ابوهريره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نوم اونسب يې: دحضرت ابوهريره رض په نامه کې له که څنګه چې تر اسلام راوړلو مخته اختلاف ده، څوک وايې: چې نوم يې عبدشمس ده، اوسوک وايې :عبدعمرده، اوڅوک بيا وايې:عبد غنم ده،همدغه راز: يې تراسلام راوړلووروسته هم په نامه کې اختلاف ده، خوحاکم وايې: اصح قول داده: چې نوم يې عبدالرحمن بن صخر الازدي الدوسې اليماني ده ،اودغه روايت له ابوهريره رض څخه په خپله هم شوي ده، الجواهرالهريرة:(۱) اوإکمال في أسماء الرجال علي المشکوة، کنية يې: حضرت أبوهريرة وايې: چې زما يوکوچنۍ پيشو وه مابه سات ورباندي تير ول، يوه ورځ رسول الله -صلی الله علیه وسلم – راته وويل: داڅه شی ده ؟ ماورته وويل: دازماپيشو ده، نورسول الله – صلی الله علیه وسلم – وويل: أباهريرة ، وروسته دغه (کنيه) داسې ورباندې غالبه شوه لکه نوم چې يې وګرزيد. ألإکمال في أسما ء الرجال په إيمان مشرف کيدل يې: حضرت أبوهريره رضی الله تعالی عنه دهجرت په أوم کال دخيبر دفتح پر مهال په إيمان مشرف شوي، دخيبر په فتح کې له رسول الله – صلی الله علیه وسلم – سره شرکت کړي. أبوهريره : للدکتورالضاري له مورسره يې محبت أودهغې إيمان: موريې :ميمونه بنت صالح بن حارث، کله چې أبوهريره رضی الله تعالی عنه په إيمان مشرف شو، موريې ډيرإصرار ورباندي کول چې إيمان پريږدي، خودإيمان حقيقې خوند چې يوار يو څوک و څکې هغه هيڅ کله نشې ترې تيريدلاي،خويوه ورځ يې ډيرپه تکليف کړ، نودي رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ته راغلي أوورته يې وويل: چې ته دأبوهريره ومور ته دعاء وکړه چې الله جل جلاله ورته هدايت وکړي، حضرت رسول الله – صلی الله علیه وسلم – هم ورته في الحال دعا ء وکړه، أبوهريره رضی الله عنه وايې: چې زمادايقين شو چې نور الله جل جلاله زما مورته هدايت وکړ، کله چې کورته راغلم، مورمې په غسل کولو أخته وه، غږ يې راباندي وکړ چې دباندي إنتظارشه،کله چې له غسل کولو فارغه شوه، نويې داسې وويل: أشهدألا لاإله إلاالله وأشهدأن محمدا عبده ورسوله، زه له ډيرې خوښۍ څخه په ژړاشوم أورسول الله – صلی الله علیه وسلم – باندي مې زيري وکړ. همدا راز دی مبارک وايې:يوه ورځ موږيوڅوصحابه ډير وږي شولو، نورسول الله راته پر نفر باندې دوې دوې خورماوې راکړې، مايوه خورماوخوړه أوبله مې په لستوڼي کې پټه کړه، درسول الله – صلی الله علیه وسلم – راته فکر شو، ماورته وويل: چې دغه يوه خورمامې ومورته پټه کړه؛ځکه چې هغې هم څه نه دي خوړلي، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – راته وويل: چې دغه خورماته وخوره، دمورلپاره يې نورې دوې خورماوي راکړي هغه مامورته یووړي (أبوهريره: للضاري: ۸) غربت،مزدوري،أونکاح يې: حضرت أبوهريره رضی الله تعالی عنه وايې: چې کله زه رامهاجر شوم، نوزه بسره بنت غزوان سره په نس باندي مزدور شوم، وروسته يې بيا هم له همدغې بي بې سره واده شوی ده. ألجواهرالهريره: ۱۲: صفه أوأبوهريره: صفه ده رسول الله – صلی الله علیه وسلم – هغه مدرسه وه، چې فقراء أومهاجر صحابه په کې اوسيدل، اوله همدغه ځاي څخه به رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دمجاهدينو سريې، اوتشکيلونه ليږل، ددغو صحابه وو له جملي څخه يو حضرت أبوهريره رضی الله تعالی عنه وو. ألجواهر، وأبوهريره للضاري أبوهريره أولوږه: دي مبارک وايې: چې يوه ورځ ډير زيات وږی شوم، نودباندې راووتلم، که ګورم حضرت أبوبکررضی الله تعالی عنه راروان ده، ماديوه آيت په باره کې پوښتنه ځينې وکړه مطلب مي داوو چې يو شئ دخوراک لپاره راکړې، خودأبوبکررضی الله تعالی عنه سر نشو خلاص، بيا حضرت عمر رضی الله تعالی عنه راغلی، بيا مې دهم هغه آيت په باره پوښتنه ځينې وکړه، دده مبارک هم سر نشو خلاص، وروسته رسول الله – صلی الله علیه وسلم – راغلی أوهغه راباندي پوه شو، أوماته يې وويل: أی ابوهريره!