Jump to content

دايا سينګ انجان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دايا سينګ انجان د پښتو ژبې يو نامتو شاعر دی، چې د افغانستان د پکتيا ولايت په گردېز ښار کې په يوې هندو کورنۍ کې زېږېدلی، د هغه شعرونه په پراخه کچه ډېر مينه وال لري. د څو لسیزو ناامنيو راهيسي د ځينو ستونزو له امله نوموړی اړ شو چې هندوستان هېواد ته کډوال شي.

دايا سينگ
دايا سينګ انجان
دايا سينګ انجان

د شخص مالومات
پيدايښت پکتيا، افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک شاعري او رسنۍ
کاروونکې ژبه پښتو، هندي

دیا سينګ انجان د ملک اوتم سينګھ زوی د پکتیا ولایت ګردیز ښار په زوړ ښار (بازار) کې په ۱۹۶۴م کال د جنوري په دیارلسمه نېټه د هغه وخت سيکانو د ملک (د پکتيا، پکتيکا او خوست وکيل وو) په کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.

زده کړې

[سمول]

ديا سينګ انجان د پکتیا ولایت ګردیز ښار تجربوي ښوونځي کې د لومړي ټولګي څخه تر اتم ټولګي پورې خپلې زده کړې وکړې. پاتې زده کړې يې د عبدالحی ګردیزي ليسې کې له نهم څخه تر دولسم ټولګي پای ته ورسولي. تر فارغت وروسته ښاغلی انجان د هيواد ساتنې په موخه عسکري دوره پيل کړه په (۱۳۶۱ھ ش تر ۱۳۶۴ھ ش کال ) پورې د عسکري خدمت له څلورو کلونو وروسته کابل کې له کورنۍ سره یو ځای شو.

خو د اقتصادي ستونزو له امله يې لوړو زده کړو هيله پوره نه شوه، مګر کله چې په ۱۹۹۲م کال د افغانستان سیاسي وضعیت بدلون وکړ؛ محترم انجان هم نورو هيواد والو په څېر د مهاجرت سيلۍ له کورنۍ سره یوځای هندوستان ته جلا وطن او کډوال کړ، چې اوس تقریباً شا او خوا دری لسیزې کېږي له هيواده بهر خو دده فکر دده قلم او هيوادنۍ مينې له د څخه شاهين جوړ کړی او د افغانستان په سردرو، سرشارو،ښارونو، ګودر، کلې او بانډو پروازونه کوي او د قلم په ژبه د شعر په چوکاټ کې د لفظونو ورښمين بخمل د هيواد ستاينې رنګينه انځورګري کوي.

د انجان شاعرۍ ته که وګورو نو شعرونه يې په عمومي ډول ډېر ساده، روان او عام فهمه دي او همدا د يوه ښه شعر ځانګړتيا او ښکلا ده چې شاعر په شعر د ولس عام وګړي پوه او مقصد ترې واخيستلای شي.

انجان د خپل غني وطن کانې زيرمو يادونه په داسې ډول کوي، چې خپل ولس بېوزلۍ، مايوسۍ او بد قيسمتۍ انځور په شعر کې رانغاړي.

مونــږ وږې تــــږي او بـــدبخــته په غـــني وطن کې له هرې تیږي لانـدې سره سپــین او یاقوت پراته دي ښاغلی انجان تراوسه د پښتو ژبې ځولۍ غني کولو لپاره لس کتابونه ليکلي چې یو کتاب يې د افغانستان د قلم ټولنې لخوا ( ستا په یاد دي او که نه ) په کال 1389 هـ ش کې چاپ شوی نور کتابونه يې ناچاپ دي.

شعرونه

[سمول]
غـرونه مو شـــــنې جگې نښترې لري

خوږې خوږې تــورې گـورگــورې لري

مونــږ د جگــــړو نغـمو ته نه نڅیږو بامونه زمونــږ سپـیـنې کــوترې لرې

ربابي غـــــــــوږ یـمـه را واوروه څه دا رباب څه خوږې ســـنــدرې لــــري

یو نیم تصویر ساتم د زړه البوم کې یو نیـــم تصــویر ډیرې خـــبرې لري

هغـو وطـن کـــې که ګلاب ځلـــیږي زمونـږ وطــن مشک او عـنـبـرې لري

زړه چې انـجـانـه په کـتلو وړې تش دا ســترګــې خامخا منـــــــترې لرې


هغه پښتو ژبه ليکل او لوستل کوي د پښتو ژبې سره د ډيرې مينې له مخې دا غزل يې ويلی:

دی راوستی می بهار په پښتو ژبه

شو وطن گل او گلزار په پښتو ژبه


ملـــغلــرې د الـفــاظــو مــې پـېيلی

غوټه کـړی مې دی تار په پښتو ژبه


اوس به لږ څه قدرمنه دا پښتو شي

چی پښتون وکړی اظهار په پښتو ژبه


د پښتو ډولۍ په مټ کلی ته وړمه

پښتنه لـيلا ســينگار په پښتو ژبه


منم ډېرو تـه بـه دا ژبـه ترخه وي

زه کـــــــومه افـتخار په پښتو ژبه


سينه پلنه سر می جگ شي تر اسمانه

چی زه ليـکمه اشعار په پښتو ژبه


رقيبان راته حيران دي خود انجانه

ما چې کړی خوږ گفتار په پښتو ژبه


ديا سينګ انجان د جلا وطنی ترخې شېبې، تار تار ګريوان او ستونزمن ژوند فرياد کوي، هغه وايي چې نه چا خپل کړم او نه مې څوک خپل شو، مګر پردي وطن کې خوار او زار کرځم وايي:

کلـي په کلــــي ښـار په ښار گـــــــرځــېږم یم لېونی گـــــــرېوان تــار تــار گـــــرځېږم د هیچا خـپل نشـومه خــــــــپل مې نشول هۍ د پـــــردیـــــو په دیـار ګــــــرځــېږم چې د وطــــن له کـــــــوڅو تلـــــــلی یمه شــــوم خواروزار بس خواروزار ګرځېږم تـپوس نــور مکـــــــــــــــوئ یــارانــو قسم ورک له خـــــپل ځانه بې اخـــتیار ګرځېږم

انجان د علم په ارزښت او اهميت هم خپل قلم څرخوالی او د نوې نسل ته علم حاصلولو ټينګار کوي هغه وايي: علـــــــم ضــرور دی بـیــنایی را ولی ومنه دا قلـــم را واخـله د ړانــده خــبری پریږده نوره يا دا: پـــوهـــه پــکـاره ده هر انسان تــه ضـرور نــوره به کــــیــږي وروســـــته بــیا خبرې مــه بــنـــدوه د ښـوونـــــځــــــي دروازې پـه تـا بـه بـــــــــدې لــگـــــــــي دا خبرې حــــق بــرابــــر بــــه د هــر چــــــا ساتمه څه شـولـــې هـغـه وایــــــه ســــتا خبرې هــره خــور غــــواړي حق د خپـلو زدکـړو واوره کــــــــــــــوم درتـه ریښــــتیا خبرې فـرض بولي زدکــړه هر یو دین او مذهب ســـــتا نـو پـه څـه شــــولـــــې روا خبرې هغه ددې وطن له بدو حالاتو هم زوريږي او هغه د شپلۍ، ډول، رباب او د ځوانانو اټنونه د ښکلا رنګينې او د خوښيو شېبو هغه کليوالي ساده رنګونه نه ګورې، نو ځکه يې د چا پوښتنې ته ځواب ورکول زړه غواړي. د شپیلئ غـــږ د ډولک تـال او اتـڼ د رباب زړه نــــري تارونه ورک دي انـجـانـه مه پوښــته د زړه حالونه له دې وطـنه ټول رنگونه ورک دي

انجان د هېواد سره مينه هر وخت خپل زړګي کې ساتی او د هېواد هغو بچو ته په زغرده وايي، چې د ورانولو لپاره خپلې مټې رانغښتلې دي. په تا به گران نه وی وطن چی تا ویجاړ کړو داسې په ما خوگران دی زه ئې هر وخت په زړگی کې ساتم يا دا: غـرونه مو شـــــنې جگې نښترې لري خوږې خوږې تــورې گـورگــوري لري مونــږ د جگــــړو نغـمو ته نه نڅیږو بامونه زمونــږ سپـیـنې کــوترې لرې

او

« زما له مرگه وروسته» زما له مرگه وروسته زما د وړوکې کتابتون ټول کتابونه پرته له ځنډه په کباړی خرڅیږي ځکه چې څوک ئې لوستلئ نشي زما د وطن ژبه د هجر تور کلي کې زما بچو ته چا ښودلي نده هغه پرې نه پوهیږي ملامت ندي خلکو لرې له کور کلي خپل پردي وطن کې د بیلتون شپې تیروي دلته په بلې ژبې لیک ، لوست ، خبرې کیږي زما له مرگه وروسته دا کتابونه دوی لوستلی نشي نو خامخا مجبور دي چې په کباړ ئې خرڅ کړي که خپل وطن کې وای زه زما بچو به خپله ژبه ، خپل کلتور زده کوو زما په ذهن کې به دا ویره نه وه پرته چې زما له مرګه وروسته زما د وړوکي کتابتون ټول کتابونه په کباړ خرڅیږي دوی ئې لوستلئ نشي ځکه چې پردي وطن کې اوسي دوی په پردئ ژبه تعلیم کړیدئ د خپل وطن ژبه ، کلتور او میراث یو څو زورگرو ترینه په زور اخیستئ دا کتابونه دوئ لوستلۍ نشي نو زما له مرگه وروسته زما د وړوکې کتابتون ټول کتابونه پرته له ځنډه په کباړی خرڅیږي

سرچینې

[سمول]

دغه ليکنه د عابد شینواري پر فېسبوک پاڼې نشر شوې وه چې ما راکاپي کړه

د ديا سينګ انجان د فيسبوک پاڼه