خبرې اترې:گلبدين حکمتيار

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلی عثمان منصور انصاري السلام عليکم! هيله مند يم چې روغ او جوړ اوسې.

د حکمتيار په اړه ليکلې ليکنه کې دې ځينې بدلونونه راوستي چې سم نه و. لومړی دا چې د هغه د افغانستان په سياست کې تل ښکېل و. د داود خان په وخت کې د پوهنتون د يوه محصل د وژلو وروسته پاکستان ته وتښتېده او هلته يې د پاکستان د پوځ او د آی اس آی نوکري تر دې حده وکړه چې افغانستان يې ويجاړ کړ. دا هغه څه دي چې په دې سترگې نه پټېږي. که چېرته تاسې هغه څه ليکۍ چې د نوموړي اصلي څېره پټوي او د يوه لوی شخصيت په ډول يې دلته معرفي کوۍ نو دا به مو د ټولو افغانانو سره لويه دښمني وي. لطفاً حقايق چې څنگه دي‌هماغسې يې خلکو ته ورسوۍ. او هو تر دې دمخه چې د داسې اشخاصو په ژوندليکونو کې کوم ډول بدلون راولۍ نو لطفاً دلته پرې بحث وکړۍ چې د عام افغان وگړو او د افغانستان تاريخ ورباندې څه نظر او قضاوت لري.

--Khangul (خبرې اترې) 17:37, 15 اپرېل 2013 (UTC)

د ویکي ژبه له بې پرېتابه سره باید ادبي هم وي[سمول]

گرانه خانگل خانه سلامونه او نېکې هیلې.

د ښاغلي حکمتیار په اړه لیکنه کې گوتې وهلې نه، بلکه د هغو بې بندو بارو الفاظو چاڼ مې کړی چې په دې لیکنه کې مخکې نه وی. دا لیکنه ۹۶٪ سلنه ما کړې، مگر له خپله ځانه نه، بلکه له موثقو کتابونو او انټرنیټي سرچینو، چې بدبختانه د وخت لنډون له وجې همداسې بې سرچینو پاتې ده.

منصور خانه ښه شو چې بحث دې پيل کړ. د ويکي ژبه او متن بايد بې پرې وي، دا يو اهم اصل دی. ادب ځانته فردي مفهوم لري چې څه تا ته ښه وبرېښي هغه ستا لپاره ادب دی او څه چې ما ته ښه ښکاري هغه ما ته ادب دی.‌نو دا اصل د ويکي د تگلارې سره اړخ نه لگوي. دا په دې مانا وا نخلې چې گنې دلته د چټياتو او ښکنځلو ليکلو حق شته. حکمتيار چې هر څنگه وي نو په افغان تاريخ کې د منفي تگلارې يوه تېره شوې تجربه ده چې دلته يې حقيقتونه بايد بيان شي، لومړی خو تاسو بايد د ده پلوي و نه کړۍ او ليکنه کې هغه حقيقتونه ځای پر ځای کړی چې افغان تاريخ يې شاهد دی.‌د ساري په توگه د افغانستان په کورنئ جگړه کې د ده ښکېلتيا. همداراز په پېښور کې د افغان روشانفکرانو، لکه سيد بهاوالدين مجروح،‌الفت او نورو بې گناه افغانانو وژنه، پرته د کوم قانوني محاکمې د کمونست په وړاندې د جهاد په نامه د گنهگارو او بې گناه افغانو وژنې. دا هغه څه دي چې پرې هر افغان خبر دی چې تاسې يې پخپله ليکنه کې ذکر نه دی کړی. بله خبره مو چې نه ده ياده کړې هغه دا چې کله چې افغانستان کې کمونستان نه و نو حکمتيار د وخت د نظام په وړاندې درېدلی او د حکومت په خلاف يې اقدامونه کړي، د دې ذکر پخپله حکمتيار د ميثاق ايثار په نامه يوې مهالنۍ کې پخپله ليکلی. بيا چې خلق او پرچم راغلل نو حکمتيار د دوی کلک حريف و. بيا چې روسان راغلل خو هغه هم څرگنده ده او بيا چې روسان لاړل، نو بيا هم جهاد و، کله چې جهاديان راغلل ده ورسره د واک پر سر جگړې وکړې او د 70000 کابليانو د مړينې سبب (د اوو جهادي تنظيمونو په گډون) شو. کله چې طالبان راغلل بيا هم ده يې مخالفت کاوه او د انگرېزانو بچيان يې گڼل. کله چې امريکا راغله خو بيا خو ده ته ښه پلمه په لاس ورغله. دا هغه څه دي چې ستاسې 96٪ ليکلې ليکنه کې نه دي بيان شوي نو ځکه د حقايقو پر بنسټ نه ده ولاړه. --Khangul (خبرې اترې) 23:58, 19 اپرېل 2013 (UTC)

