حضرت محمد ویاړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څېړنوال حضرت محمد ویاړ (زوکړه ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال، خوست، لنډی کلی - مړینه ۱۳۹۴ د غبرگولي ۱۲، کابل)، د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال او څېړونکی وو.

زوکړه او زده کړې[سمول]

حضرت محمد وياړ د محمد وزير زوی پر ۱۳۲۷ ل ل کال د خوست په لنډي کلي کې دې نړۍ ته سترگې غړولې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د غرغښت په لیسه کې سرته رسولې، وروسته د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځي کې شامل او پر ۱۳۵۲ ل کال يې د دغه پوهنځي له پښتو څانگې څخه د لیسانس بريليک (دیپلوم) تر لاسه کړ.

دندې[سمول]

حضرت محمد وياړ پر ۱۳۵۲ ل کال په پښتو ټولنه کې د پلټونکي په توگه په دنده وگومارل شو. وروسته يې د کابل مجلې د مرستیال په توگه دنده پيل کړه. کله چې پر ۱۳۵۷ لمریز کال د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسنۍ بڼه جوړه شوه، حضرت محمد ویاړ د دغې اکاډمۍ د علمي غړیتوب ویاړ تر لاسه او د پښتو ژبې او ادبیاتو په انستیتیوت کې يې په علمي څېړنو پیل وکړ. نوموړی پر ۱۳۶۹ ل ل کال د آزادو ټاکنو په ترڅ کې د ژبو او ادبیاتو مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د څانگې د آمر په توگه وټاکل شو. بیا څه موده د دغې څانگې علمي غړی و، خو څو کاله دمخه یو ځل بیا د دغې څانگې مسوولیت ور وسپارل شو، چې تر اوسه په همدغې دندې بوخت وو.

حضرت محمد ویاړ په خپل نږدې څلوېښت کلن فرهنگي ژوند کې افغاني فرهنگ په تېره بیا پښتو ژبې او ادبیاتو ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. نوموړي په خپل فرهنگي ژوند کې ځانگړي آثار او مقالې کښلي، چې علمي، څېړنیز ارزښت لري او د دې ترڅنگ يې شاگردان هم روزلي او په وروستیو کلونو کې يې ځینو هندیانو ته هم د پښتو ژبې د زده کړې تدریس کړی دی. څېړنوال حضرت محمد ویاړ په دولتي رتبه کې د مافوق او علمي رتبه کې تر څېړنواله پورې رسېدلی وو. نوموړی پر دې سربېره، چې یو ښه څېړونکی او استاد وو، د غوره او نېکو اخلاقو خاوند هم وو؛ له دوستانو او همکارانو سره يې د یوه نږدې دوست او ورور په څېر کار او چلند کاوه.

مړینه[سمول]

څېړنوال حضرت محمد ویاړ د ۱۳۹۴ ل کال د غبرگولي پر ۱۲ نېټه د زړه د ناروغۍ له کبله له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړې او جنازه یې د مازدیگر پر ۴ بجو د کابل په تخنیکم په تڼي کوټ کې ترسره شوه. مړی یې د خپل کور ترڅنگ خاورو ته وسپارل شو. د ښاغلي ویاړ په جنازه کې د افغانستان د علومو اکاډمي معینانو، علمي او اداري غړو، د ارواښاد دوستانو، له خوسته راغليو خپلوانو، دوستانو او د تڼي کوټ اوسیدونکو گډون کړی وو. خاورو ته د هغه د جنازې تر سپارل کېدو وروسته يې پر کېڅ (قبر) ژوندليک ولوستل شو. ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د هېوادمشر د خواخوږۍ او تسلیت رالېږل شوی پیغام د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال ښاغلي سر محقق محمد اسلم افضلي ولوست. بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت د اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله د غمشریکۍ او تسلیت رااستول شوی پیغام د علومو اکاډمي څېړونکي او د کابل مجلې مسئول مدیر ښاغلي څېړندوی سید نظیم سیدي ولوست. په پای کې د علومو اکاډمي د سلاکار استاد رفیع، د علومو اکاډمي مالي او اداري مرستيال ښاغلي څېړنپوه حسین فرمند، د علومواکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز سروال (رئیس) ښاغلي څېړنپوه سيد محي الدين هاشمي او ځینو نورو ښاغلو په لاس د گلو گېډۍ د ده پر قبر کېښوول شوه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځونه[سمول]

  1. http://www.talwasa.af/word_Detail_id1.php?ID=231[مړه لينکونه]
  2. http://mobta.gov.af/ps/news/47523 Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.
  3. http://salamwatandar.com/pashto/readmore.aspx?id=5796[مړه لينکونه]