Jump to content

خدیجه بنت خویلد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خدیجه بنت خویلد بن اسد القریشي ( ۶۸هـ ق - ۳ ق م / ۵۵۶ـ ۶۱۹ میلادي )؛ د مؤمنانو مور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن او د هغه د زوی ابراهیم پرته د ټولو ماشومانو مور وه. خدیجه د رسالت څخه مخکي د پیغمبرﷺ سره ژوند کاوه او د خپل خاوند د نبوت ثبوت یې لیدلی وو. هغې د خپل کور او ماشومانو پالنه کوله، د سوداګریزو کاروانونو مشري یې کوله، او د پیغمبرﷺ د یوازیتوب په وخت ک یې د حرا په غار کې د ځان لپاره سامانونه چمتو کول.

خديجه بنت خويلد
خديجة بنت خويلد بن أسد بن عبد العزى (عربي

)[۱]
خديجة بنت خويلد (عربي

)
ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
القرن 6[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۶۱۹[۳][۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
نور اړين مالومات
برخه د

کله چي اللهﷻ پیغمبرﷺ ته وحی نازله کړه، خدیجه لمړۍ مېرمن وه چي ایمان یې ورباندي راوړ او خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته یې هم د دې دین زېرئ ورکړ. ورقه بن نوفل تر زیري وروسته لمړئ نارینه وو چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ایمان راوړ او اودس يې وکړ. خدیجهؓ له همدغه مهاله رانیولې بیا د قريشو له لوري پر مسلمانانو او بنو هاشم او بني المطلب باندي د اقتصادي محاصرې تر وخته د رسول اکرمﷺ ملګرې پاته سول څو چي ترهغه وروسته ناروغه سول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره ابو طالب بن عبدالمطلب له وفات څخه درې ورځي وروسته یې خپل روح حق ته وسپاره. رسول اکرمﷺ دا د حجون ( المعاله ) په هدیره کي خاورو ته وسپارل.


خدیجه بنت خویلد په ټولو مسلمانانو کي ستر مقام او حیثیت لري له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول اللهﷺ وفرمایل چي په نړۍ کي غوره مېرمني څلور دي: مریم بنت عمران، آسیة بنت مزاحم،خدیجه بنت خویلد او فاطمة بنت محمدﷺ.

  1. ذکر کېدنه: al-Aʻlām (Dār al-ʻIlm, 2002). Volume: 2. Page(s): 302. Publisher: Dār al-ʿIlm lil-Malāyīn. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۲. ليکوال: Khayr al-Din al-Zirikli.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Khadijah. Subject named as: Khadījah. Retrieved: ۹ ډيسمبر ۲۰۲۳. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: History of the Prophets and Kings. اثر ژبه: عربي ژبه. ليکوال: Muhammad ibn Jarir al-Tabari.