دا زما او ستاسو کار نه دی چې د حکمتیار څېره پټه یا روښانه کړو. دا کار د رښتینو تاریخپوهانو دی. چې رښتیني تاریخپوهان بیا په لاندې توگه ژبه هېڅکله خپل حلیف او حریف ته نه کاروي. بلکه

تاسې وايۍ دا ستاسې کار نه دی چې څېره يې پټه يا روښانه کړو، خو دا زموږ فرض دی چې پر حقيقتونو سترگې پټې نه کړو، مومن ته پکار ده چې د حق په خوا ودرېږي. ستاسې له نظره رښتينې تاريخپوهان څوک دي؟ ټول افغان ملت د افغانستان د بدبختيو شاهد دی او په افغانستان کې هر ډول ناورينونه چې راغلي خلکو ورباندې کتابونه کښلي. --Khangul (خبرې اترې) 23:58, 19 اپرېل 2013 (UTC)

داود خان په وخت کې د پوهنتون د يوه محصل د وژلو وروسته پاکستان ته وتښتېده او هلته يې د پاکستان د پوځ او د آی اس آی نوکري تر دې حده وکړه چې افغانستان يې ويجاړ کړ.

  1. حکمتیار له خوا د یوه محصل (کمونست سیدال ناصر)وژل، لامل یې باید ذکر کړئ!
مهرباني وکړئ تاسو يې سبب ووايۍ. دا هم ووايئ چې آيا په قرآن کې ليکلي چې کمونست بايد څوک ووژني؟ که ليکلي وي مهرباني وکړئ د قرآن آيتونه موږ ته وليکئ. قرآن خو دا وايي چې هر څوک چې يو انسان ووژني نو ټول انسانيت يې وژلی. پدې آيت ولې عمل نه کېږي. دا هغه پوښتنه ده چې ځواب به يې له تاسو سره هم نه وي. --Khangul (خبرې اترې) 23:58, 19 اپرېل 2013 (UTC)
  1. ستاسو په وینا تېښته: د تېښتې لامل مو باید څرگند کړی وای!؟
لامل څرگند دی، د قانون نه تېښته، د دې پر ځای چې اعدام نشي نو وتښتېده او پاکستان ته يې پناه وروړه. --Khangul (خبرې اترې) 23:58, 19 اپرېل 2013 (UTC)
  1. له حکمتیار سره نږدی وخت کې څه باندې ۵ ملیونو افغانانو پاکستان ته مخه کړه؟ ولې د څه لپاره؟
دا 5 مليونه هغه وخت چې روسان راغلل نو مهاجر شول. که نه ته پخپله فکر وکړه چې د يو هېواد نه دې 5 مليونه وگړي يو دم څنگه وتلی شي؟ دا خو ناممکن کار دی چې په يوه ورځ کې دې 5 مليونه په پاکستان او ايران واوړي او هغوی دې هم هرکلی ورته کوي. دا هم ناممکن کار دی چې د وخت حکومت خپلو 5 مليونو وگړو ته د يو دم وتلو اجازه ورکړي. حقيقت دا دی چې کله روسان راغلل نو د جهاد په نامه او د روسانو په ضد د تبليغ ساحه پراخه وه او هر افغان کلي کې ځوانانو او سپين ږيرو ته د جهاد کولو دعوت وشو. دا يو علني دعوت و او د دې تر شا يو څو لاملونه دي چې لومړی دا چې روسان د افغانستان په کلتور او فرهنگ نه پوهېدل نو د امريکايانو په شان يې په کورونو تېری کاوه. دا هغه وخت و چې افغانان ترې پوزې ته راغلي ول او دا چې روسانو په وطن يرغل کړی و نو همدغو افغانانو پر ځان فرض وگڼله چې جهاد وکړي. دا گلبېدين نه و چې 5 مليونو ته لاړ شي‌او ورته ووايي چې راځئ نو په ما پسې. خو کله چې گلبېدين پاکستان ته لاړو او پاکستان دی په غېږ کې ونيوه او جهادي رهبر يې وټاکه نو هر هغه چا چې جهاد کاوه نو ورته يې وييلې چې تاسو ته وسلې او مهمات په دې شرط درکوو چې د دغو 7 تنظيمونو څخه د يوه غړی شی. او خلکو سره بله چاره نه وه نو يو يوه ته بل بل ته لاړ او پدې توگه گلبېدين د يوه رهبر په توگه وپېژندل شو. پدې کې د پاکستان ډېر لوی لاس و. --Khangul (خبرې اترې) 23:58, 19 اپرېل 2013 (UTC)
