید پیل کړاو اوکرایني ځواکونه يې له هغه ځایه په شا کړل. د  ډيبالتسیو تر سقوط وروسته میاشتو کې د اړیکې په کرښه کې جز‌ي نښتې دوام وکړ، خو په خاوره کې هېڅ بدلون رامنځته نه شو. بن‌بست د دې لامل شو چې جګړه د کنګل شوې نښتې په توګه وپېژندل شي. په دې توګه دا سیمه یوه جنګي سیمه پاتې شوه چې هر میاشت به په لسګونو پوځیان او ملکي وګړي وژل کېدل. په ۲۰۱۷ز  کال کې په منځنۍ کچه په هرو درېیو ورځو کې یوه اوکرایني پوځي خپل ژوند له لاسه ورکاوه. چې په سیمه کې شاوخوا ۶۰۰۰ روسي او ۴۰۰۰۰ جلاغوښتونکي پوځیان په سیمه کې شته وو. د ۲۰۱۷ز کال تر وروستیو پورې د اروپا د همکارۍ او امنیت څارني د ماموریت سازمان په هغه دوه پلټنو/چېک پاینټونو کې چې دوی پرې څار درلود شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان له روسیې څخه دونباس ته لېږدولي وو. د اروپا د همکارۍ او امنیت څارنې د ماموریت سازمان تر یرغل لاندې دونباس ته دې ته ورته د روسیي د پوځي کاروانونو د تېرېدلو ډېری موارد له رسمي پولو څخه بهر په خامه سړکونو او معمولاً د شپې له خوا ثبت کړي دي.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د نښتو د پيل راهیسې ۲۹ ځلې اوربند اعلام شوی چې هر یو هوډ درلود، په نامحدود ډول په خپل ځواک کې پیاوړی پاتې شي، خو هېڅ یوه هم تاوتریخوالی ونه‌دروه. د جګړې د درولو لپاره تر ټولو بریالۍ هڅه د شپږو اونیو لپاره په ۲۰۱۶ کال کې وه. د ۲۰۱۹ ز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه اوکراین، روسیې، LPR، او OSCE له یوې نقشې سره د نښتو د پای ته رسولو په یوه نقشه پرېکړه وکړه. له دې سره له هغه مهال راهیسې نښته لا هم توده پاتې شوه او د ۲۰۲۰ ز کال د اوړي تر وروستیو پورې ناحل پاتې شوه. وروستي او ۲۹م اوربند د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۷ پلی شو، چې په پایله کې يې اوکراین د یوې میاشتې لپاره تلفات ورنه کړل. د اوکرایني چارواکو په وینا د ۲۰۲۰ کال له جولای څخه د نوامبر تر ۷ پورې د اوکرایني پوځيانو تلفات لس برابره (درې اوکرایني سرتېري ووژل شول) او د بریدونو شمېر پنځه برابره راکم شو. د ۲۰۲۱ ز کال په درېیو لومړيو میاشتو کې د اوکراین‌يانو د مړينې په کچه کې ډېروالی (۲۵، د ۲۰۲۰ ز کال د ټولو ۵۰ مړو په پرتله) راغی او د ۲۰۲۱ کال د مارچ له وروستیو څخه د اپرېل تر لومړیو او د ۲۰۲۱ ز کال د اکتوبر او نوامبر له وروستیو څخه وروسته د دونباس او وروسیې پر پوله د روسیې یو لوی پوځي ځواک ځای پر ځای شو.   [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

روسییې د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۱ نېټه DPR او LPR په رسمي ډول په رسمیت وپېژندل او د فبرورۍ په ۲۴م يې پر اوکراین پوره یرغل پيل کړ.

مخینه[سمول]