ماورته وويل: لبيک يارسول الله! ده راته وويل: راولاړ شه! زه ورپسې ولاړ شوم، کله چې کورته راغلو رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ته يوچا له کورڅخه يوه پياله شيدې راليږلې وې،رسول الله – صلی الله علیه وسلم – راته وويل: چې ورشه أصحاب صفه ټول راوله، زمانيت ورباندي بد شو، خودرسول الله – صلی الله علیه وسلم – أمروو، زه هم ورغلم أوهغوی مې ټول حاضرکړل ، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – راته وويل: پياله درواخله، أوټول ورباندې ماړه کړه، ماهم پياله راواخسته أوټولوته مې ورکړې ،أوتول صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم ورباندي ماړه شول، وروسته رسول الله – صلی الله علیه وسلم – پياله ماته راکړه،ويل ويې څيښه، بيايې راته وويل، بيايې راته وويل، اخر ماورته وويل: چې نوکي ځاي مې په يوه بندکي هم نده پاته، وروسته بيارسول الله – صلی الله علیه وسلم – په خپله وڅيښلې. همداراز ابوهریره رضی الله تعالی عنه وايي؛ چي زماداډير ښه ياديږ ې، چې د بې بې عائشې رضی الله تعالی عنها دحجري اودرسول الله – صلی الله علیه وسلم – دممبر په مابين کې به دلوږي له لاسه وغورزيدم، ،صحابه وو به سره ويل: چې ليوني شو، أوپريانانو نيولي ده، خو زه به له لوږې څخه لويدم، أبوهريره للضارې: ۱۰ . أبوهريره أوشيطان: درسول الله – صلی الله علیه وسلم – طالب: أبوهريره رضی الله تعالی عنه ، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دصدقي پر أموالو باندي چوکيدار وګومارل، که ګورې دشپې دئ پرلمانزه ولاړده يوکس راغی ، دصدقې مال غلاکوې، أبوهريره رضی الله تعالی عنه هغه ګيرکو ، اوورته يې وويل: چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ته دې ورښيم ، غله ورته ډيرې زارۍ وکړي چې إيله مې کړه بيا نه راځم، ده مبارک هم پريښود، سهار رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ورته وايې: چې برايي شپه دي په بندي کس څه وکړو!ده ورته وويل: چې ډيرې زارۍ يې وکړي ويل يې چې بيانه راځم، ماهم پريښووي، رسول الله ورته وويل: چې درواغ يې درته ويلې نن بيادرته راځي، ابوهریره رضی الله تعالی عنه وایې : بله شپه زه ورته بيداره يم که ګورم بياراغلئ ، بيامي وه نيو، بيايې ډيرې زارۍ راته وکړې بيامې پريښود، سهار رسول الله – صلی الله علیه وسلم – بياراته وويل: چې بندي دي څه کړ! مابيا دغسې ورته وويل،رسول الله – صلی الله علیه وسلم – راته وويل:چې درواغ يې درته ويلې نن بيادرته راځي،که ګورم درييمه شپه ده بيا راغلئ، ماهم له داواري ورته وويل: چې نه دي پريږدم، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ته دي بيايم، ده راته وويل: چې ماپريږده زه به تاته داسې کليمات و ښايم چې ماښام يې ووايې ترسهاره پوري به له شيطان څخه په أمن کي يې څرنګه چې صحابه کرام پر دين ډير مين وو نوأبوهريره رضی الله تعالی عنه ورته وويل: چې راته ويې ښايه! غل ورته وايې: چې کله ماخستن پريوزي، آيت الکرسي شريفه پرځان ووايه أوبياويده شه ترسهاره پوري به له شيطان څخه په أمن کي يې، کله چې سهار شو رسول الله – صلی الله علیه وسلم – بيا ورته وايې چې بندي دي څه کړ؟ أبوهريره رضی الله تعالی عنه ورته ټوله کيسه وه کړه، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ورته وويل: چې دغه دروغژن ده خوده آيت کرسې شريفې يې رښتيادرته ويلي دې، وروسته رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ورته وويل: چې تادغه وه پيژاند؟ أبوهريره ورته وويل: چې نه!رسول الله – صلی الله علیه وسلم – ورته وويل: چې دغه شيطان وو، سنن إبن ماجه في الصدقات،صحيح إبن خزيمه،سنن الکبري للنسائي،أحکام الشرعيه للأشبيلي، أبوهريره أودأحاديثوحفظ: نوموړی وايې: يوه ورځ ماورسول الله – صلی الله علیه وسلم – ته وويل: چې يارسول الله !زه ډير وخت له تاڅخه أحاديث واورم خوبيامي هيروي، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – راته وويل: چې پټو(څادر) دي وغوړوه، ماهم ورته وغوړاوو، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دوعاء وکړه أوراته يې وويل: چې أوس يې درواخله! له هغې ورځې څخه بيا زما درسول الله – صلی الله علیه وسلم – يوقول هم نه ده هيرشوئ، ألجواهرالهريره: وأبوهريره للدکتور الضاري أبوهريره اومروان بن حکم: حاکم وايې: چې ماته دمروان بن حکم کاتب وويل: چې يوه ورځ مروان حضرت أبوهريره رضی الله تعالی عنه راوغوښت ،دإمتحان په شکل يې پوښتنې ځينې شروع کړي، زه يې دکټ شاته ناست وم، اوهرڅه مي ليکل، يوکال وروسته بيا مروان راوغوښت بيايې هغه پوښتنې ځينې وکړي، خوأبوهريره رضی الله تعالی عنه په يولفظ کې هم نده خطاء شوي، بلکې دحرف له بل څخه يې تقديم أوتأخير هم نه ده کړی، أبوهريره: للضاري:۲۳: أبوهريره أومحبوبيت يې: نوموړی وايې: چې يوه ورځ مې ورسول الله – صلی الله علیه وسلم – ته وويل: چې ما اوزمامورته داسې دعاء وکړه چې دخلګوپه زړونوکې مومحبوبيت پيداشي، اوخلګومحبوبيت زموږ په زړونوکي پيداشي، رسول الله – صلی الله علیه وسلم – دوعاء راته وکړه، إبن کثير وايې: چې دغه حديث له دلائلودنبوت څخه ده، أبوهريره للضاري: دأحاديثوروايت يې: علامه ذهبي وايې: چې نوموړی سره له ديانت، تقوي، اوجلالت دعلم يو کان وو، له نوموړې ۵۳۷۴: صحيح أحاديث روايت شوي، له همدغې وجهې څخه يې دأحاديثوپه روايت کې څانګړی مقام درلود، أبوهريره للضاري شاګردان يې: إمام بخاري – رحمه الله تعالی – وايي:چې تر ۸۰۰: زيات شاګردان يې درلودل، ده هغوله جملي څخه (۲۸) يوازي صحابه کرام ول، لکه: إبن عباس،أنس،أسامه إبن زيد،بي بي عائشه رضې الله عنهم، إکمال في أسماءالرجال أولاديې: دتاريخ له کتابونو څخه معلوميږي چې دأبوهريره رضی الله تعالی عنه يو زوي په نامه ده محررسره وو، أويوه لوريې درلوده چې دمدينې منوري دوخت سترفقيه سعيد بن مسيب ته ناسته وه، ألجوهر الهريرة: (۱۳) وفات أوتدفين يې: درسول الله – صلی الله علیه وسلم – دأحاديثولوي عالم، اوذخيره، حضرت أبوهريره رضی الله تعالی عنه په کال(۵۹) هج د(۷۸) کلونوپه عمر له پاني دنياڅخه مدينې منوري ته نږدي په عقيق مقام کې سترګې پټي کړي،اوپه جنت بقيع کي خاوروته وسپارل شو، إنالله وإناإليه راجعون، داهغه کال ؤ چې أم المؤمنين عائشه رض هم وفات شوه، ألجواهرالهريره

سرچينې[سمول]

لیکوال:مفتي طیب، اسلام ويب پاڼه googleweblight.com/i?u=http://islam-iea.com/2017/09/17/%25D8%25AF%25D8%25A7%25D8%25A8%25D9%2588%25D9%2587%25D8%25B1%25D9%258A%25D8%25B1%25D9%2587-%25D8%25B1%25D8%25B6%25DB%258C-%25D8%25A7%25D9%2584%25D9%2584%25D9%2587-%25D8%25AA%25D8%25B9%25D8%25A7%25D9%2584%25DB%258C-%25D8%25B9%25D9%2586%25D9%2587-%25DA%2598%25D9%2588%25D9%2586%25D8%25AF%25D8%25AA%25D9%2587/&hl=ps-AF[مړه لينکونه]