  1. د ټول افغانستان د وېجاړۍ د گلو گېډۍ مو یو شخص ته په سر کړې؟ ایا د ۳ ملیونو وژونکي او د روسي یرغل او یرغلگرو پر وړاندې افغان خپلواکۍ غوښتونکو وسله راپورته کړې وه؟ که کړې یې وه نو مشران یې څوک ول؟ روس د چا په مشرۍ له افغانستانه وشړل شو؟ که د ورانۍ مشري یو کس کړې نو د یوه بې پری اډیټر په توگه باید د افغان جهاد مشري هم یوه کس ته ور په سر کړئ، هغه مشر ته چې روس یې په گونډو کړ!!
د ټول افغانستان د ويجاړۍ د گلو گېډئ ډېر لاملونه او خاين اشخاص دي چې يو يې گلبېدين دی. د نورو يادونه به د هغوی په اړه ليکل شوو ژوندليکونو کې ليکل کېږي. خو دلته موضوع گلبېدين دی نو د افغانستان په ويجاړۍ کې د ده ونډه بايد همدلته ذکر شي. روسانو چې څو مليونه وگړي وژلي هغه به په افغانستان باندې د روسانو د يرغل تر سرليک لاندې ليکل کېږي. هغه رښتيني مجاهدين چې يوازې د روسانو په وړاندې جنگېدل او د گډورو په شان قرباني شوي، هغو ته د ټول افغان ملت سلام دی. او د هغوی يادونه به په اړونده سرليک کې وي. هغوی د خپلو مشرانو د شومو مرامونو قرباني شوی او لا هم کېږي. مشران يې يو هم د سړي ځامن نه و. بل حقيقت چې بايد گډوډ درڅخه نه شي چې روس پخپله خوښه له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او دا يې په دې خاطر وکړ چې نور يې د جگړې مالي لگښتونه نه شو زغملی، د روسيې په منځ کې سياسي اختلافونه اوج ته رسېدلي ول او هېواد يې يو ډول سياسي بحران سره مخ و نو دوی پخپله دا غوره وگڼله چې له افغانستان څخه پخښې سپکې کړي. ته پخپل منطق دا فکر وکړه چېرته يو مجهز يو لکي پوځ چې هر څه لري او چېرته لږ تر لږه 50000 جنگيالي چې ايله کلاشينکوفونه، راکټلانچرې او سټېنگر لري. دا خو هېڅکله هم انډوله نه دي. همداسې يې د امارو له مخې پخپله وڅېړه چې د روسانو د يرغل په وخت کې ډېر افغانان وژل شوي که روسان؟ او بل که څوک د افغانستان څخه د روس د وتلو لامل د روسيې د مشرتابه پرېکړې پرته کوم بل څه گڼي نو هغه بايد امريکا ته ورکړي ځکه چې دا ټوله لوبه چې افغانان يې د روس په وړاندې جنگول نو د دې قيادت امريکا کاوه. تجهيزات، پېسې، ټرېننگ دا ټول د غربي نړئ څخه راتلل، سعودي عرب هم په غربي نړئ ځکه حساب دی چې حکومت يې د امريکا د اجازې پرته تشناب ته هم نه ځي. په سکاټلنډ کې اکثرا مجاهدينو ته ټرېننگ کمپونه جوړ شوي ول. دا هغه اسناد دي چې پخپله همدا مجاهدين صاحبان يې د غربي نړئ سره په مرکو کې تثبيتوي. روس خو امريکا په گونډو کړ. امريکا افغانانو د خپلو مقصدونو پخاطر وکارول. د ورانئ مشري يو کس نه دی کړی، پدې کې د گڼ شمېر اشخاصو لاسونه ښکېل وه چې يو لاس پکې د گلبېدين و. --Khangul (خبرې اترې) 23:58, 19 اپرېل 2013 (UTC)