په ۲۰۰۰ز لسیزه کې د روسیې ولسمشر ولادي مير پوتین د نیو- امپېریالستۍ سیاست پر څارلو پیل وکړ او د روسیې له دياسپورا/خورې ټولنې څخه يې د خپلو وسایلو  په توګه کار واخیست. دا ځمکنی مفهوم له وړاندې د سويلي اوسېټیا او ابخازيا په جورجیا او په ټرانسنیسټيا کې له مالدووا سره رامنځته شوی و.    [۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 12 April 2014 باندې). Armed pro-Russian insurgents in Luhansk say they are ready for police raid. Kyiv Post.
  2. کينډۍ:Cite report
  3. کينډۍ:Cite report
  4. Strelkov/Girkin Demoted, Transnistrian Siloviki Strengthened in 'Donetsk People's Republic', Vladimir Socor, Jamestown Foundation, 15 August 2014
  5. (په 27 July 2014 باندې). Pushing locals aside, Russians take top rebel posts in east Ukraine. Reuters.
  6. کينډۍ:Cite report
  7. Fedorov, Yury E. (15 January 2019). "Russia's 'Hybrid' Aggression Against Ukraine". Routledge Handbook of Russian Security (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-18122-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite report
  9. Katchanovski, Ivan (1 October 2016). "The Separatist War in Donbas: A Violent Break-up of Ukraine?". European Politics and Society. 17 (4): 473–489. doi:10.1080/23745118.2016.1154131. ISSN 2374-5118. S2CID 155890093. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 4 May 2018 باندې). Old war, new rules: what comes next as ATO ends and a new operation starts in Donbas?. Ukraine crisis media centre
  11. کينډۍ:Cite report
  12. Snyder, Timothy. The road to unfreedom: Russia, Europe, America (الطبعة First). New York, NY. د کتاب پاڼې 191. OCLC 1029484935. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-525-57446-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 22 August 2014 باندې). Russia Moves Artillery Units into Ukraine, NATO Says. The New York Times.
  14. (په 27 August 2014 باندې). Ukraine Reports Russian Invasion on a New Front. The New York Times.
  15. (په 22 August 2014 باندې). Ukraine accuses Russia of invasion after aid convoy crosses border. Reuters.
  16. The Interpreter quoted what Putin said during a live call-in session on 12 October 2016: "When we were forced, I want to stress, forced to defend the Russian-speaking population in the Donbas, forced to respond to the desire of the people living in Crimea to return to being part of the Russian Federation, they instantly began to whip up anti-Russian policies and the imposition of sanctions." (په 12 October 2016 باندې). Putin Claims Russia Was 'Forced To Defend Russian-Speaking Population in Donbass'. The Interpreter.
  17. (په 17 December 2015 باندې). Vladimir Putin admits: Russian troops 'were in Ukraine'.کينډۍ:Cbignore
  18. (په 5 September 2014 باندې). Ukraine and pro-Russia rebels sign ceasefire deal. BBC News.
  19. (په 11 November 2014 باندې). Ukraine rebels: a disunited front run by warlords. Associated Press.
  20. (په 21 July 2015 باندې). Ceasefire brings limited respite for east Ukrainians. Euronews.
  21. (په 26 July 2016 باندې). The Daily Vertical: Ukraine's Forgotten War (Transcript). Radio Free Europe/Radio Liberty
  22. In Ukraine It's Beginning to Look a Lot Like Christmas, and a Lot Less Like Russia, The Daily Signal (4 December 2017) Kurt Volker: The Full Transcript, Politico (27 November 2017)
  23. (په 11 September 2017 باندې). Kyiv says there are about 6,000 Russian soldiers, 40,000 separatists in Donbas. Kyiv Post.
  24. (په 30 January 2017 باندې). Anxious Ukraine Risks Escalation In 'Creeping Offensive'. RadioFreeEurope/RadioLiberty.
  25. "Response to Chief Observer of the Observer Mission at the Russian Border Checkpoints Gukovo and Donetsk | Statement to the PC". 17 November 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "OSCE catches Russia bringing war to Donbas by night". Kharkiv Human Rights Protection Group. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. کينډۍ:In lang The longest truce in Donbas. Does it really exist, Ukrayinska Pravda (7 September 2020)
  28. New Year ceasefire enters into force in Donbass, TASS (29 December 2018)
  29. (په 23 October 2018 باندې). Four DPR servicemen killed in shellings by Ukrainian troops in past week.
  30. (په 11 October 2019 باندې). Will a deal with Russia bring peace to Ukraine?. BBC News.
  31. Volodymyr Zelenskyy: 'high chance' of ending war in Ukraine 'this year'., Euronews (25 August 2020)
  32. Two Ukrainian soldiers injured in booby-trap blast in Donbas, Ukrainian Independent Information Agency (25 August 2020)
  33. President: Ukraine suffers no combat casualties for 29 days in a row, Ukrinform (24 August 2020)
  34. Number of Ukrainian soldiers killed in Donbas decreases tenfold over 103 days of ceasefire, Ukrinform (7 November 2020)
  35. Ukraine conflict: Moscow could 'defend' Russia-backed rebels, BBC News (9 April 2021)
  36. Grigas, Agnia (2016). Beyond Crimea: The New Russian Empire. New Haven, Connecticut: Yale University Press. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300220766. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)