حجاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څلرویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (حجاب)[سمول]

لکه څنګه چې بوټان پښې ساتي او جامې بدن ساتي. بدن یوازې له سړو او تودوخې نه ساتل کېږي، څومره چې بدن په مناسبه توګه وپوښل شي، روغتیا به ډېره او څومره چې د لوڅتوب پر لوري ځو، ډېری فتنې او فساد به مو مل وي. پوښل د سړي او ښځې لپاره واجب او د پېغلو لپاره خو بیخي اړین دی.

کوم څیزونه چې ګرانبیه او ارزښتمن وي؛ نو انسان یې بې پوښښه هر چا ته نه ورښيي. پر ګرانبیه ماشینونو او ګرانبیه توکیو یو ډول پوښ وي.

که لوڅ او لغړتوب دود شو؛ نو هر څوک به غواړي، چې خپلې ښکلاوې ښې او ډېرې وښيي او څومره چې ښکلاوو ته پام ورډېر شي؛ نو انسان له خپلو سترو موخو غافلېږي.

تاسې که ښوونځي ته د تګ پر مهال د څیزونو پر لیدو بوخت شئ؛ نو یا به له ټولګي پاتې شئ او یا به مو په ټولګي کې فکر له هغو ښکلیو څیزونو سره وي، چې پر لار مو ورلیدلي دي.

لیدل اسان چار دی؛ خو اغېز یې د انسان پر اروا پاتېږي.

ښو موخو ته د وررسېدو لپاره اسلام سپارښتنه کړې، چې خپرو ورو  چارو ته پام و نه کړو.


یو څو بېلګو ته پام وکړئ:

1- اسلام وايي: ((له خوړو خوند اخستو ته مو پام خپلو خوړو ته کړئ.[1])) هغوی چې د خوړو پر مهال ټلویزون او  هاخوا او دېخوا ګوري؛ نو له خپلو خوړوو بشپړ خوند نه اخلي.

2- د انځور، مجسمې، پرانستې ور او د انسانانو په مخ کې لمونځ مه کوئ؛ ځکه دوی ته کتل مو خپلې آریزې موخې، چې له الله سره خبرې او اړیکه دي، لرې کوي.

3- په زده کړې، مطالعې او ازمېینه کې چې څومره خپل شاوخوا ته ګورو؛ نو بریا به لږه وي.

داچې هر څوک خپلې موخې ته ورسي او فکر یې وا نه لوځي؛ نو اسلام ټولو ته حکم کوي، چې له خپلو ښکلاوو دې بهر ګټنه نه کوي او کوڅې او واټونه دې داسې وي، چې هر څوک په جدي توګه په خپل کار پسې وي، تر څو خپلې موخې ته ورسي.

څومره چې پلوشې ډېرې وي او څومره چې شاوخوا ته ګورو؛ نو له خپله هوډه مو یو څه راکم کړي دي؛ لکه د اوبو لښتی، چې شاوخوا ته ترې اوبه ولاړې شي؛ نو پټي ته یې لږې اوبه رسي.

هر کال په میلیونو موټروانۍ پېښې د موټرچلوونکي د فکر الوتو له لامله رامنځ ته کېږي. که تاسې یوازې پخپلو جامو او کار کې کار ولرئ؛ نو غم به مو نه وي؛ خو که له کوره راووتئ او هر موټر او جامو ته مو پام شو، یا مو له نورو سره حسادت وکړ؛ نو یا کړېږئ او یا به خپل موروپلار ته بدبین شئ او به مو الله ته لېوالتیا لږه شي.

دا په ټولنه کې له نامناسب پوښښ سره د ګرځېدو او چشم چرانۍ د تاوانونو یوه څنډه ده.

قرآن وايي: ((پېغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه : ((پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى،چې دوى وپېژندل شي او و نه ځورل شي . (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى.[2]))

هغه الله چې پنځولي یې یو او سترګې یې راکړي او زموږ خوند اخستو ته یې ان اسمانونه په ستوریو پسوللي، که موږ ته یې وویل، چې ځان وپوښئ او هر څه ته مه ګورئ؛ نو زموږ د خیر خبره یې کړې ده.

که الله هضمي سسټم راکړی او ډول ډول خوندورې مېوې یې راته وپنځولې؛ خو که راته یې وویل، چې د خنځیر غوښه مه خورئ او شراب مه څښئ؛ نو زموږ په خیر یې خبره کړې ده.

لکه څنګه موروپلار په خپلو ټولو هڅو، ټول هغه امکانات چې په وس کې یې وي، موږ ته راچمتو کړي؛ نو که سپارښتنه وکړي، چې په یوه ځانګړي څيز او چار پسې ولاړ نشو؛ نو زموږ په خیر یې خبره کړې ده.

په نړۍ کې چې هر هېواد له حجاب، پوښښ، عفت او پاکلمنۍ لرې شي؛هومره پکې د جرمونو کچه هم لوړېږي. بې بندوباره هلکان او نجونې د لوچکو وګړیو ښکار کېږي او ناوړه ګټنه ترې کېږي.

زموږ هلکان او نجونې باید پوه شي، چې ښوونځی او روغ چاپېریال هغه ځای دی، چې انسان پکې خپله آریزه موخه ورکه نه کړي او د انسان استعدادونه او وړتیاوې پکې خپرې ورې نشي.

اسلام ځینې وګړي ((محرم)) او ځینې وګړي ((نامحرم)) ګڼلي دي؛ نو که موږ وغواړو، چې د الله ښه بندګان ووسو؛ نو هغسې چې هغه ویلي، باید هغسې جامې واغوندو او هر ځای چې یې راته ویلی، پټ او و یې پوښو. هلکان هم باید داسې جامه و نه کړي، چې لوچک وګړي ورته په بده سترګه وګوري.

قران کریم وايي: ((او چې له دوی (= د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى.[3]))

د هلک او نجلۍ او سړي او ښځې بې حجابه او بې حریمه اړیکه او یو ځای کېدل د دواړو د زړه او اروا پاکي ټکنۍ کوي.



[1] . عبس/ ۲۴ آیت.

'[2]' . احزاب/۵۹ آیت.                                                                                        

'[3]' . احزاب/۵۳.