د یو کس په اړه حقایقو خپرولو لپاره دا لیکنه لوستل اړینه بولم:

حصیلات

گلبدین حکمتیار برای دورهٔ کوتاهی دانشکده مهندسی دانشگاه کابل را تعقیب نمود ولی بعد از تکمیل تحصیل به اثر فعالیتهای سیاسی از آنجا اخراج گردید، در سال ۱۳۴۹ نهضت جوانان مسلمان راتاسیس نمود. در سال ۱۳۵۱-۱۳۵۲ زندانی گردید، پس از کودتای محمد داود خان به پاکستان هجرت کرد. در آنجا با کمک حکومت پاکستان حملات چریکی را علیه حکومت کمونیستی وقت آغاز نمود.

http://fa.wikipedia.org/wiki/%DA%AF%D9%84%D8%A8%D8%AF%DB%8C%D9%86_%D8%AD%DA%A9%D9%85%D8%AA%DB%8C%D8%A7%D8%B1 په درنښت

زما لیکنه او ستاسو ایډېټوَنه![سمول]

گلبدين حكمتيار (۱۳۲۷ هـ. ل.) د افغانستان پخوانی لومړی وزير، د حزب اسلامي تنظیم مشر او جهادي رهبر دی. نوموړی يو بنسټپاله اسلامپال دی چې له څو لسيزو د افغانستان په سیاسي او جهادی ډگرونو کې کې ښکېل دی او بېلابېل افغاني سياسي نظامونه يې پخپلو کړنو اغېزمن کړي. هغه د روسانو په وړاندې د جهاد لپاره ۷۰-۸۰٪ سلنه مالي او پوځي مرستې د عربي هېوادونو او امريکا نه ترلاسه کولې او په افغانستان کې يې د چريکي جگړو لپاره افغانان روزل. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جگړه پيل شوه نو گلبدين حکمتيار په دغې جگړه یو اړخ گڼل کېدو.

ستاسو ایډېټ

گلبدين حكمتيار (۱۳۲۷ هـ. ل.) د افغانستان پخوانی لومړی وزير او د اسلامي گوند مشر او جهادي قومندان!!؟ دی. نوموړی يو سخت دريزه اسلاميست دی چې له څو لسيزو د افغانستان په سياست کې ښکېل دی او بېلابېل افغاني سياسي نظامونه يې پخپلو کړنو اغېزمن کړي. هغه د روسانو په وړاندې د جهاد ټول مالي او پوځي مرستې د پاکستان، عربي هېوادونو او امريکا نه ترلاسه کولې او په افغانستان کې يې د چريکي جگړو لپاره افغانان روزل. کله چې په افغانستان کې کورنۍ جگړه پيل شوه نو گلبدين حکمتيار په دغې جگړه کې يو فعال جنگيالی و چې خپلو ځواکونو ته يې د بېلابېلو سيمو د ويشتلو امر کړی و.

