سيد محي الدين هاشمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد محي الدين هاشمي (د ۱۳۳۷ ل کال، د ننگرهار ولايت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، څېړونکی او ژباړن دی.

مخينه[سمول]

سرڅېړونکی دوکتور سيد محي الدين هاشمي په ۱۳۳۷ ل کال کې د ننگرهار ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ د بريالي کلي په يوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د نور درې په لېسه کې سرته رسولې دي. په ۱۳۵۶ لمريز کال کې د کانکور په ازموينه کې تر بري وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې شامل شوی او لوړې زده کړې يې هلته سرته رسولې دي. د لوړو زده کړو تر پای ته رسولو وروسته د همدغه پوهنڅي په کدر کې د استاد په توگه پاتې شوی او تر ۱۳۶۳ کاله پورې همدلته او بيا يې په ننگرهار پوهنتون استادي کړې ده. په هېواد کې د نامساعدو سياسي آړونو (شرايطو) له لامله د ۱۳۶۳ ل کال په کب مياشت کې پښتونخوا ته کډوال شو. لکه څنگه چې د هغه د ماسترۍ زده کړې په کابل پوهنتون کې نیمگړې پاتې وې، نو کله چې پښتونخوا ته کډوال شو هلته يې د ماسترۍ زده کړې بشپړې کړې. بيا يې د ازاد افغانستان په ليکوالو ټولنه او تعليمي نصابونو کې دنده درلوده او تر دې وروسته يې د دعوت او جهاد په پوهنتون کې د پښتو ادبياتو د استاد په توگه دنده ترسره کوله.

ليکوال سيد محي الدين هاشمي په ۱۳۸۰ ل کال کې خپل هېواد افغانستان ته راستون شو. په کابل کې د افغانستان په پوهنو اکاډمۍ کې د څېړونکي په پوهنيزه رتبه ومنل شو. نوموړي په پوهنو اکاډمۍ کې په څېړونو پيل وکړ، د پوهنو اکاډمۍ په بېلابېلو څانگو کې يې دندې ترسره کړې، لکه د پښتو څېړنو په نړیوال مرکز، د اریانا دايرت المعارف په مرکز او د ژبو او ادبياتو په مرکز کې. اوسمهال (۱۳۹۸ ل کال) د ژبو او ادبياتو په مرکز کې پوهنيز مرستيال دی.


هاشمي په ۱۳۹۰ ل کال کې دکتورا واخيسته. تر اوسه د هغه ټول نږدې ۹۲ اثار چاپ شوي دي. له دغه شمېره يې له ۳۰ تر ۳۵ اثارو څېړنې دي.


چاپ شوي اثار يې[سمول]

۱- د لوی احمد شاه بابا ياد، د ۱۳۸۲ ل کال د علومو اکاډمۍ چاپ.

۲- د نثري ادب ډولونه، د ۱۳۹۴ ل ل کال چاپ.

۳- د ادبپوهني څانگې، د ۱۳۹۶ ل ل کال چاپ.

۴- د گل پاچا الفت د هنري نثرونو معناییزه او بڼه ییزه څېړنه، د ۱۳۹۷ ل ل کال چاپ.

۵- د بایزید روښان یاد.

۶-

سرچينې[سمول]

  1. https://shahmbookco.com/product/%D8%AF-%D9%84%D9%88%DB%8C-%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B4%D8%A7%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D8%A7-%DB%8C%D8%A7%D8%AF/?wmc_current_currency=AFN&add_to_wishlist=4506[مړه لينکونه]
  2. https://shahmbookco.com/product/%D8%AF-%D8%A7%D8%AF%D8%A8%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%8A-%DA%85%D8%A7%D9%86%DA%AF%D9%8A/ Archived 2021-09-23 at the Wayback Machine.
  3. http://www.taand.com/archives/115715 Archived 2019-10-24 at the Wayback Machine.
  4. https://shahmbookco.com/product/%D8%AF-%D9%86%D8%AB%D8%B1%D9%8A-%D8%A7%D8%AF%D8%A8-%DA%89%D9%88%D9%84%D9%88%D9%86%D9%87/[مړه لينکونه]
  5. https://pa.azadiradio.com/a/30431999.html