  1. د اسلامي گوند مشر؟ د کوم اسلامي گوند مشر؟ باید په کره لیکنه کې د گوند نوم روښانه شي، چې دا کار په مخکینۍ لیکنه کې موږ کړی و، مگر په خواشینۍ سره چې ستاسو ایډیټ کې دا خبره گونگه ده.
  1. قومندان'!!؟ زما د نیمگړو مالوماتو پر بنسټ هغه (حکمتیار) د یوه بولندوی (قومندان) له دریځ څخه لږ پورته د اووه گوني رهبرانو په کتار کې هغه وخت منل کېدو او اوس یې هم یو نیم تاریخپوه او لیکوال د یوه پخواني جهادي رهبر په نامه یادوي او ذکر کوي.
  1. اسلاميست!؟ د اسلامیست لپاره موږ پښتو کې اسلامپاله لرو. نیشنلیست توکمپال یا ملتپاله په وزن.
  1. ټول مالي او پوځي مرستې: که فرض کړو ستاسو د لیکنې پر بنسټ ټولې مرستې دوی (حکمتیار) ترلاسه کولی، نو پاتې شپږو تنظیمونو څه ترلاسه کول؟ حال دا چې زما په لومړۍ لیکنه کې دا فرضیه هم روښانه شوې وه چې تر ۷۰٪سلنه مرستې د حزب اسلامي تنظیم ترلاسه کولی.
  1. يو فعال جنگيالی: ستاسو د ارشاد سره سم هغه یو فرد و، نه مشر یا قومندان او رهبر. نو بیا یو جنگیالی څنگه یو جگړه مار مشر، رهبر او قومندان شو؟ دا هم مجهوله پاتې ده. چې دا خبره هم ما په خپله لیکنه کې روښانه کړې وه.
اسلامي گوند چې د حزب اسلامي پښتو انډول دی. خو چې تاسو ته مبهم څرگندېږي. نو بېرته به حزب اسلامي تنظيم شي. قومندان هم رهبر شو، دلته يې د جناياتو ساحه پراخه شوه او اوس خو د حزب د هرې ډلگئ د جنايتونو مسؤل گڼل کېږی. دا ځکه چې قومندان يا بولندوی د يوې ډلگئ وي خو رهبر د څو ډلگيو مشر. اسلاميست او اسلامپال دوه بېلابېلې ماناگانې لري. اسلامپال هغه څوک دی چې د اسلام د ښې گڼې لپاره کار کوي. د مثال په توگه تاسو يو غربي هېواد ته ځئ او دا د مسلمان په حيث پر ځان فرض گڼئ چې د اسلام په گټه خبرې وکړئ او هغه خلک چې له اسلام څخه وېره لري او د اسلاميستانو د ناوړو کړنو په خاطر په بده توگه پېژندل شوی هغوی د اسلام د سولې او ورورگلوئ په وسيع نظر پوه کړئ. مطلب دا چې اسلاميست او اسلامپال دوه متضاد نومونه دي. نو د گلبېدين په کړنو خو ډېر مسلمانان لعنت وايي او په همدې خاطر هغه اسلامپال نه دی ځکه چې هغه د اسلام د بدنامولو سبب گرځېدلی . پال له پالنې اخيستل شوی چې د روزنې په مانا ده چې هر څوک يو څه يا يو چا سره مينه لري نو هغه پالي او روزنه يې کړي. په همدې دليل اسلاميست ورته غوره صفت گڼل کېږي. ستاسو د مالوماتو لپاره نشنلست ته په پښتو ژبه ولسپال وايي. هغه څوک چې خپل ولس سره مينه لري او پالنه يې کړي. توکمپال هغه څوک چې خپل توکم سره مينه لري هغه لپاره کارېږي چې دلته توکمپالنه د نژادپرستئ په مانا ده. ملتپال او ولسپال هممانيزونه دي. ملت په عربي کې او پارسئ کې ولس ته وايي. د دې لپاره چې دا روښانه شي چې جنگيالی څنگه قومندان او رهبر کېږي بايد د هغه چا ژوندليک وسپړل شي چې دلته به يې موږ انشاالله سپړو. مجهول به معلوم شي. تاسو کولی شی چې هر کوم څه چې مجهول پاتې وي هغه دلته زموږ سره پرې بحث وکړئ چې نور هم روښانه شي. --Khangul (خبرې اترې) 00:20, 20 اپرېل 2013 (UTC)

لاندې پراگراف کې هم:[سمول]

  1. ډاکتر نجيب الله حکومت استعفا وکړه: چې استعفی یې ورکړه نو بیا کودتا یې پری څنگه وکړه؟
تر استعفا وروسته کودتا هغه وخت کېږي چې کله تاسې له رياستي چوکئ گوښه کېږئ نو بيا يو قانوني شورا وي چې هغه به د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو تر مودې پر واک وي. او حکومتي چارې به پرمخ وړي. خو چې کله له دې موقع نه کوم رزيل را پورته شي او د خپلو غلو په مرسته دا قانونی شورا د ټوپک په زور ړنگه کړي نو دې ته وايي کودتا.د ډاکټر نجيب الله په مشرئ په افغان حکومت کې د شورای شيطان منافق نفوذي غړي گډ ول او چې کله پوه شول چې ډاکتر نجيب د ملگرو ملتونو د پرېکړه ليک سره سم د حکومتي چارو څخه لاس په سر شو نو سمدستي يې مسعود خاين سره لاس يو کړ او د يوې کودتا په ترڅ کې واک ته ورسېدل. دلته يې گلبېدين ته زور ورکړ، او پاکستان نور هم ولمساوه، بس لومړی خو يې د ځينو خبرو له لارې کوشش وکړ چې ځانته د واک گرنټي واخلي خو چې و نه شو نو جگړو ته يې مخه کړه. --Khangul (خبرې اترې) 00:32, 20 اپرېل 2013 (UTC)
  1. و وروسته له کودتا يې د احمد شاه مسعود او جمعيت د سياسي گوندونو سره يو سياسي اېتلاف وکړ: اول چرگه پیدا شوه که هگۍ!؟ دلته هم گران لوستوال اریانېږي چې لومړی ډاکټر نجیب استعفی ورکوي، بیا پری کودتا کېږي، له کودتا وروسته جهادي اړخونو سره سیاسي تړونونه! کېږي؟ حال دا چې د کره تاریخونو په حواله، ډاکټر صېب وروسته له هغه د کابل هوایي ډگر ته یوه ناکامه تېښته وکړه کله چې یې وفادارو جنرالانو یې د کمونست ببرک کارمل په جوړ شوي پلان عمل کولو لپاره له شورای نظار سره تړون وکړ او عملا یې د انقلابي شروا چارې په خپل لاس کې واخېستی چې په سر کې یې جنرال نبي عظیمي، جنرال علومي او نور ول. هند ته تیاره په الوت الوتکه همداسې په کابل هوایي ډگر پاتې شوه او ډاکټر صېب نجیب د خپل وفادار جنرال دوستمي ملیشو له ډاره بېرته په تېښته ځان د ملگرو ملتونو دفتر ته ورساوه، چې د ژوند تر پایه یې هورې وخت تېر کړ.


د راکټونو باران پيل کړ چې په دغو پېښو کې ۷۰۰۰۰ ولسي وگړي ووژل شول: د کابل کورنۍ جگړه کې ټوله وژنه په یوه اوږه بار شوې چې دا هم د کره لیکوالۍ د آرونو خلاف کار دی، په کابل جگړه څو بُعدیزه وه چې په ورانۍ کې یې هرې ډلې ځانته ځای ځایگی درلود چې دا خبرې ستاسو په ایډیټ کې نه ترسترگو کېږي. تاسو باید د لومړي اسلامي حکومت یادونه کړې وای چې د چا په مشرۍ پیل او تر کومې مودی یې دوام وکړو، دویم ولسمشر څوک و؟ ولې یې موده ځانته اوږده کړه؟ د اهل حل و عقد شورا څوک او څرنگه منځته راغله؟ دا هغه خبرې دي چې باید په ضمني توگه ورسره روښانه کړای شي، یو اړخیزه پاڼه تورول د هیچا هم نه خوښېږي، هرڅوک د یو نوي څه اورېدل غواړي مگر نه د شورای نظار د تبلیغاتي ماشین د خولې خپاره کړای شوي تبلیغات!


په درنښت

عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:29, 19 اپرېل 2013 (UTC)